چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 502

رویټرز:د کشمیر اوسېدونکي د جګړې له وېرې لاهم خپلو کورونو ته نه ستنیږي

رویټرز راپور ورکړی، چې د کشمیر پولې ته د نږدو کلیو اوسېدونکي لا هم د اوربند په اړه شک لري او خپلو کورونو ته له ستنېدو وېره لري.

هندي او پاکستاني چارواکو خلکو ته ویلي چې لا دې خپلو کلیو ته نه ستنیږي، ځکه چې ناچاودي مهمات لا هم پاتې دي.

د یادونې ده چې تر اوربند وروسته هم بریدونه شوي، او هند بیا پاکستان په نقض تورن کړی.

پاکستان:له ټرمپ مننه کوو چې زموږ او د هند ترمنځ اوربند کې یې مهم رول ولوبوو

پاکستان له ټرمپ مننه کړې، چې له هند سره یې اوربند کې مهم رول لوبولی دی.

یاد حکومت ویلي، چې د سیمې د خوندیتوب لپاره دا یو مهم ګام دی.

د پاکستان حکومت دغه راز ویلي، چې د ټرمپ د هغو څرګندونو هرکلی هم کوي، چې غواړي د جمو او کشمیر شخړه هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ مازیګر د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان اوربند وشو؛ خو څو ساعته وروسته بیا د پاکستان له لوري مات شو.

سراج الدین حقاني:د سیمې ثبات لپاره متقابل درناوی او تعامل اړین دی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.

نوموړي د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره لیدنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونو ترمنځ باید اړیکې پراخې شي.

په همدې حال کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه کړې.

دوی دغه راز ویلي، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به کابل کې ترسره شي.

د سعودي پاچا او ولیعهد؛د پاپ لیو څوارلسم ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي ورکړې

د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد یې د واتیکان د نوي پاپ، لیو څوارلسم، د ټاکل کېدو په مناسبت هغه ته مبارکي ویلې ده.

دواړو مشرانو په خپل پیغام کې د پاپ د بریا هیله کړې او د بین‌الادیاني تفاهم او سولې د لا پیاوړتیا لپاره یې له هغه سره د همکارۍ ژمنه څرګنده کړې ده.

امیرخان متقي؛د ظاهر قدیر زوی ته ډاډ ورکړی چې د پلار د خلاصون هڅه یې کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر له زوی او د کورنۍ له نورو غړو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي ډاډ ورکړی چې د ظاهر قدیر د خلاصون لپاره به جدي هڅې کوي.

د یادونې ده چې ظاهر قدیر د اپریل په ۱۴مه نایروبي کې نیول شوی او راتلونکې اونۍ محکمه کېږي.

پر نوموړي تور دی چې د نشه‌یي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس لري.

ټلګراف ورځپاڼه:پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال مرګ قبلوي؛ خو افغانستان ته تلل نه غواړي

د برېتانیې ټلګراف ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان کې یو شمېر افغانان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له ورستنېدو مرګ غوره ګڼي.

دغې ورځپانې د پخواني حکومت د یو شمېر سرتېرو او نورو افغانانو له قوله لیکلي، چې دوی نه غواړي اوسني افغانستان ته ور وګرځي.

یاد کسان وايي، چې تر سخت فشار لاندې دي او هیله لري، چې پاکستان کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې افغان کډوال له سخت بد وضعیت سره مخ دي.

امرالله صالح پاکستان ته:د IMF په قرض جنګ نه ګټل کیږي

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د هند او پاکستان د کړکیچ سره هم مهاله د پيسو نړیوال صندوق IMF د پاکستان قرض منظور کړ.

ښاغلي صالح ویلي د IMF په قرض جنګ نه ګټل کېږي.

امرالله صالح په داسې حال کې چې د IMF‌ له لوري‌ پاکستان ته د قرض منظوري یوه حیرانونکې چاره بللې خو ویلي چې پاکستان له مالي پلوه جګړې ته تیار نه دی.

د پیسو نړیوال صندوق د مۍ ۹ نېټه پاکستان ته ۱ میلیارد ډالر قرض منظور کړ.

هندي هوایي ځواک:پر پاکستان مو هوایي بریدونه دوام لري

د هند هوایي ځواک وايي، عملیات یې اوس هم دوام لري.

دوی ویلي، چې دغه پیل شوي عملیات یې کامیاب وو او خپل غږ یې په واضح ډول تر راولپنډۍ ورسوو.

دوی زیاتوي، چې د سندور په نوم د پیل شویو عملیاتو بشپړ جزیات به ډېر ژر شریک کړي.

د همد دفاع وزیر یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې دوی نه یوازې د خپلو پولو دننه؛ بلکې د ترهګرۍ خلاف د خپل هېواد له خاورې بهر هم عملیات کوي.

هند یو وار بیا ګواښ کړی، چې که پاکستان برید وکړي؛ نو سخت ځواب به ورکړي.

طالب چارواکي:د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون به وزارت ته ارتقاع وکړي

د طالبانو حکومت وایي، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون به وزارت ته ارتقاع وکړي.

د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون ویلي، دغه وزارت به د «اراضي چارو او امارتي غصب شویو ځمکو د استرداد وزارت» په نوم به یادیږي.

د کمیسیون چارواکي وایي، یاد وزارت به د ځمکو د غصب د مخنیوي، استرداد ترڅنګ د هیواد د ټولو ځمکو څیړنه او کاردستر مسولیت هم په غاړه لري.

‏د طالب چارواکو په وینا د وزارت کارونه نږدې ۹۰ سلنه بشپړ شوي او ډیر ژر به د شیخ هبت الله له لورې د وزارت په بڼه پیل وکړي.

د غصب مخنیوي کمیسیون داسې مهال جوړیږي چې طالبانو په حکومت د پړسوب له مخې په ګڼو اداراتو کې تنقیص رامنځته کړی دی.

عباس عراقچي:د امریکا ضد او نقیض دریځونه د خبرو اصلي ستونزه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا سره د خبرو اترو د څلورم پړاو لپاره عمان ته تر سفر وړاندې ویلي، چې امریکايي پلاوی په خبرو کې متضاد دریځونه لري او دا د مذاکراتو یوه جدي ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د یورانیمو غني‌سازي پروګرام د هېواد له مهمو لاسته راوړنو څخه دی، چې پرې ډېر لګښت شوی، او نه د بحث وړ دی او نه د معاملې.

عراقچي همداراز ویلي، چې د امریکايي چارواکو رسنیزو څرګندونو د خبرو اترو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې ایران به وتوانېږي د خپلو اصولي دریځونو په ساتلو سره، د خبرو په دې پړاو کې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.