جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 499

پاکستان؛عمران خان د شهباز شریف حکومت سره د خبرو چمتوالی ښودلی

د پاکستان زنداني پخواني لومړي وزیر، عمران خان د دې هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف د خبرو اترو وړاندیز منلی دی.

‏ د تحریک انصاف ګوند یو مشر ګوهر علي خان اډیاله زندان کې د شهباز شریف وړاندیز له عمران خان سره شریک کړی، نوموړي د وړاندیز هرکلی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې په مذاکراتو کې دې پرمختګ وشي او له رسنیو دې پټ ترسره شي.

‏پخوانی لومړی وزیر عمران خان غواړي د پاکستان حکومت سره په مذاکراتو کې د پوځ ملاتړ هم ولري.

‏شهباز شریف د تحریک انصاف مشر عمران سره د خبرو اترو وړاندیز له هند سره د پاکستان له ناکامې جګړې وروسته ملي اسمبلۍ ته وړاندې کړی وو.

مکسیکو:مشهوره ټيک‌ټاکره د ژوندۍ خپرونې پر مهال وژل شوې

رویټرز وایي، چې په مکسیکو کې یوه ۲۳ کلنه ټولنیزه مشهوره فعاله والریا مارکیز، چې د ښکلا او سینګار په اړه یې ویډیوګانې خپرولې، د ټيک‌ټاک د ژوندۍ خپرونې پر مهال په ډزو وژل شوې ده.

یاد اژانس وایي، چې دغه پېښه د سه‌شنبې په ورځ د جالیسکو ایالت د زاپوپان په ښار کې رامنځته شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، مارکیز نږدې ۲۰۰،۰۰۰ تعقیبوونکي په انسټاګرام او ټيک‌ټاک کې لرل.

د یادونې ده چې مکسیکو د لاتینې امریکا له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو پر وړاندې د وژنو کچه پکې لوړه ده.

ډونالډ ټرمپ؛ترکیه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کې ګډون نه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کې، چې ټاکل شوې نن پنجشنبه په ترکیه کې ترسره شي، ګډون ونه‌کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ، چې د مسکو د پلاوي مشري به استازي کوي، او خپله پوتین به ګډون نه‌لري.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، که پوتین هم حاضر وي، امکان لري چې دی هم انقرې ته لاړ شي.

ټاکل شوې دغه خبرې د ترکیې په منځګړیتوب د روسیې، اوکراین او نورو چارواکو ترمنځ وشي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې هڅې یو بل ګام ګڼل کېږي.

ایران:له طالبانو سره د قیمتي او معدني ډبرو د استخراج په برخه کې د همکارۍ پلان لرو

د ایران د خراسان رضوي ولایت والي، غلام‌حسین مظفري، ویلي چې ایران د طالبانو له حکومت سره د قیمتي او معدني ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې د همکارۍ لپاره پراخ پلانونه لري.

مظفري افغانستان د خپلو شتمنو معدني زیرمو له امله د ایران لپاره یو کلیدي او ستراتیژیک تجارتي شریک بللی دی.

د نوموړي په وینا، ایران او طالبان په ګډه د دوغارون ازادې سیمې په چوکاټ کې یوه ځانګړې اقتصادي او معدني سیمه رامنځته کوي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري لا پراخه شي.

د خراسان والي زیاته کړې چې تیر کال د ایران صادرات افغانستان ته له ۲.۲ میلیاردو ډالرو څخه اوښتي، چې دا د دواړو هېوادونو د ژورو اقتصادي اړیکو څرګندونه کوي.

رویټرز:د ټرمپ له‌خوا د سوریې د بندیزونو ناڅاپي لغوه کېدو واشنګټن او سیمه حیرانه کړه

رویټرز ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د سعودي عربستان په سفر کې پر سوریه د لګېدلو بندیزونو ناڅاپي لغوه کېدو د سیمې تر څنګ د امریکا دننه لوړپوړي چارواکي هم حیران کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو چارواکي له مخکې خبر نه وو، او له اعلان وروسته یې سمدستي هڅې پیل کړې څو د اوږدمهاله بندیزونو د لغوه کولو څرنګوالی وڅېړي.

امریکایي چارواکو ویلي، سپینې ماڼۍ نه کوم رسمي سند ورکړی و، نه کوم خبرداری.

کارپوهان وایي، دا ډول بندیزونه یوازې په شفاهي اعلان نه لرې کېږي، بلکې قانوني او اداري مراحلو ته اړتیا لري.

حنیف پښتین:پاکستاني ریاست د منظور پښتین ورور نېولی او نامعلوم ځای ته یې وړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین وایي، منظور پښتین او د هغه کورنۍ د پاکستاني استخباراتو له سخت او پرلپسې تعقیب لاندې ده.

حنیف پښتین په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستاني ریاست نن د منظور پښتین ورور چې غازي امان الله نومېږي نېولی دی.

حنیف پښتین زیاته کړې چې پاکستاني ریاست د منظور پښتین شا نیولې او غواړي یو څه وکړي چې دا چاره یو څه خطرناکه ښکاري.

هغه دغه راز ویلي، چې یواځې پښتین نه، بلکې د هغه د کورنۍ هر ناروغ چې روغتون ته هم ځي درول کېږي او ګواښل کېږي.

نوموړي ویلي، چې له موږ اکثریت ملګري د منظور پښتین د ګوشه نشینۍ پوښتنې کوي؛ خو اصلیت کې د هغه ژوند د سختو خطرونو سره مواجع دی.

د پاکستان د عامه اړیکو دفتر:د هند برید کې دوه نور پاکستاني ټپي شوي سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د هند د وسله‌والو ځواکونو له لوري د ۲۰۲۵ کال د مې د شپږمې او اوومې نېټې په شپه؛ ترسره شوي برید کې بې‌ګناه ولسي وګړي او د پاکستان د پوځ سرتیري وژل شوي دي.

له یاد دفتره خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې ښځې، ماشومان او مشران هدف ګرځېدلي، او د پاکستان پوځ دوه نور ټپي شوي سرتېري نن مړه شوي دي، چې ورسره د وژل شویو شمېر ۱۳ ته پورته شوی دی.

د پوځ د معلوماتو له مخې، ۷۸ نور سرتېري د دندې پر مهال ټپیان شوي دي.

تازه مړه شوي سرتېرو څخه یو یې د پوځ او بل یې د هوایي ځواک اړوند وو.

زلمی خلیلزاد:نن د سوریې لپاره یوه مهمه ورځ ده او مشران یې باید فرصت له لاسه ورنکړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې نن د سوریې لپاره یو ښه او مهمه ورځ ده.

هغه زیاتوي، د سوریې حکومت، سیاسي مشران او ولس باید دا فرصت له لاسه ور نه کړي.

خلیلزاد د سوریایانو لپاره د بریا دعا کړې او ویلي یې دي، «خدای دې سوریایان وساتي».

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټرمپ پر سوریې لګېدلي بندیزونه لرې کړل.

اسماعیل میاخېل:ځوان نسل باید د بدیلو بحثونه په پیلولو فکر وکړي

د ملي ټلویزیون پخوانی مشر اسماعیل میاخېل وایي، څلور کاله وروسته هم د طالبانو له واکمنۍ سره د مبارزې لپاره منسجم او د باور وړ بدیل نه‌دی رامنځته شوی.

نوموړي نیوکه کړې چې یو شمېر سیاستوال او مدني فعالان یوازې په ځان‌محورۍ، د یو بل په تخریب، او بې‌ځایه سیالیو بوخت دي.

هغه ویلي طالب له همدې حالت څخه د ځان په ګټه کار اخیستی.

میاخېل ټینګار کوي چې بدلون تشو شعارونو نه، بلکې ملي فکر، ګډ مسئولیت، او دوامدار عمل ته اړتیا لري.

ګلبدین حکمتیار:پر پاکستان د هند برید ته مه خوشالېږئ؛ دا پایله سرچپه راخیژي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښته کې د ځینو افغانانو خوښۍ د تاسف وړ بللې او ویلي یې دي، چې دا پایله به سرچپه راوخيژي.

حکمتیار خبرداری ورکړی چې که جګړه دوام ومومي، لمبې به یې تر افغانستان هم ورسېږي.

هغه ویلي، ځیني هغه کسان او رسنۍ چې د دې جګړې ملاتړ کوي، پخوا هم د شوروي او امریکا یرغلونو ته خوشحال وو.

دا شخړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځګړیتوب وروسته پای ته ورسېده.

پاکستان ویلي چې په دې جګړه کې یې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.