یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 5

د پاکستان؛ لومړی وزیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چین ته روان شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف په څلور ورځني سفر لپاره چین ته ولاړ.

نوموړی له خپل پلاوي سره لومړی د هانګژو ښار ته روان شوی او وروسته به بېجینګ ته ځي.

ټاکل شوې شهباز شریف د چین له ولسمشر شي جی‌نپېنګ او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري. همداراز به د سي پیک دویم پړاو اړوند سوداګریزو غونډو او د همکاریو د هوکړه لیکونو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړ، لومړی وزیر به د علي بابا ګروپ سوداګریز شرکت له مرکزي دفتر هم لیدنه وکړي او د چین له مشهورو شرکتونو سره به د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت ویلي، د شهباز شریف دا سفر به د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

چین؛د ډبرو سکرو کان کې د ګازو د زورورې چاودنې له امله ۹۰ کسان وژل شوي

د چین د شانشي ولایت په لیوشن یو د ډبرو سکرو په یوه لوی کان کې د ګاز د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د چین د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه د جمعې په ماښام شاوخوا ۷:۲۹ بجې رامنځته شوه چې په کان کې ۲۴۷ کارکوونکي په دنده بوخت وو.

د راپور له مخې، چاودنه د ناڅاپي زهرجنو ګازونو د خپرېدو لامل شوه چې ګڼ شمېر کارکوونکي یې بې‌هوښه او بند کړل.

ویل کېږي، ډېری قربانیان د کاربن مونو اکساید د لوړې کچې د تنفس له امله اغېزمن شوي دي.

راپورونو زیاته کړې، چې د ژغورنې ټیمونو له شپږو بېلابېلو واحدونو څخه ۳۴۵ کسان سیمې ته لېږلي، خو د کان دننه شرایط لا هم خطرناک بلل کېږي.

هند غوره لیګ؛غضنفر له بریالي سفر وروسته هیواد ته را ستنیږي

افغان ځوان توپ اچوونکی محمد غضنفر چې روان پړاو هند غوره لیګ (IPL) کې د ممبي انډینز لوبډلې برخه دی، ټاکل شوې د روانې مې میاشتې په ۲۶مه نېټه هېواد ته راستون شي.

غضنفر تر اوسه پورې د ممبي انډینز لپاره په ۱۰ لوبو کې ۱۴ ویکټې اخیستي دي او خپله وروستۍ لوبه به د مې په ۲۴مه ترسره کړي.

بل لور ته د افغانستان بل ستوری راشد خان د ګجرات ټایټنز لوبډلې سره د کوالیفایر پړاو ته رسېدلی چې دا د هغه او د لوبډلې لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي.

رحمت الله نبیل:بلوڅې ښځې نورې د چوپتیا نه، بلکې د مقاومت سمبول ګرځي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د بلوڅ بېلتون‌پال غورځنګ په تازه تحول غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، د وسله‌والو بلوڅو ډلو په تبلیغاتي او رسنیز ډګر کې د ښځو راڅرګندېدل د دې غورځنګ په روایت، سمبولیک حضور او ټولنیز نفوذ کې د پام وړ بدلون څرګندوي.

هغه ویلي، له چوپتیا تر مقاومت پورې د بلوڅو ښځو حضور دا ښيي چې د بلوڅ بېلتون‌پال تحریک هڅه کوي خپل پیغام پراخ، اغېزناک او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته ورسوي.

دغه غبرګون وروسته له هغې مطرح کېږي چې د «بلوڅ لېبریشن آرمي» د رسنیزې څانګې له لارې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځینه قومندانې «شېناز بلوڅ» ویډیویي پیغام خپور شو.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې؛د لومړي ځل لپاره د ښځینه قومندانې ویډیویي پیغام خپور کړی

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې د رسنیزې څانګې «هکال مېډیا» له لارې د لومړي ځل لپاره د یوې بلوڅې ښځینه جنګیالۍ قومندانې «شېناز بلوڅ» پیغام خپور کړی دی.

د راپورونو له مخې، شېناز بلوڅ په خپل ویډیویي پیغام کې د بلوڅ ملت او نړیوالو ته خبرې کړې دي او د خپلې خاورې او ولس د ازادۍ په شعار یې تاکید کړی او زیاته کړې چې د پاکستاني ریاست او پوځ پر وړاندې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ویل کېږي چې نوموړې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي تحریک له ښځینه قومندانانو څخه ده او دا لومړی ځل دی چې د دغې ډلې یوه ښځینه جنګیالۍ په رسنیو کې راڅرګندېږي.

وړاندې تر دې، په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ سره مخامخ جګړه کې هم بلوڅو میرمنو جګړې کړي، او ځانمرګي بریدونه یې هم ترسره کړي دي.

رحمن الله ګربز:له کورنیو لوبو زموږ موخه د ځوانانو او استعدادونو موندنه ده

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمن الله ګربز د کورنیو سیالیو ارزښت ته په اشارې ویلي چې د ملي لوبغاړو ګډون په دغو لوبو کې د ځوانو استعدادونو د روزنې او پرمختګ لپاره خورا مهم دی.

ګربز نن د لېسټ اې سیالیو کې د لوبې پر مهال وویل: “له ځوانو لوبغاړو مو هیله دا ده چې په کورنیو سیالیو کې ښه وځلېږي او خپل استعدادونه وښيي، ځکه همدا سیالۍ د راتلونکو ملي ستورو د راټوکېدو غوره فرصت دی، تر اوسه ځوانانو ډېرې ښې لوبې کړې دي او زه ترې خوښ یم، هیله لرم چې په راتلوونکي کې هم خپل ښه لوبېدنه وساتي او لا پرمختګ وکړي”

نیویارک پوسټ:ترکیه کې د ایوانیکا ټرمپ د ترور په تور، یو عراقي وګړی امریکا ته سپارل شوی

د نیور یارک پوسټ د راپور له مخې، یو عراقي وګړی چې د ایران له سپاه پاسداران او کتائب حزب الله سره تړاو لري، د ایوانیکا ټرمپ د وژلو پلان درلود.

راپور وایي، دغه ۳۲ کلن عراقي، محمد باقر سعد داود السعدي، د مې په ۱۵مه په ترکیه کې نیول شوی او وروسته امریکا ته سپارل شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت نوموړی په اروپا او امریکا کې د شاوخوا ۱۸ ترهګریزو بریدونو په پلان جوړولو او ترسره کولو تورن کړی.

د راپور له مخې، السعدي د قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته ویلي وو چې باید ایوانکا ټرمپ ووژل شي، څو د ټرمپ کورنۍ ته “د غچ اور” ورسول شي.

سرچینو نیویارک‌پوسټ ته ویلي، نوموړي د ایوانکا ټرمپ او د هغې د مېړه جرد کوشنر د فلوریډا د استوګنځي نقشه هم په اېکس خپره کړې وه او ګواښ یې کړی و چې “نه ماڼۍ او نه هم پټ امنیتي ځواکونه به مو وژغوري.”

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، السعدي د امریکايي او یهودي اهدافو پر ضد په څو بریدونو کې هم لاس درلود، چې پکې په امستردام کې د بانک پر ودانۍ د اورلګوونکو بمونو برید، په لندن کې پر دوو یهودي وګړو د چاقو برید او په ټورنټو کې د امریکا پر قونسلګرۍ ډزې شاملې دي.

راپور زیاتوي، السعدي د کتائب حزب‌الله له مهمو قوماندانانو ګڼل کېږي او له ایران د قدس ځواک سره یې نږدې اړیکې لرلې.

امریکا:د ګرین کارت غوښتونکي به له دې وروسته له خپلو هیوادونو وړاندیز کوي

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) د یوې نوې تګلارې له مخې، هغه بهرني وګړي چې په موقتي ویزو یا بشري اجازو امریکا کې ژوند کوي، ښايي د ګرین کارت د غوښتنې لپاره اړ شي خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د راپورونو له مخې، دغه نوې لارښوونه چې له دې وروسته به د امریکا دننه د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ډېری غوښتنلیکونه یوازې په استثنايي حالاتو کې ومنل شي.

د USCIS ویاند زک کاهلر ویلي، حکومت هڅه کوي د کډوالۍ قانوني بهیر بېرته خپل اصلي چوکاټ ته راوګرځوي، څو بهرني وګړي د امریکا د مهاجرت اصول د قانون له مخې تعقیب کړي.

بل لورته د افغان ایواک ادارې مشر پر دې پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان کې د امریکا هېڅ فعال قونسلګریز خدمات نشته، نو افغانان نه‌شي کولی له خپل هېواده د ګرین کارت رسمي پروسه مخته یوسي.

ګرین کارت په امریکا کې د دایمي استوګنې رسمي جواز ګڼل کېږي، چې لرونکي ته د کار او ژوند حق ورکوي، خو د امریکا بشپړ تابعیت نه بلل کېږي.

ډېری کډوال لومړی د موقتي ویزو یا بشري پروګرامونو له لارې امریکا ته ننوځي او وروسته هڅه کوي خپل اقامتي وضعیت دایمي کړي.

راپورونه:د پاکستان کرکټ بورډ غواړي، شان مسعود له لوبډلمشرۍ لیرې کړي

د وروستیو راپورونو له مخې د بنګله‌ دېش پر وړاندې د پاکستان د پرله ‌پسې ناکامیو او وروستۍ ماتې وروسته د شان مسعود د ټېسټ لوبډلمشرۍ راتلوونکی له جدي پوښتنو سره مخ شوی.

امکان شته چې نوموړی له دندې لرې یا استعفا ته اړ شي، او ویل کېږي چې په دغه صورت کې به سلمان علي اغا د نوي لوبډلمشر په توګه وټاکل شي.

راپورونه، وایي د بنګله‌دېش پر وړاندې د وروستۍ ټېسټ لوبې پر مهال د لوبغاړو او شان مسعود ترمنځ اړیکې کمزورې شوې وې.

همداراز د لوبډلې له راستنېدو وروسته مسعود له خپلو ډېری ملګرو لوبغاړو سره خبرې نه دي کړي چې زیات وخت یې له خپلې کورنۍ سره تېر کړی دی.

د پاکستان د ټېسټ لوبډلې مسلسل ناکامیو؛ په ځانګړې توګه د بنګله ‌دېش پر وړاندې د ماتو لړۍ د شان مسعود پر لوبډلمشرۍ نیوکې زیاتې کړې دي، له همدې امله سلمان علي اغا د احتمالي نوي لوبډلمشر په توګه تر ټولو مخکښ او مناسب نوماند ګڼل کېږي.

مارکو روبیو هند ته سفر کړی؛د انرژۍ امنیت او سوداګریزې اړیکې د خبرو اصلي موضوعات دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په سهار له خپلې مېرمنې جینټ روبیو سره هند ته سفر وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روبیو به په دغه څلور ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره د انرژۍ امنیت، سوداګریزو اړیکو او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران له جګړې او د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته د نړۍ د انرژۍ بحران زیات شوی دی.

مارکو روبیو ویلي، امریکا چمتو ده چې هره اندازه انرژي په هند وپلوري.

هند چې د خپلې انرژۍ تر ۸۰ سلنې ډېره برخه واردوي، هڅه کوي د نفتو، مایع طبیعي ګاز او نورو انرژۍ توکو واردات زیات کړي.

امریکايي چارواکي هیله لري چې هند به د انرژۍ د کمښت یوه برخه له امریکا پوره کړي، خو کارپوهان وایي د امریکا څخه هند ته د انرژۍ لېږد اوږد او لګښت‌ناک مسیر لري.

بل لور ته، هندي شنونکي وایي چې د انرژۍ امنیت به د روبیو د سفر اصلي موضوع وي او هند ښايي د روسیې د نفتو د پېرلو لپاره د لا ډېرو معافیتونو غوښتنه هم وکړي.