چهارشنبه, جولای 8, 2026
Homeکورپاڼهد لوړو زده‌کړو الهام‌بښونکې کیسه؛مصرۍ مېرمنې په ۸۳ کلنۍ کې دوکتورا واخیسته

د لوړو زده‌کړو الهام‌بښونکې کیسه؛مصرۍ مېرمنې په ۸۳ کلنۍ کې دوکتورا واخیسته

د مصر یوې ۸۳ کلنې مېرمنې، امال اسماعیل عبدو، په لوړه زده‌کړه کې د پام وړ بریا خپله کړې او په ټولنپوهنه (سوشیالوجۍ) کې یې د دوکتورا سند ترلاسه کړی دی.

د راپورونو له مخې، نوموړې د خپلې څېړنیزې رسالې له بریالۍ دفاع وروسته د مصر د منصوره پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د ټولنپوهنې څانګې له لوري د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

دغه علمي بریا د جولای په پنځمه رسمي شوه.

امال اسماعیل عبدو ویلي، غواړي د خپلې تجربې له لارې خلکو ته دا وښيي چې د زده‌کړو لپاره عمر کوم خنډ نه دی او هر څوک کولی شي د ژوند په هر پړاو کې خپلې علمي موخې تعقیب کړي.

هغې ټینګار کړی چې قوي اراده، پر ځان باور او پر الله تعالی توکل انسان ته دا توان ورکوي چې خپلې هیلې په حقیقت بدلې کړي، او عمر باید د پرمختګ پر وړاندې خنډ ونه ګڼل شي.

د نوموړې بریا په ټولنیزو رسنیو او عربي رسنیو کې پراخ مثبت غبرګونونه راپارولي او ډېرو کسانو دا د ژوند تر وروستیو کلونو پورې د زده‌کړې او هڅې الهام‌بښونکې بېلګه بللې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here