د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) په توقیف کې د مړ شوي افغان کډوال محمد نذیر پکتیاوال د مړینې سند ښيي چې نوموړی د شدید حساسیت او د تنفسي ستونزو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
پکتیاوال د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۴مه د ټکساس ایالت د ډالاس ښار په یوه روغتون کې مړ شو.
تر دې وړاندې امریکايي چارواکو د هغه مړینه یوه ناڅاپي پېښه بللې وه، خو د مړینې د سند له خپرېدو وروسته د پېښې د څرنګوالي په اړه نوې پوښتنې راپورته شوې دي.
د افغان ایواک سازمان او د امریکا د کانګرس دوو غړو له اړوندو ادارو غوښتي چې د جسد د معاینې بشپړ راپور خپور کړي، څو د مړینې د اصلي لامل او د پېښې د ټولو اړخونو په اړه روڼتیا رامنځته شي.
د افغان ایواک سازمان مشر ویلي، د پکتیاوال کورنۍ غواړي معلومه کړي چې کوم عامل د شدید حساسیت سبب شوی، دا ماده څنګه د هغه بدن ته داخله شوې او ولې د مړینې په سند کې د پېښې نېټه له هغه وخت سره سمون نه خوري چې نوموړی نیول شوی و.
تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو پوښتنو په اړه تازه رسمي وضاحت نه دی ورکړی، او د پکتیاوال د مړینې قضیه لا هم د څېړنې او عامه پام وړ موضوع بلل کېږي.

