یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 4

رحمت‌الله نبیل:د سیمې اوسنی کړکېچ د پاکستان د اټومي پروګرام د معمار د پټو اټومي معاملو دوام دی

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي، د سیمې د امنیت او منځګړیتوب اوسني بحثونه باید د تاریخ له هغو پټو اټومي شبکو جلا ونه ګڼل شي، چې کلونه وړاندې یې د سیمې ستراتیژیک توازن بدل کړی و.

نبیل په خپله ایکس‌پاڼه ليکلي، د پاکستان د اټومي پروګرام معمار عبدالقدیر خان د اټومي خپرونو شبکې افشا کېدو وښودله چې پټ تدارکات، د اټومي ټېکنالوژۍ لېږد او جیوپولیټیک ډبل ګیم څرنګه د سیمې امنیتي چاپېریال بدلولی شي.

هغه ټینګار کړی چې د عبدالقدیر خان شبکه نه یوازې د نړیوالو اندېښنو سبب شوې، بلکې د ایران د یورانیمو د غني‌کولو پروګرام سره یې هم اړیکې رابرسېره شوې.

د نړیوالو راپورونو له مخې، عبدالقدیر خان په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته د اټومي ټېکنالوژۍ د انتقال په تور تورن شوی و.

د نبیل په وینا، «ستراتیژیکه حافظه مهمه ده» او د سیمې اوسني امنیتي بحرانونه د تېرو پټو معاملو او استخباراتي لوبو دوام بلل کېږي.

تسنیم خبري اژانس:تهران او واشنګټن لا هم د کنګل شوې شتمنۍ او هرمز تنګي پر سر اختلاف لري

تسنيم خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو تبادله د پاکستاني منځګړي له لارې دوام لري.

د راپور له مخې، که څه هم په ځینو برخو کې پرمختګ شوی؛ خو د بندو شتمنیو د ازادولو او د هرمز تنګي د مدیریت په څېر موضوعاتو کې اختلافونه لا هم پر ځای دي.

د راپور پر بنسټ، تهران غواړي چې د لومړي پړاو په ترڅ کې د کنګل شویو شتمنیو یوه د پام وړ برخه ازاده شي او د پاتې شتمنیو د ازادېدو بهیر روښانه او شفاف وي.

تسنيم زیاته کړې، که اختلافونه کم شي، ښايي لومړی یو ابتدایي تفاهم اعلان او وروسته د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره ۳۰ یا ۶۰ ورځنۍ موده وټاکل شي؛ خو د لومړنیو ژمنو پر حدودو لا هم اختلاف شته.

د راپور له مخې، تهران ټینګار کړی چې د جګړې د پای موضوع باید له اټومي دوسیې جلا وساتل شي او تر هغه چې جګړه د ایران د غوښتنو له مخې ونه درېږي، د اټومي پروګرام پر جزییاتو به خبرې ونه کړي.

تسنیم د واشنګټن او تهران ترمنځ د تاوان اخیستو او د ایران شاوخوا د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر سر اختلافونو ته په اشارې ویلي، که خبرې بې‌پایلې شي، د ایران وسله‌وال ځواکونه د نورو سناریوګانو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د هلمند؛ کرکټ لوبغالي د نړولو چارې پیل شوې

د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله په امر په هلمند ولایت کې د کرکټ لوبغالي د نړولو چارې رسماً پیل شوې.

د ملا هبت الله په آمر د هلمند لوبغالي پر ځمکه عیدګاه جوړیږي، په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې پخوانۍ عیدګاه شته خو بیا هم د بلې د حوړولو لپاره کرکټ لوبغالی نړول کیږي.

د هلمند اوسېدونکي هم نیوکه کوي او وایي، د عیدګاه جوړولو لپاره نور مناسب ځایونه شته او حتی پخوانۍ عیدګاه ته هم پراخوالی ورکول کېدی شي، نو ولې جوړ او تیار لوبغالی ونړول شي.

خو د طالبانو حکومت ویلي، په هلمند کې به د کرکټ لپاره بل لوبغالی جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورني کرکټ ډېری سترې سیالۍ او ټورنمټونه د هلمند لوبغالي په کوربتوب ترسره کېدل او د وروستي ځل لپاره په کې تېره اپرېل میاشت د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شوې.

د سپین بولدک لار؛د ګنډيمارانو پر مخ د لنډ مهال لپاره پرانیستل شوې

د کندهار له سپین بولدکه سرچینې وایي، پاکستاني پولیسو د لوی اختر د رانږدې کېدو په مناسبت د سپین بولدک- چمن لار د هغو کسانو پر مخ چې دواړو خواوو ته توکي او ګنډې وړي راوړي او د لغړیانو یا ګنډيمارانو په نوم یادیږي، خلاصه کړې.

په خواله رسنیو خپرو شویو وېډیو ګانو کې هم لیدل کیږي چې د لارې له خلاصېدو سره زرګونه خلکو هجوم ور وړی او پراخه ګڼه ګوڼه پرې لیدل کیږي.

د سپین بولدک لار دا مهال یوازې له یوه طرفه خلاصه ده او له پاکستانه ایستل کېدونکې کډوال پرې افغانستان ته راځي.

خو تراوسه د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري د لارې د خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې؛د ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې خبر ورکړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د تالندې او برېښنا، ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸ تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د یادې ادارې د ویاند محمد یوسف حماد په وینا، ۱۷۶ کورونه په بشپړ ډول او ۵۳۴ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي.

په ټوله کې، د روان لمریز کال د وري میاشت له شپږمې نېټې راهیسې تراوسه په هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۲۸۵ تنه مړه شوي او ۳۵۴ تنه ټپیان شوي او ۱۸۸۴ کورونه په بشپړ او ۷۸۰۰ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي.

روانه اوونۍ هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د توپانونو، تالندې او برېښنا، درنو بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

د طالبانو حکومت؛د ۶ روغتونونو د جوړولو په ګډون ۱۵ رغنیزې پروژې منظور کړې

د طالبانو حکومت د تدارکاتو کمېسیون د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې په پای کې د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې د یو لړ تعدیلاتو پر راوړلو پرېکړه وشوه.

په منظور شویو پروژو کې د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ۱۴ کیلو مټره سړک جوړول او د کابل – لوګر سړک د یوې برخې جوړول او دغه راز په شپږو ولایتونو کې د عمومي روغتونونو او برېښنا رسونو شبکو جوړول بشپړول شامل دي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، ټولې منظور شوې پروژې د «اسلامي امارت» له خوا تمویلیږي.

له مشهور مزاحیه هنرمند؛سټیفن کولبرټ سره د ډونالډ ټرمپ سیاسي شوخي

ډونالډ ټرمپ په مصنوعي ځیرکتیا د سي بي سي ټلوېزیون په مشهور مزاحیه ویاند سټیفن کولبرټ وېډیو جوړه کړې او په خپله اېکس پاڼه یې خپره کړې.

کولبرټ تېره شپه په سي بي سي ټلوېزیون د “ The Late Show” وروستۍ ژوندۍ خپرونه وړاندې کړه او له ۳۳ کالو وروسته یاده خپرونه وتړل شوه.

د دغې خپرونې له تړل کېدو وروسته ټرمپ په سټیفن کولبرټ داسې طنزي وېډیو جوړه او خپره کړې چې د خپرونې په پای کې ښاغلی کولبرټ له څټ راونیسي او په خځل دانۍ کې یې واچوي. د ټرمپ دا کار له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی او ډېری څارونکو یې همدا وېډیو برعکس جوړه کړې ده.

د امریکا مشهور مزاحیه هنرمند او د شپنۍ خپرونې کوربه سټیفن کولبرټ له ۱۱ کلونو وروسته له خپلې خپرونې “The Late Show” سره مخه ښه وکړه، د نوموړي خپرونه په امریکا کې د سیاسي طنز له تر ټولو مشهورو خپرونو ګڼل کېده.

راپورونه وایي، سي بي سي د خپرونې د بندېدو لامل اقتصادي ستونزې بللې دي، خو ځینې خلک باور لري چې د ډونالډ ټرمپ پر ضد د کولبرټ سخت طنز هم د دې پرېکړې یو لامل کېدی شي.

ټرمپ؛ د امریکا او ایران ترمنځ د سیاسي اړ و دوړ له امله د خپل زوی واده کې ګډون نه کوي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د خپل زوی ډونالډ ټرمپ جونیېر د واده مراسمو کې ګډون ونه کړي، ځکه اوسنی وخت «حساس» دی او خپله باید په واشنګټن کې پاتې شي.

راپورونه وایي چې د ډونالډ ټرمپ جونیېر واده به له بېټېنا انډرسن سره د باماس په یوه شخصي او کوچنۍ ټاپو کې ترسره شي.

ټرمپ ویلي، زوی یې غواړي چې دی ګډون وکړي، خو د ایران اړوند روان وضعیت او حکومتي مسؤلیتونه د ده لپاره مهم دي.

هغه همدارنګه ویلي چې خلک به یې یو کې هم پرېنږدي، که واده ته ولاړ شي، هم ورباندې به نیوکې وکړي او که ولاړ نه شي، بیا به هم تر نیوکو وي.

همدارنګه ویل کیږي چې د ټرمپ د زوی د واده مراسم د نړۍ اوسني سیاسي وضعیت له امله محدود او شخصي ترسره کیږي او د لویو مراسمو پلان هم بدل شوی دی.

د افغانستان کریکټ بورډ؛د روانې میاشتې وروستیو پنځو ورځو کې د هند خلاف افغان لوبډله اعلانوي

د افغانستان کریکټ بورډ د غوراوي کمېټه به د مې میاشتې په وروستیو ورځو کې د هند پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړي.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې په کور دننه له تمریناتي کمپ څخه هم یو شمېر وړ لوبغاړي په لوبډله کې شاملیږي.

افغانستان او هند به خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې نېټې پورې د هند په کوربتوب ترسره کړي.

د پاکستان؛ لومړی وزیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چین ته روان شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف په څلور ورځني سفر لپاره چین ته ولاړ.

نوموړی له خپل پلاوي سره لومړی د هانګژو ښار ته روان شوی او وروسته به بېجینګ ته ځي.

ټاکل شوې شهباز شریف د چین له ولسمشر شي جی‌نپېنګ او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري. همداراز به د سي پیک دویم پړاو اړوند سوداګریزو غونډو او د همکاریو د هوکړه لیکونو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړ، لومړی وزیر به د علي بابا ګروپ سوداګریز شرکت له مرکزي دفتر هم لیدنه وکړي او د چین له مشهورو شرکتونو سره به د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت ویلي، د شهباز شریف دا سفر به د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.