حماس اعلان کړی چې د غزې تړانګې د ادارې په اړه یې نوی دریځ خپل کړی او چمتو دی چې د سیمې ملکي اداره د فلسطیني متخصصانو یوې خپلواکې ډلې ته وسپاري.
د رویټرز د راپور له مخې، حماس ویلي دا اقدام د غزې د راتلونکي سیاسي او اداري جوړښت لپاره د روانو طرحو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
دغه غورځنګ ټینګار کړی چې د واک د لېږد تر څنګ به د هغو سیمو امنیت ته هم دوام ورکړي چې د اوربند له هوکړې وروسته یې تر نفوذ لاندې پاتې دي.
حماس زیاته کړې چې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند له موافقې وروسته، د امنیتي وضعیت د ساتنې لپاره به خپل فعالیتونه جاري وساتي.
تر اوسه د فلسطیني ادارې، اسراییل او امریکايي چارواکو د حماس د دې اعلان په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

