چهارشنبه, جولای 8, 2026
Homeکورپاڼهاروپا کې د ګرمۍ څپه؛په فرانسه کې د ځنګلونو د اور پر...

اروپا کې د ګرمۍ څپه؛په فرانسه کې د ځنګلونو د اور پر مهال يو ۲۲ کلن اوروژونکی وژل شوی

په داسې حال کې چې اروپا د سختې ګرمۍ او د اورلګېدنو له زیات خطر سره مخ ده، په فرانسه کې د ځنګلونو د پراخو اورونو د مهارولو پر مهال یو ۲۲ کلن رضاکار او وژونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، لوران نونیز، د دغه اوروژونکي مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې نوموړي د ساووا په سیمه کې د دندې د ترسره کولو پر مهال ژوند بایللی دی.

د راپورونو له مخې، د ساووا په سیمه کې اور شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځنګلي سیمه سوځولې ده.

بل پلو، د فرانسې په سویلي پیرینې-اورینتال سیمه کې یو بل لوی اور له ۱۲ زره جریبو څخه زیاته ځنګلي او طبیعي سیمه زیانمنه کړې ده.

د همدې اور له امله د ټور ډي فرانس د بایسکل ځغلونې سیالیو تنظیموونکو د درېیم پړاو پر مهال د مینه‌والو حضور هم محدود کړی و.

شاوخوا ۷۰۰ اوروژونکي د هسپانیا پولې ته نږدې د دغه لوی اور په کنټرول بوخت دي.

چارواکي وایي، اور د تېرې شپې په اوږدو کې نور نه دی پراخ شوی او له نږدې ۲۴ کلیو څخه ایستل شوي څه باندې ۱۰ زره اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، خو اور لا هم په بشپړ ډول نه دی مهار شوی.

په همدې حال کې، اروپایي ټولنې د ځنګلي اورونو د زیات خطر له امله نږدې ۸۰۰ اوروژونکي د ۱۴ هېوادونو څخه فرانسې، یونان، ایټالیا، هسپانیې، پرتګال او قبرس ته استولي، څو د احتمالي اورلګېدنو پر وړاندې د چټک غبرګون چمتووالی پیاوړی کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here