دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 492

نتنیاهو:له ایران سره جګړې دا فرصت برابر کړی، چې له حماس مو یرغمل شوي ازاد شي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، له ایران سره ۱۲ ورځنۍ جګړې اسراییل ته فرصتونه برابر کړي، چې تر ټولو مهم یې د هغو یرغمل شویو کسانو بېرته ستنیدل دي، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطیني وسله‌والو له خوا په غزه کې نیول شوي وو.

رویټرز راپور ورکړی، چې د نتانیاهو دا څرګندونې او همداراز د هغه د فساد محکمې د یوې ناستې ځنډول د دې اټکلونو لامل شوي، چې کېدای شي د غزې جګړې د پای ته رسېدو او د نورو یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې پرمختګ شوی وي.

د اورشلیم سیمه‌ییزې محکمې د نتانیاهو د محکمې ځنډولو غوښتنه د امنیتي او دیپلوماتیکو دلیلونو له مخې منلې ده.

بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا محاکمه ممکن د نتانیاهو د خبرو اترو وړتیا اغېزمنه کړي.

ایران:پر اوین زندان د اسرائیلو د هوايي برید له امله ۷۱ کسان وژل شوي

د ایران د قضايي قوې ویاند، اصغر جهانگیر، تایید کړې چې د جون په ۲۳مه نېټه د اوین په زندان باندې شوی برید چې ویل کېږي د اسراییلي ځواکونو له خوا ترسره شوی، د ۷۱ کسانو د وژل کېدو سبب شوی دی.

نوموړي ویلي، وژل شوي کسان یوازې بنديان نه وو، بلکې پکې د زندان اداري کارکوونکي، د بنديانو د لیدو لپاره راغلي کورنۍ، ځوان سرتېري او د زندان شاوخوا اوسېدونکي ملکي وګړي هم شامل دي.

جهانگیر دا پېښه “یوه ستره تراژیدي” بللې او زیاته کړې چې د زندان اداري ودانۍ یوه برخه سخت زیانمنه شوې ده.

تر دې دمه اسراییلي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

هند؛د یو خیریه بنسټ له لارې کابل کې ۷۵ معلولو کسانو ته مصنوعي پښې لګولي

هند په کابل کې ۷۵ معلول افغانانو ته مصنوعي پښې لګولې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال په ایکس لیکلي، چې دا مرسته د یوې هندي خیریه موسسې “جایپور فوت” له‌خوا د پنځه ورځني کمپ په ترڅ کې ترسره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا اقدام د هند له لوري له افغان ولس سره د بشري مرستو یوه برخه ده.

رافایل ګروسي:ایران کولی شي په څو میاشتو یا لږ وخت کې بېرته د یورانیمو غني کول پیل کړي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، که څه هم د امریکا او اسراییلو بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته زیان رسولی؛ خو تهران کولی شي په څو میاشتو یا لږ وخت کې بېرته د یورانیمو غني کول پیل کړي.

هغه ویلي، معلومه نه ده چې د ایران د ۴۰۸.۶ کیلو ګرامه یورانیمو ټولې ذخیرې چیرې دي؛ خو امکان لري چې یوه برخه یې انتقال یا له منځه تللې وي.

د هغه دا څرګندونې د ایران د اټومي پروګرام د شفافیت په اړه د نوې اندېښنې سبب شوې دي.

اوکراین؛پر اودیسا برید کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اوکرایني چارواکي وایي، د روسیې د یو ډرون برید له امله په اودسا ښار کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

راپورونه ښيي چې برید یوه استوګنیزه ودانۍ ویشتلې ده.

د اودسا والي، اوله کیپر، ویلي چې په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي، چې د یوه روغتیايي حالت نازک بلل شوی.

ګلبدین حکمتیار:استبدادي چلندونه د نظامونو د سقوط سبب کېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی، چې استبدادي چلندونه او د بیان ازادي محدودول د نظامونو د پای لامل ګرځي.

نوموړي ویلي، د منبرونو بندول، د خلکو وېرول، د سانسور پراخوالی او د جاسوسۍ سیستم جوړول هغه کړنې دي چې د هر نظام عمر لنډوي او سقوط ته یې ورنږدې کوي.

حکمتیار په خپل تازه پیغام کې د بیان ازادۍ پر محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول فشارونه د مشروعیت پر ځای د ولس بې‌باوري زیږوي.

د شیخ هبت‌الله په امر؛حمدالله نعماني د مخابراتو او نجیب الله حقاني د کور او ښار جوړونې وزیر وټاکل شو

د طالبانو حکومت د کابینې په کچه د وزیرانو ترمنځ نوي بدلونونه اعلان کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده په حکم مولوي حمدالله نعماني، چې وړاندې د ښار جوړونې وزیر و، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ټاکل شوی دی.

همداراز، د یاد وزارت پخوانی وزیر مولوي نجیب الله حقاني بیا د ښار جوړونې د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

یونیسیار:ایران له مارچ میاشتې راهیسې ۶۴۰ زره افغان کډوال را اېستلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویلي، ایران د روان کال د مارچ له شلمې راهیسې له خپل هېواده ۶۴۰ زره افغان کډوال ایستلي، چې له ډلې یې ۳۶۶ زره جبري شړل شوي دي.

یوازې د جون په ۲۶مه، چې د ایران او اسراییل تر جګړې وروسته ده، له ۳۶ زرو زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دا به د افغانستان نازک وضعیت نور هم خراب کړي، په ځانګړي ډول د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله.

همداراز ویل شوي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو به د جولای په پیل کې پيل شي، چې ښځې او ماشومان پکې له سخت نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

ایران:ښايي یوه برخه غني شوي یورانیم له هېواده بهر ولېږدوو

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ویلي، که له امریکا سره د اټومي هوکړې امکان رامنځته شي، ایران به په ځانګړو شرایطو کې ۲۰ او ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم بل هېواد ته ولېږدوي.

نوموړي زیاته کړې، ایران غواړي خپل اټومي ظرفیت وساتي او د انرژۍ په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې ایران د خپلو توغندیو په اړه مذاکرات نه مني.

امریکا بیا د ایران د اټومي پروګرام پراخېدو ته اندېښنه لري.

لکي مروت؛نامعلومو کسانو د امن کمېټې درې غړي وژلي

خراسان ډایري راپور ورکړی چې د خېبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ شاه بخیلو سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې د امن کمېټې درې غړي وژل شوي دي.

وژل شوي کسان سلیم خان، صلاح‌الدین او دستګیر نومېدل.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.