د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره په دوحه کې لیدلي دي.
محمد صادق پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په تړاو د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره په دوحه کې لیدلي دي.
محمد صادق پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په تړاو د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
د ایران د زنجان ولایت د صنعت، کان او سوداګرۍ رئیس امیرعلي مسیبي اعلان کړی چې په دې ولایت کې د افغان وګړو کار کول، که د کار اجازې ولري یا نه، ممنوع دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ «ایسنا» خبري آژانس ته وویل چې دا پرېکړه د ایران د قوانینو پر بنسټ شوې، ترڅو له غیرقانوني کډوالو د کار کولو مخه ونیول شي.
هغه وویل بهرني اتباع یوازې هغه وخت په ایران کې کار کولای شي چې د کار اجازه ولري او دا اجازه باید د قانون سره سم واخيستل شي.
هغه خبرداری ورکړی چې هغه کار فرمایان چې بهرني کارکوونکي د اجازې پرته وګماري، له ۹۱ تر ۱۸۰ ورځو پورې د بند او درنو جریمو سره مخ کېږي.
د فرانسې یوې محکمې اووه افغانان او دوه عراقي کردان د کډوالو قاچاق او د ۲۰۲۲م کال د یوې کښتۍ د غرقېدو پېښې په تړاو له ۷ تر ۸ کلونو بند باندې محکوم کړل.
دا پېښه د مانش کانال په اوبو کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کوچنۍ کښتۍ له فرانسې نه بریتانیا ته روانه وه.
په پېښه کې څلور کسان مړه، څلور نادرکه او ۳۹ ژغورل شوي وو.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یې د بشري مرستو له احتیاطي بودیجې ۱۰ میلیونه ناروېجني کرونه (شاوخوا ۹۹ زره امریکايي ډالر) ځانګړي کړي دي.
دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د افغان کډوالو راستنېدنه زیاته شوې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، یوازې د جون په میاشت کې له ۲۳۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه ایستل شوي چې ډېری یې په زور ایستل شوي دي.
ایران د غیرقانوني افغانانو د ایستلو لپاره د جولای ۶مه وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
اسرائیل له اجباري تخلیې وروسته په غزه کې لږ تر لږه ۵۰ هوايي بریدونه کړي، چې د سختو بریدونو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د الجزیرې په وینا، له یکشنبې راهیسې نږدې ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې پکې د خوړو اخیستونکي هم شامل دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د یو ۶۰ ورځنۍ اوربند په بدل کې د اسرائیلي یرغملو د خوشې کولو لپاره پر نوې هوکړې کار کوي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د بریدونو له پیل راهیسې ۵۶ زره ۵۰۰ تنه وژل شوي او له ۱۳۳ زره ډېر نور ټپیان دي.
د یونیسف د افغانستان مشر تاجالدین اوېوالې ویلي، چې د روان کال د جون میاشتې په اوږدو کې له ایران څخه د اسلام قلعه له لارې تر ۱۶۰ زرو زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه ویلي، په وروستیو ورځو کې د ورځنیو راستنېدونکو شمېر شاوخوا ۲۰ زرو ته رسېدلی دی.
د اوېوالې په وینا، د راستانه شویو کسانو څلورمه برخه ماشومان دي، چې له هغوی څخه له ۵ زرو زیات یې بېسرپرسته دي.
د ایران مذهبي سلاکار، علي لاریجاني، ادعا کړې چې اسراییلو غوښتل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال علي خامنهاي هدف وګرځوي.
لاریجاني ویلي، اسراییل د ملي امنیت د عالي شورا پر غونډه برید وکړ تر څو لوړپوړي چارواکي ووژني او وروسته د رهبرۍ پر ضد اقدام وکړي؛ خو ناکام شول.
د جګړې له پیل وروسته تر اوسه، علي خامنهاي عام محضر ته نهدی راڅرګند شوی.
بل لورته بیا ټرمپ هم ویلي وو، چې اسرائیل غوښتل هغه ووژني؛ خو ده یې د وژلو اجازه نه وه ورکړې.
نوموړي ویلي وو، پوهېږي چې خامنهاي چېرته پټ دی؛ خو اوس یې د وژلو کوم نیت نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سردشت پر ښار د کیمیاوي برید کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې ایران د کیمیاوي وسلو د منع سازمان له اجراییوي شورا څخه د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې، تر څو د ایران پر بنسټیزو تأسیساتو، په ځانګړي ډول کیمیاوي صنعتي مرکزونو، شوي بریدونه وڅېړي او وغندي.
په اعلامیه کې ویل شوي، ایران د معاصر تاریخ تر ټولو ستر کیمیاوي قرباني، وژونکو د ډلهییزو وسلو پر ضد جدي ملاتړی او د وسلو څخه پاکې منځني ختیځ مفکورې بنسټګر دی او تل د دغو وسلو پر ضد مبارزه کې مخکښ پاتې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د ایران پر یو شمېر اتومي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې ایران یې له نړیوال قانون سرغړونه بولي.
د امریکا د آیداهو ایالت په کوتنای سیمه کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې د اور وژنې ځواکونه د یو اور د مهار لپاره سیمې ته رسېدلي وو.
ایبيسي نیوز د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزیرې ویلي، چې د یادې پېښې په اړه به پلټنې وکړي.
د پاکستان رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د وروستیو شدیدو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.
تر ټولو زیات تلفات په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوي او یوازې بیا په سوات کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه سیلابونو وړي وو، چې دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه هم راوپارول.
د یادونې ده، چې له سختۍ ګرمۍ وروسته د پاکستان په یو شمېر ایالتون کې اورښتونو شوي وو، چې له امله یې سخت سیلابونه راوتلي وو.