سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 49

د عراق په اوبو کې مرموزه پېښه؛بریتانیا پر کښتۍ د نامعلوم توغندي د لګېدو ادعا کړې

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، د عراق د سوېل په اوبو کې پر یوې بار وړونکې بېړۍ د نامعلوم توغندي له لګېدو وروسته زوروره چاودنه شوې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، پېښه د عراق د ام‌القصر بندر سوېل ختیځ ته شاوخوا چې ۴۰ سمندري میله لرې رامنځته شوې.

ویل کېږي چې، یاده بېړۍ د فارس خلیج له لارې د تګ په حال کې وه.

دغې ادارې ویلي چې چاودنه د بېړۍ د ښي اړخ له لګېدو وروسته شوې او اوس مهال د چاپېریالي زیان کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

بلخوا، یوه عراقي سرچینه او د عراق د بندرونو د عمومي شرکت یوه چارواکي ویلي چې چاودنه د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې او د توغندي د لګېدو ادعا نه تاییدوي.

د بریتانیا سمندري ادارې ویلي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او اړوند چارواکي د علت د معلومولو هڅه کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ خونې مشر: د افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزه معاف شي

د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ خونې مشر رستم حبیبولین وړاندیز کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ دې د ویزې راکړه ورکړه لغوه او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره دې له ویزې پرته د سفر زمینه برابره شي.

نوموړي ویلي، دا اقدام کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

حبیبولین دغه څرګندونې د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم له جوړېدو وړاندې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د مسکو او کابل اړیکې په چټکۍ سره پراخېږي او د خلکو د تګ راتګ اسانتیا به د همکاریو د پراختیا لپاره بل مهم ګام وي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د روسیې او افغانستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې پاتې شوي او په پرله‌ پسې ډول پراخیږي.

تازه هم دواړو هېوادونو په پوځي او تخنیکي برخه کې مهم تړونونه لاسلیک کړې دي.

اسراییلو؛د پنځم پرلپسې کال لپاره د پوځي صادراتو نوی ریکارډ ثبت کړ

د اسراییلو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوځي صادراتو کچې په ۲۰۲۵ کال کې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره نوی ریکارډ ثبت کړی او ۱۹.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د وزارت په وینا، د دفاعي تجهیزاتو او پوځي ټکنالوژۍ لپاره نړیواله غوښتنه لوړه شوې، چې له امله یې د اسراییلو د وسلو او امنیتي سیستمونو صادرات په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

چارواکي وایي، دا ریکارډي صادرات د اسراییلو دفاعي صنعت ته نړیوال بازارونه پراخوي او د هېواد اقتصادي عواید هم زیاتوي.

د افغانانو د شړلو لپاره؛د طالبانو له حکومت سره د اروپایي ټولنې تخنیکي بحثونه له نیوکو سره مخ شوي

د جرمني آر آېن ډي رسنۍ په یوه راپور کې لیکلي چې اروپایي ټولنه د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو چمتووالی نیسي چې په اروپا کې پرې جرمونه ثابت شوي یا د امنیتي ګواښ په توګه ورته کتل کېږي.

د راپور له مخې، اروپایي کمېسیون چمتو دی چې د طالبانو حکومت له استازو سره په بروکسل کې تخنیکي خبرې وکړي او ښايي د جون په نیمایي کې یې یو پلاوی هم بروکسل ته سفر وکړي.

اروپایي چارواکي وایي، د دې خبرو موخه د هغو افغانانو د بېرته ستنولو د چارو همغږي کول دي چې اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري او یا امنیتي خطر بلل کېږي.

د آر اېن ډي جرمني رسنۍ راپور زیاتوي، د طالبانو حکومت غواړي د شړل شویو افغانانو د منلو په بدل کې په اروپا کې د خپلو ډیپلوماتیکو استازو فعالیت ومني.

دغه اقدام د بشري حقونو د فعالانو او ځینو اروپایي سیاستوالو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. دوی خبرداری ورکوي چې دا ډول خبرې به د طالبانو حکومت ته لا زیات مشروعیت ورکړي.

هانا نیومن د جرمني سیاستواله او د اروپایي پارلمان غړې وایي، د طالبانو حکومت استازو ته بلنه ورکول کومه تخنیکي چاره نه ده؛ بلکې هره لیدنه، هر انځور او هره ویزه د هغوی لپاره د مشروعیت پر لور یو ګام او سیاسي بریا ده.

نیومن زیاتوي: «دا یو ریاکارانه او بې ‌رحمانه کار دی چې د طالبانو استازو ته د بروکسل ویزې ورکړل شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو مخالفین په ناامنۍ او بې‌ برخلیکۍ کې ژوند ته اړ شوي، ځکه د هغوی لپاره د ویزو ټول پروګرامونه تړل شوي دي.»

خو اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې د طالبانو له حکومت سره احتمالي خبرې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده، بلکې یوازې د شړلو او بېرته ستنولو د چارو په اړه تخنیکي بحثونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شل اروپایي هېوادونه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر د همغږۍ غوښتونکي دي، خو د بشري حقونو سازمانونه افغانستان لا هم د ستنېدو لپاره ناامن هېواد ګڼي.

ايران:د هرمز تنګي ملي کول د تهران مهمه موخه ده

د ایران د پارلمان د رئیسه پلاوي ویاند عباس ګودرزي ویلي، لکه څنګه چې په تېرو وختونو کې د ایران د نفتو ملي کول یوه تاریخي پرېکړه وه، اوس د هرمز تنګي د ملي کولو موضوع هم د هېواد لپاره مهمه مسئله ده.

هغه ویلي چې هرمز تنګی د سیمې او نړۍ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو ژور اغېز لري او ارزښت یې یوازې په اقتصادي عوایدو نه محدودېږي.

ګودرزي زیاته کړې چې د دوستو هېوادونو او بې‌طرفه لوریو بېړۍ کولی شي د ټاکل شویو اصولو له مخې له تنګي څخه تګ راتګ وکړي، خو که کوم هېواد د ایران پر ضد د دښمنانه فعالیتونو لپاره پوځي تجهیزات لېږدوي، ایران به په کلکه ورسره مقابله وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې هرمز تنګی د ایران د ملي ګټو او امنیت یوه مهمه برخه ده او تهران به د خپلو امنیتي ملاحظاتو پر بنسټ چلند وکړي.

د کی‌ير سټارمر پر حکومت؛د نیوکو له افشا کېدو وروسته برېټانوی وزیر رسنيو ته سپيناوی ورکوي

ټاکل شوې ده چې یو برېتانوی وزیر پيټر منډلسن له هغو شخصي پیغامونو وروسته رسنیو ته څرګندونې وکړي چې د کی‌یر سټارمر د حکومت پر کړنو یې نیوکې کړې وې.

د دغو پیغامونو له افشا کېدو وروسته په برېتانیا کې سیاسي بحثونه تاوده شوي او د حکومت د دریځ او داخلي اختلافاتو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

تمه کېږي چې اړوند وزیر به د دې موضوع په اړه د حکومت دریځ روښانه کړي او د راپورونو په اړه به وضاحت وړاندې کړي.

د پخواني مشهور فوټبالر؛کیون کیګن د سرطان ناروغي خطرناک پړاو ته رسېدلې ده

د انګلستان پخواني مشهور فوټبال لوبغاړي او روزونکي کېون کېګن اعلان کړی چې د سرطان ناروغي یې څلورم پړاو ته تللې.

د سرطان څلورم پړاو تر ټولو پرمختللی او خطرناک حالت ګڼل کېږي چې په کې ناروغي د بدن ټولو برخو ته غځېدلې وي.

د نوموړي کورنۍ تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې کیګن د نس د دوامدارو ستونزو له امله روغتون ته تللی و او د معایناتو وروسته یې د سرطان تشخیص شوی دی.

کیګن ویلي چې د یوې ترافیکي پېښې وروسته د عملیاتو پر مهال د معایناتو له لارې دا ناروغي معلومه شوه، هغه زیاته کړې چې ډاکټرانو یې د درملنې د بریا کچه ۳۳ سلنه ښودلې، خو هغه لا هم د ژوند هیله لري او درملنه یې روانه ده.

د فوټبال نړۍ، کلبونو او مینه‌والو د هغه لپاره د ملاتړ او روغتیا هیلې څرګندې کړې دي او وایي چې کیګن د فوټبال په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.

انتونيو ګوترېش:لبنان به د کال له پای وروسته هم سوله ساتو ځواکونو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د روان کال تر پایه د لبنان د اوسني سوله ساتي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته به په دغه هېواد کې د سوله ساتو ځواکونو شتون ته لا هم اړتیا وي.

ګوترېش ټینګار کړی چې د لبنان د ثبات، امنیت او د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید د نړیوالې ټولنې ملاتړ دوام ومومي.

د هغه په وینا، د سوله ساتو ځواکونو شتون کولی شي د سیمې د امنیتي وضعیت په کنټرول او د شخړو د پراخېدو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

بل لورته راپورونه وایي چې د لبنان لپاره د نوي یا غځېدلي سوله ساتي مأموریت طرحه ښايي د متحده ایالات او اسراییل له مخالفت سره مخ شي، ځکه دواړه هېوادونه د دې ډول اقداماتو په اړه ځانګړې اندېښنې لري.

اوچا:د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو افغانانو ژوند ګواښي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو مرستو دوام له ګواښ سره مخ کړی دی.

د اوچا په وینا، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان لپاره د اړتیا وړ ۱.۷۱ میلیارد ډالرو څخه د مې میاشتې تر پایه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي، چې د ټولې اړتیا نږدې ۱۶ سلنه جوړوي.

اوچا خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ مالي مرسته برابره نه شي، میلیونونه افغانان به له حیاتي مرستو بې‌برخې پاتې شي او بشري اړتیاوې به لا پسې زیاتې شي.

افعانستان او پاکستان؛ راتلونکې اوونۍ د خبرو اترو لپاره کېني

حماسې مېډیا ته سرچینو ویلي چې د افغانستان او پاکستان پلاوي د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې په استانبول کې د جوړجاړي لپاره سره کېني.

سرچینو تایید کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ به غیر رسمي خبرې اترې د جون په اوومه، اتمه او نهمه په استانبول کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، دا غونډه په اصل کې له لوی اختر وړاندې پلان شوې وه، خو د پاکستان له لوري د ځینو تخنیکي او تنظيمي ستونزو له امله وځنډېده.

هم مهاله، حماسې مېډیا ته سرچینو ویلي، د تخنیکي او لوژیستیکي ستونزو له امله غیر رسمي خبرې اترې په کابل کې نه ترسره کیږي.

بل لور د طالبانو د حکومت او پاکستان پلاوي هم د وروستي ځل لپاره د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د چین شینجیانګ سیمې په اورومچي ښار کې مذاکرات کړي و چې په کې دواړه لوري کومې مطلوبې پایلې ته ونه رسېدل.