سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 48

د پښتو نامتو سندرغاړې؛شکیله ناز روغتیایي وضعیت وخیم بلل شوی

د پښتو ژبې کلاسیکې موسیقۍ نامتو سندرغاړې شکیله ناز ناروغه شوې او دا مهال په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د نوموړې مېړه فاروق فراق په خپله فېسبوک پاڼه د شکیله ناز د ناروغۍ خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د هغې د روغتیا لپاره ځانګړې دعاوې وکړي.

فاروق فراق لیکلي چې د شکیله ناز روغتیایي وضعیت له تېرو دوو ورځو راهیسې لا پسې په خرابېدو دی او له همدې امله په روغتون کې بستر ده.

نوموړي د پښتنو له بې‌ پامۍ هم ګیله کړې او ویلي یې دي چې شکیله ناز د ټول پښتون ولس هنرمنده ده او نږدې نیمه پېړۍ یې پښتنو ته سندرې ویلي، خو په دې سختو شېبو کې د هغې د درملنې او پالنې بار یوازې د ده پر اوږو دی.

فاروق فراق په پای کې ویلي چې د دې سختو ورځو پر مهال د پښتونخوا د حکومت، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو بې‌ پامي به یې هېره نه شي او تل به یې په یاد پاتې وي.

شکیله ناز د پښتو کلاسیکې موسیقۍ داسې سندرغاړې ده چې لا هم ځینې سندرې یې د پښتنو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ لوړه کچه؛د بودجې او خوراکي توکو کمښت مرستې له خنډ سره مخ کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، په افغانستان کې خوارځواکي نږدې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د خوراکي توکو د کمښت له امله ګڼې میندې او ماشومان له روغتیايي مرکزونو بې له مرستې تش لاس ستنېږي.

د دې ادارې په وینا، د اړتیا وړ بودجې یوازې اته سلنه ترلاسه شوې او د جګړو او د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت او د اکمالاتي لارو بندېدو په افغانستان کې بشري عملیات تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

د ادارې په وینا، که کافي مالي ملاتړ او د مرستو د لېږد اسانتیاوې برابرې نه شي، میلیونونه اړمن افغانان به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې له کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بشري بحران له امله میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

مارکو روبیو:یوازې د هرمز تنګي پرانیستل د بندیزونو د لغوه کېدو لپاره بسنه نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډې ته ویلي چې له ایران سره په خبرو اترو کې لومړنی شرط د هرمز تنګی پرانیستی ساتل دي.

روبیو ټینګار کړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې یوازې د هرمز تنګي د پرانیستې په بدل کې ایران ته د بندیزونو د کمولو یا لغوه کولو وړاندیز نه دی کړی.

هغه زیاته کړې چې د ایران پر وړاندې د هر ډول بندیزونو کمول یا لرې کول به د تهران له لوري د اټومي پروګرام اړوند شرطونو پوره کولو پورې تړلي وي.

زلمی خلیلزاد:د مرکزي او جنوبي اسیا نښلېدنه امنیت او سوکالي پیاوړې کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانسپورټ، مخابراتو او انرژۍ د نښلونکو پروژو پراختیا کولی شي دواړه سیمې بدلې او لا خوندي او سوکاله کړي.

خلیلزاد د ازبکستان په ترمذ ښار کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته د بریا هیله څرګنده کړې.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی هم نن د ازبکستان پر لور روان شو، څو د ترمذ په دویم نړیوال ډیالوګ کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ترمذ نړیوال ډیالوګ د جون په څلورمه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل او د دوو ورځو لپاره دوام وکړي.

د اڅکزي د خبرو په غبرګون کې؛حليم فدایي خپله پخوانۍ طرحه بیا مطرح کړه

د پکتیا پخواني والي او سیاستوال حلیم فدایي ویلي، هغه طرحه چې اوس یې د محمود خان اڅکزي له لوري یادونه کېږي، ده د حامد کرزي د حکومت پر مهال کلونه وړاندې د چارو ادارې ته سپارلې وه.

ښاغلي فدایي ویلي، په دغه وړاندیز کې د پښتونخوا د ولسونو لپاره په ولسي جرګه کې د ځانګړو څوکیو خالي ساتل، هغوی ته د افغان پېژندپاڼو (تذکرو) ورکول، بې‌وېزې تګ راتګ او د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د ازادو سوداګریزو سیمو (فري زونونو) جوړول شامل وو.

د نوموړي په وینا، که څه هم هغه مهال یې د طرحې په اړه کوم رسمي ځواب ترلاسه نه کړ؛ خو اوس د محمود خان اڅکزي له لوري د دغو موضوعاتو مطرح کول یو ملي دریځ ګڼي.

حلیم فدایي پر هغو کسانو هم نیوکه کړې چې د لوی افغانستان د مفکورې ملاتړ کوي؛ خو د کرښې هغې غاړې افغانان پاکستانیان بولي.

هغه ټینګار کړی چې لا هم پر خپلو یادو وړاندیزونو ولاړ دی؛ خو باور لري چې د دغسې طرحو عملي کېدل د یوه ملي، ولسواک، مشروع او قانونمند حکومت تر شتون پورې تړلي دي.

د فدایي په خبره، له ډلو او ټپلو سره سیاسي معاملې تل د افغانستان په زیان تمامې شوې دي.

د ټرمپ او نتنیاهو؛له توندې مکالمې وروسته لا هم پر لبنان د اسرائیلو بریدونه دوام لري

په منځني ختیځ کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او سره له دې چې امریکا د تاوتریخوالي د کمولو هڅې کوي، وضعیت لا پسې نازک او کړکېچن کیږي.

د راپورونو له مخې، د لبنان په سویلي برخو د اسرائیلو هوایي او ځمکني بریدونه دوام لري او له ځینو سیمو خلکو ته د وتلو امر شوی دی. په مقابل کې یې حزب‌ الله هم پر اسرائیلي اهدافو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له اسرائیلو او حزب‌ الله دواړو سره یې خبرې کړي او هڅه کوي د جګړې د کمولو لپاره یوه هوکړه عملي کړي.

د هغه په وینا ځینو لورو د بریدونو د درولو ژمنه هم کړې، خو په میدان کې لا هم نښتې روانې دي.

اسرائیلي چارواکي بیا خبرداری ورکړی چې که حزب‌ الله بریدونه ونه دروي، نو د لبنان پر پلازمېنه بیروت به هم عملیات پراخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لبنان د جګړې په اړه د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره توندې ټلیفوني خبرې کړي او نوموړی یې پر لبنان له نورو بریدونو منع کړی.

حامد کرزی، کايا کالاس ته:د پاکستان اوسنۍ امنیتي ستونزې د همدې هېواد د خپلو تګلارو پایله ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، افغانستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې له یوې پېړۍ راهیسې یې له اروپایي هېوادونو او بنسټونو سره دوستانه او مثبتې اړیکې لرلې دي.

کرزي د اروپایي هېوادونو او بنسټونو د بشري مرستو او د افغانستان د خلکو د ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان اوسنۍ امنیتي ستونزې د هغو تګلارو پایله ده چې د ده په وینا، په تېرو څلورو لسیزو کې یې د افراطیت د ملاتړ او د بهرني سیاست د وسیلې په توګه کارولي دي.

ښاغلي کرزي ويلي:«اړینه بولم یادونه وکړم چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د هغو تګلارو پایله ده چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د افراطیت د ملاتړ او د افغانستان پر ضد د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د بهرني سیاست د وسیلې په توګه کارولې دي.»

هغه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي سیاست استازې کایا کالاس غوښتي چې د سیمې د روان بحران د ارزونې پر مهال د افغانستان تجربې او هغه زیانونه په پام کې ونیسي چې افغانانو د ترهګرۍ او جګړو له امله ګاللي دي.

کرزي همداراز هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او اروپا ترمنځ دوستانه اړیکې به لا پراخې او پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي سیاست استازې کایا کالاس له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې ويلي وه چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې د ځان د دفاع حق لري او دغه راز يې پاکستان د ترهګرۍ قرباني بللی وو.

د طالبانو حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت:اختر کې څلور میلیونه کورني او بهرني سیلانیان د هېواد بېلابېلو سیمو ته په سیاحت تللي

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وایي، د لوی اختر په رخصتیو کې شاوخوا څلور میلیونه کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د افغانستان بېلابېلو سیاحتي او تفریحي سیمو ته سفرونه کړي دي.

غفران زیاته کړې، د ګرځندویانو شمېر د پخوا په پرتله د پام وړ لوړ شوی چې د امنیت ټینګښت، د سیاحتي اسانتیاوو پراختیا او د نوو سیمو معرفي کېدل یې مهم لاملونه ګڼل کېږي.

نوموړي له سیلانیانو غوښتي چې د سفرونو پر مهال د چاپېریال ساتنې او د سیمه‌ییزو دودونو درناوی په پام کې ونیسي.

د جنرال عبدالرازق په اړه نوی کتاب: د امریکا د باور تر شا کیسه څه وه؟

د امریکا د پوځي او دفاعي چارو مشهورې رسنۍ مېلېټري ټکی کام د یوه نوي کتاب په حواله راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال په کندهار کې پر جنرال عبدالرازق د ځانګړو امنیتي او ستراتیژیکو دلایلو له مخې باور او تکیه کوله.

د «د امریکا خوښ جنګسالار: د کندهار د جنرال عبدالرازق ژوند او مرګ» په نوم کتاب کې راغلي چې عبدالرازق د طالبانو پر ضد د جګړې له مهمو او اغېزناکو څېرو وو او امریکایي چارواکو هغه په سویلي افغانستان په ځانګړې توګه کندهار کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم متحد باله.

د کتاب لیکوال انګلستاني جېکب هاګستروم ویلي، عبدالرازق د طالبانو د ګواښ او د هغوی د فعالیتونو په اړه ښه درک درلود او له همدې امله یې د امریکا او افغان حکومت په امنیتي تګلارو کې مهم ځای خپل کړی و.

خو په کتاب کې د هغه د فعالیتونو پر جنجالي اړخونو هم رڼا اچول شوې ده. د بشري حقونو ځینو سازمانونو او فعالانو عبدالرازق د بشري حقونو په سرغړونو، ربړونو او غیرقانوني کړنو تورن کړی و، هغه تورونه چې نوموړي به ردول.

جنرال عبدالرازق د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې په کندهار کې په یوه برید کې ووژل شو. د هغه په اړه لا هم بېلابېل نظرونه موجود دي؛ ځینې یې د طالبانو پر ضد د مبارزې اتل بولي، خو نور یې د یوې جنجالي امنیتي څېرې په توګه یادوي.

د کتاب لیکوال هڅه کړې چې د عبدالرازق د شخصیت او رول دواړه اړخونه وڅېړي او دا روښانه کړي چې ولې هغه د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکا لپاره دومره مهم شخصیت ګڼل کېده.

د افغانستان د پخواني حکومت لوړپوړي پوځي جنرال سمېع سادات هم دغې کتاب ته په اشاره په خپله اېکس پاڼه لیکلي، جنرال عبدالرازق یو ځانګړی افغان مشر و چې د طالبانو هغه خطر او ناوړه پایلې یې درک کړې وې چې موږ ته یې راوړلې.

د سادات په باور، د طالبانو پر وړاندې جنرال عبدالرازق د یوې فرښتې په څېر و چې د شیطاني ځواکونو پر ضد یې مبارزه کوله.

د افغانستان او پاکستان استازي؛ د جون په لومړۍ اوونۍ کې په استانبول کې سره ګوري

حماسه مېډیا ته سرچینو ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو دویم پړاو به ډېر زر په استانبول کې پیل شي.

سرچینو تایید کړې چې د دواړو هېوادونو استازي د غیر رسمي خبرو لپاره د روانې جون میاشتې په ۷مه، ۸مه او ۹مه نېټه په استانبول کې سره کېني.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، دغه غونډه په اصل کې د لوی اختر له را رسېدو مخکې پلان شوې وه، خو د پاکستان له لوري د ځینو تخنیکي او تنظیمي ستونزو له امله وځنډېده.

په تېر پړاو کې د افغانستان له لوري په اسلام‌آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل، د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي او د پوهنتون استاد عبیدالله بهیر ګډون کړی و. د پاکستان له لوري بیا اصف دراني، حامد میر او مشاهد حسین په دغو خبرو کې برخه اخیستې وه.