سه شنبه, جون 2, 2026
Homeکورپاڼهاسراییلو؛د پنځم پرلپسې کال لپاره د پوځي صادراتو نوی ریکارډ ثبت کړ

اسراییلو؛د پنځم پرلپسې کال لپاره د پوځي صادراتو نوی ریکارډ ثبت کړ

د اسراییلو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوځي صادراتو کچې په ۲۰۲۵ کال کې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره نوی ریکارډ ثبت کړی او ۱۹.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د وزارت په وینا، د دفاعي تجهیزاتو او پوځي ټکنالوژۍ لپاره نړیواله غوښتنه لوړه شوې، چې له امله یې د اسراییلو د وسلو او امنیتي سیستمونو صادرات په بې‌ساري ډول زیات شوي دي.

چارواکي وایي، دا ریکارډي صادرات د اسراییلو دفاعي صنعت ته نړیوال بازارونه پراخوي او د هېواد اقتصادي عواید هم زیاتوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here