د جرمني آر آېن ډي رسنۍ په یوه راپور کې لیکلي چې اروپایي ټولنه د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو چمتووالی نیسي چې په اروپا کې پرې جرمونه ثابت شوي یا د امنیتي ګواښ په توګه ورته کتل کېږي.
د راپور له مخې، اروپایي کمېسیون چمتو دی چې د طالبانو حکومت له استازو سره په بروکسل کې تخنیکي خبرې وکړي او ښايي د جون په نیمایي کې یې یو پلاوی هم بروکسل ته سفر وکړي.
اروپایي چارواکي وایي، د دې خبرو موخه د هغو افغانانو د بېرته ستنولو د چارو همغږي کول دي چې اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري او یا امنیتي خطر بلل کېږي.
د آر اېن ډي جرمني رسنۍ راپور زیاتوي، د طالبانو حکومت غواړي د شړل شویو افغانانو د منلو په بدل کې په اروپا کې د خپلو ډیپلوماتیکو استازو فعالیت ومني.
دغه اقدام د بشري حقونو د فعالانو او ځینو اروپایي سیاستوالو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. دوی خبرداری ورکوي چې دا ډول خبرې به د طالبانو حکومت ته لا زیات مشروعیت ورکړي.
هانا نیومن د جرمني سیاستواله او د اروپایي پارلمان غړې وایي، د طالبانو حکومت استازو ته بلنه ورکول کومه تخنیکي چاره نه ده؛ بلکې هره لیدنه، هر انځور او هره ویزه د هغوی لپاره د مشروعیت پر لور یو ګام او سیاسي بریا ده.
نیومن زیاتوي: «دا یو ریاکارانه او بې رحمانه کار دی چې د طالبانو استازو ته د بروکسل ویزې ورکړل شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو مخالفین په ناامنۍ او بې برخلیکۍ کې ژوند ته اړ شوي، ځکه د هغوی لپاره د ویزو ټول پروګرامونه تړل شوي دي.»
خو اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې د طالبانو له حکومت سره احتمالي خبرې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده، بلکې یوازې د شړلو او بېرته ستنولو د چارو په اړه تخنیکي بحثونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شل اروپایي هېوادونه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر د همغږۍ غوښتونکي دي، خو د بشري حقونو سازمانونه افغانستان لا هم د ستنېدو لپاره ناامن هېواد ګڼي.

