یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 482

امریکا:پر طالبانو هیڅ باور نه لرو

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د امریکا استازي ویلي، هېواد یې د طالبانو پر حسن نیت باور نه‌لري.

نوموړي ټینګار کړی چې ترهګرۍ ته د بیا ځای پر ځای کېدو اجازه نه‌ورکوي او طالبان باید له دیپلوماتیکو ګواښونو لاس واخلي.

هغه ویلي: «موږ نشو کولی له طالبانو سره تعامل وکړو، تر څو چې د افغانستان وضعیت ښه شوی نه وي. طالبانو ته باید د خپلو ناکامیو باوجود جایزه ور نه‌کړل شي.»

نوموړي زیاته کړې، امریکا نور د طالبانو چلند نه‌شي زغملی او هغوی باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

ملګرو ملتونو کې د سعودي استازی:د افغانستان د سخت اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه لرو

د سعودي عربستان استازي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې ریاض د افغانستان له ثبات څخه ملاتړ کوي او د دغه هېواد له سخت اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان باید د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو د قاچاق مرکز نه شي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

ننګرهار؛د ټي‌ټي‌پي یو غړی نازیانو کې د پاکستاني ځواکونو د هاوان برید کې وژل شوی

ځايي سرچینو خراسان ډایري ته ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یو غړی د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په خواجه خدر سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د هاوان برید په نتیجه کې وژل شوی.

سرچینو زیاته کړې، یاد وسله‌وال غوښتل له افغانستانه پاکستان ته واوړي؛ خو د پولې سره میشتو پاکستاني ځواکونو په نښه کړی.

ویل کېږي، چې دواړو لورو لومړی نښته کړې او وروسته یاد وسله وال وژل شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شرافت زمان:د شفري نسخو د له‌منځه وړلو لپاره ځانګړې کمیټه جوړوو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د درملو د غیر قانوني یا شفري نسخو د مخنیوي لپاره ځانګړې کمیټه جوړېږي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل پر فیسبوک لیکلي، دغه ګام د ولس د غوښتنو او سیسټم د اصلاح په هدف پورته شوی.

نوموړي زیاته کړې چې یاده کمیټه به د موضوع د څېړنې او عملي مخنیوي لپاره کار کوي.

زلمی خلیلزاد:د مرکزي اسیا پر کانونو د چین د برلاسي کېدو مخه باید ونېول شي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، چین هڅه کوي چې د مرکزي اسیا پر کاني زیرمو برلاسی شي، او دا یې “یرغلګره پالیسي” بللې.

نوموړي پر ایکس لیکلي:«موږ باید د چین د کاني برلاسۍ د پراخېدو پر وړاندې ودرېږو.»

خلیل‌زاد زیاته کړې، قزاقستان، اوزبېکستان، افغانستان او پاکستان د امریکا له پخواني حکومت سره د کانونو د تړونونو لپاره لیوالتیا لرله.

ګلبدین حکمتیار:د بدخشان د خاش ولسوالۍ پېښې عاملین باید شرعي جزا وویني

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار ویلي که د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د خونړۍ پېښې عاملین نیول شوي وي؛ نو باید د “شرعي احکامو” له مخې محاکمه او مجازات شي.

هغه په ایکس کې لیکلي، هغه کسان چې پر ملکي وګړو یې ډزې کړې یا یې د برید امر ورکړی، باید قصاص شي.

نوموړي مخکې هم پر بې‌ګناه مسلمانانو وسله‌وال بریدونه حرام بللي وو.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو حکومت لخوا د کوکنارو د کښت د له‌منځه وړو په لړ کې د خاش ولسوالۍ خلک له طالبانو سره ونښته، چې له امله یې لږ تر لږه ۸ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول.

سرچینې وایي، د طالبانو حکومت ۳۷ تنه نیولي او د فیض‌اباد ښار ته یې لیږدولي؛ خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

استیو ویتکاف:ډونالډ ټرمپ به منځنی ختیځ بدل کړي

0

د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ویلي، چې د حماس سره وروستي توافق ته هیله‌مند دی او ادعا یې کړې چې «ټرمپ به منځنی ختیځ بدل کړي.»

هغه دا څرګندونې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د واشنګټن سفر او د دوحې خبرو پر مهال د همپټن شرقي ښار کې له یهودي وګړو سره په لیدنه کې وکړې.

ویتکاف ویلي، د ایران سره داسې توافق ممکن دی چې دغه هېواد له یورانیم غني‌سازي منع کړي.

هغه زیاته کړې چې د حماس سره د روانو خبرو په ترڅ کې هڅه کېږي د وژل شویو یرغملو پاتې جسدونه هم د توافق برخه شي.

د اوسني چوکاټ له مخې، تمه کېږي چې حماس ۱۷ جسدونه او ۱۰ ژوندي یرغمل شوي اسرائیلیان خوشې کړي.

بي‌بي‌سي:حماس ۸۰ سلنه د غزې کنټرول له لاسه ورکړی

0

بي‌بي‌سي د حماس د یوه امنیتي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې دغه ډلې شاوخوا ۸۰ سلنه پر غزې خپل کنټرول له لاسه ورکړی، او اوس وسله‌والې طایفې د واک تشه ډکوي.

دغه چارواکي چې د سرهنګ دوهم په نوم یاد شوی، ویلي چې د حماس د رهبرۍ سیاسي، نظامي او امنیتي جوړښت د اسرائیلو د پرلپسې بریدونو له امله نړیدلی او شاوخوا ۹۵ سلنه مشران وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې:«اوسنی حالت د جګړې د دوام لپاره زمینه برابروي، ځکه چې اسرائیل لاس‌بر دی، نړۍ چوپه ده، عرب حکومتونه چوپ دي، او ټولنه د سقوط په حال کې ده.»

اسراییلي پوځ؛د یمن پر بندرونو او برېښنا کارخونې بریدونه کړي دي

0

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې سهار یې د یمن په درېیو بندرونو او یوې برېښنا کارخونې چې د حوثیانو تر ولکې لاندې دي، هوايي بریدونه کړي دي.

یاد پوځ ویلي، چې بریدونه پر الحدیده، راس عیسی، الصلیف بندرونو او د راس قنطب پر برېښنا تولیدوونکې کارخونه شوي دي.

دا د نږدې یوې میاشتې وروسته لومړی ځل دی چې اسراییل پر یمن هوايي برید ترسره کوي.

رویټرز د دې بریدونو هدف د حوثیانو د نظامي توان محدودول بللي؛ خو د تلفاتو په اړه لا جزیات نه دي ورکړل شوي.

ډونالډ ټرمپ:له نتنیاهو سره به د ایران او اسراییلو ترمنځ پر دایمي توافق خبرې وکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره به د ایران او اسراییلو ترمنځ د یوې دایمي موافقې پر امکان خبرې وکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې تېره شپه له نیوجرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې د امریکا وروستیو هوايي بریدونو د ایران حساس اټومي تاسیسات سخت زیانمن کړي دي.

امریکا د ایران او اسراییلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران په فردو، نطنز او اصفهان هوايي بریدونه وکړل، چې چارواکي یې د ایران د اټومي پروګرام د شاتګ سبب بولي.

ټاکل شوې چې ټرمپ او نتنیاهو نن په سپینه ماڼۍ کې سره وویني، چې دا به په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو مشرانو درېیمه لیدنه وي.