د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وایي، د لوی اختر په رخصتیو کې شاوخوا څلور میلیونه کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د افغانستان بېلابېلو سیاحتي او تفریحي سیمو ته سفرونه کړي دي.
غفران زیاته کړې، د ګرځندویانو شمېر د پخوا په پرتله د پام وړ لوړ شوی چې د امنیت ټینګښت، د سیاحتي اسانتیاوو پراختیا او د نوو سیمو معرفي کېدل یې مهم لاملونه ګڼل کېږي.
نوموړي له سیلانیانو غوښتي چې د سفرونو پر مهال د چاپېریال ساتنې او د سیمهییزو دودونو درناوی په پام کې ونیسي.

