د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، افغانستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې له یوې پېړۍ راهیسې یې له اروپایي هېوادونو او بنسټونو سره دوستانه او مثبتې اړیکې لرلې دي.
کرزي د اروپایي هېوادونو او بنسټونو د بشري مرستو او د افغانستان د خلکو د ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان اوسنۍ امنیتي ستونزې د هغو تګلارو پایله ده چې د ده په وینا، په تېرو څلورو لسیزو کې یې د افراطیت د ملاتړ او د بهرني سیاست د وسیلې په توګه کارولي دي.

ښاغلي کرزي ويلي:«اړینه بولم یادونه وکړم چې د پاکستان اوسنی وضعیت او امنیتي ستونزې د هغه هېواد د هغو تګلارو پایله ده چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د افراطیت د ملاتړ او د افغانستان پر ضد د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د بهرني سیاست د وسیلې په توګه کارولې دي.»
هغه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي سیاست استازې کایا کالاس غوښتي چې د سیمې د روان بحران د ارزونې پر مهال د افغانستان تجربې او هغه زیانونه په پام کې ونیسي چې افغانانو د ترهګرۍ او جګړو له امله ګاللي دي.

کرزي همداراز هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او اروپا ترمنځ دوستانه اړیکې به لا پراخې او پیاوړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي سیاست استازې کایا کالاس له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې ويلي وه چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې د ځان د دفاع حق لري او دغه راز يې پاکستان د ترهګرۍ قرباني بللی وو.

