سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 472

علي خامنه‌یي:امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، هېڅ هم کولای نشي

د ایران مذهبي مشر، آیت‌الله علي خامنه‌يي، د امریکا له لوري د اټومي تړون لپاره شوی وړاندیز په ښکاره توګه رد کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې نن د اسلامي انقلاب بنسټ‌ګر روح الله خمیني د ۳۶م تلین په مناسبت خپلې وینا کې وکړې.

خامنه‌يي وویل: «امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

د خامنه‌يي په وینا، د امریکا اساسي غوښتنه دا ده چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري؛.خو هغه ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو اټومي حقونو دفاع ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که چېرې تهران د واشنګټن وړاندیز رد کړي؛ نو له “جدي پایلو” سره به مخ شي.

شهباز شریف:د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو له لوري ونه کارول شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو لخوا د پاکستان پر ضد ونه‌کارول شي.

نوموړي دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د پېښور د سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، لوړپوړو امنیتي چارواکو او قبایلي مشرانو سره د ناستو پر مهال وکړې.

شهباز شریف د خېبر پښتونخوا د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې، د “خوارجو فتنې” او د هند تر ملاتړ لاندې “ترهګریزو ډلو” پر ضد د پاکستان پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې چې د پښتنو زړورتیا او استقامت د پاکستان د ملي تاریخ یوه ویاړلې برخه ده.

نوموړي ژمنه کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې به سوله “په هره بیه” وساتل شي، او د دغه ایالت له ځوانانو یې وغوښتل، چې د پاکستان په ثبات، یووالي کې ونډه واخلي.

احمد الشرع؛د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې موقت مشر احمد الشرع به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ترڅ کې نیویارک ته سفر وکړي، څو د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې په غونډه کې وینا وکړي.

د سوریایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا به له ۱۹۶۷ میلادي کال وروسته، لومړی ځل وي چې یو سوریایي مشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون او مستقیمه وینا کوي.

احمد شرع له دې مخکې، د روان کال مې میاشت کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي وو.

دا لیدنه د سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوالو تحولاتو له پلوه خورا مهمه بلل شوې وه.

د طالبانو حکومت د مشر اختریز پیغام؛له خلکو غوښتل شوي چې د شیخ هبت‌الله اطاعت وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ‌ هبتﷲ اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام خپور کړی، چې پکې یې افغان ولس او اسلامي امت ته د اختر مبارکي ویلې ده.

نوموړي ویلي چې دا اختر د امن، ثبات او د «اسلامي نظام» د حاکمیت له برکته د ارامتیا تر سیورې لاندې لمانځل کېږي.

هغه ویلي، قرباني یوازې حیوان حلالول نه دي، بلکې د اخلاص، تقوا او اطاعت یو پیاوړی درس دی

نوموړي د دولت چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ولس ته په اخلاص سره خدمت وکړي او ځانونه د هغوی خادمان وبولي.

پیغام کې همداراز، له شتمنو غوښتل شوي چې د بې‌وزلو، یتیمانو، معلولینو او مهاجرینو ملاتړ وکړي.

پیغام کې له ولس او طالبانو غوښتنه شوې چې د شیخ هبت الله اطاعت وکړي، یووالی وساتي او د دښمن له تبلیغاتو ځانونه وساتي.

نوموړي پر فلسطینیانو روان ظلم وحشت بللی او یو وار بیا یې ټینګار کړی، چې دوی د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.

اسټرالیا؛ملبورن پوهنتون د افغان مېرمنو لپاره د حقوقو زده کړو نوی پروګرام پیلوي

د اسټرالیا د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان کړی چې د مونټین انسټیټوټ په همکارۍ د افغان مېرمنو لپاره د حقوقي زده کړو یو کلن پروګرام پیلوي.

راپورونه وایي، دا نوښت هغه ښځو ته ځانګړی شوی چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له کبله له زده کړو محرومې شوې دي.

د پروګرام مسؤل غلام‌شاه عادل وايي، هڅه کوي چې افغان مېرمنې بېرته خپل تعلیمي مسیر ته راوګرځوي.

نوموړي زیاته کړې، باور لري چې دا پروژه به د افغانو ښځو حقوقي مهارتونه پیاوړي کړي او دوی به د نړیوالو حقوقي بنسټونو سره ونښلوي.

پاکستان؛په حافظ‌اباد کې پر یوې ښځې د هغې د خاوند مخته ډله‌ییز جنسي تېری شوی

د پاکستان په حافظ‌اباد ښار کې وسله‌والو کسانو پر یوې ښځې د خاوند مخې ته جنسي تېری کړی، چې ویډیو یې اوس له یوې میاشتې وروسته خپره شوې.

جیونیوز په یو راپور کې وايي، پولیسو دا پېښه جنایي بللې او د څلورو پیژندل شویو کسانو په ګډون، اته کسان پکې تورن دي.

د دغې ښځې خاوند وایي، جې لومړیو کې پولیسو یې شکایت نه ثبتوه او د پولیسو اداره کې یو تورن کس دنده هم لرله چې دی یې ګواښلی و.

پاکستاني چارواکو د عاملینو پر ضد د قانوني اقدام ژمنه کړې ده.

شهباز شریف:هند ته مو داسې درس ورکړی چې تر قیامته به یې هېر نه شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې پوځ یې هند ته داسې سخت ځواب ورکړی چې تر قیامته به یې هېر نه‌شي.

نوموړي دا خبرې په پېښور کې یوې غونډې ته کړې او زیاته کړې ده چې د مودي حکومت اوس هم د خپلې ماتې ټپونه رغوي.

شریف خبرداری ورکړی، که هند بیا برید وکړي، پرېکنده ځواب به ورکړل شي.

هغه د اوبو پر سر د اختلافاتو یادونه هم کړې او ویلي چې د هر څاڅکې د خونديتابه لپاره به قوي اقدامات کېږي.

هالنډ کې؛د افغانستان سفارت له ویب‌پاڼې د افغانستان لوګو او ټولنیزو رسنیو څخه د جمهوریت نوم او بیرغ لرې شوی

‏په هالنډ کې د افغانستان سفارت د خپلې ویب پاڼې له لوګو او ټولنیزو رسنیو پاڼو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی.

ویل کېږي دا چاره په هالنډ کې د افغانستان د سفیر آصف رحیمي له لوري، چې اوسمهال له طالبانو سره اړیکې او همکاري لري؛ ترسره شوې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر آصف رحیمي، یو له لومړنیو ډیپلوماتانو څخه و، چې له طالبانو سره یې همکاري پیل کړه.

علي امین ګنډاپور:مرکزي حکومت دې د پښتونخوا له خلکو سره کړې ژمنې پوره کړي

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امين ګنډاپور له شهباز شریف غوښتنه کړې چې مرکزي حکومت دې د قبايلي سيمو سره شوې ژمنې پوره کړي.

هغه په يوې جرګه کې ویلي، چې د ملي وحدت لپاره سياسي اختلافات يو اړخ ته شوي؛ خو د قبايلي ولس حقونه نه شي هېرېدای.

نوموړي د پخوانۍ فاټا او پاټا سيمو باندې د ټکسونو مخالفت کړی او ويلي چې دا خلک لا هم د ترهګرۍ د جګړې له اغېزو سره مخ دي.

محبوب شاه محبوب:حامد کرزی د افغانستان یو ناکام ولسمشر وو

د پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب وایي، حامد کرزی یو ناکام ولسمشر وو.

د هغه په خبره، د کرزي لور داسې حال کې له شپږم ټولګي فارغیږي، چې اوس د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي.

نوموړی وایي، حامد کرزی بېرته هغه حالت ته ورستون شوی، چې ۲۵ کاله وړاندې وو.

هغه دغه راز ویلي، کرزی باید د دغې پوښتنې ځواب ورکړي، چې لور یې ولې بېرته هغې دورې ته ورستنیږي، چې د نجونو ښوونځي پکې نه وي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د حامد کرزي زوی میرویس کرزی له دولسم او لور یې ملالۍ کرزۍ له شپږم ټولګي فارغه شوه.

ښاغلي کرزي یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي وو، چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.