چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 47

هانا نیومن: اروپا د طالبانو په اړه ناسم پیغام ورکوي

د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو استازو ته اروپا ته د بلنې پر پرېکړې بیا نیوکه کړې ده.

هانا نیومن په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې میلیونونه افغانې نجونې د طالبانو له لوري له زده‌کړو محرومې دي، خو په همدې وخت کې د طالبانو استازي اروپا ته بلل کېږي.

نوموړې ویلي، دا اقدام هغو افغانانو ته چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او همدارنګه هغو استبدادي رژیمونو ته چې د اروپا سیاستونه څاري، ناسم پیغام لېږي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کوي چې د رسنیو د راپورونو له مخې، اروپایي ټولنه د کډوالۍ او ځینو تخنیکي موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره د طالبانو د یوه پلاوي د بلنې چمتووالی نیسي. اروپایي چارواکي وایي، دا خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري، خو دغه پرېکړه له نیوکو سره مخ شوې ده.

امريکايي شنونکي:ایران ښايي له عمان سره د هرمز تنګي د تېرېدونکو بېړیو د فیسونو په اړه هوکړې ته ورسېږي

امریکايي شنونکو ری تکیه او روئل مارک ګرېشت په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي چې د فارس خلیج نوم د تاریخي او جغرافیایي دلایلو له مخې کارول کېږي او ایران د تاریخ په اوږدو کې، پرته له هغو دورو چې له کورنیو ستونزو یا بهرني تسلط سره مخ و، پر دې مهمې سمندري لارې اغېزمن نفوذ درلود.

دوی زیاتوي چې عمان د خلیجي هېوادونو په منځ کې تل له ایران سره نسبتاً نږدې او متوازنې اړیکې ساتلې دي او په ډېرو سیمه‌ییزو موضوعاتو کې یې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په پرتله جلا دریځ غوره کړی دی.

د مقالې لیکوالان باور لري چې له همدې امله دا امکان شته چې مسقط او تهران په راتلونکي کې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو د احتمالي فیسونو یا نورو سمندري ترتیباتو په اړه ګډ تفاهم ته ورسېږي.

د يادونې وړ ده چې د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه ستراتیژیکه دروازه بلل کېږي.

حامد کرزی:د افغان نجونو د لوړو زده‌کړو لپاره د قطر بنسټ هڅې ستايم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر د «ښوونه له ټولو پورته» بنسټ له هغو هڅو مننه کړې چې افغان نجونو ته د زده‌کړو فرصتونه برابروي.

کرزي ویلي چې د دغه بنسټ د بورسونو له لارې ۷۴ افغان نجونې توانېدلې دي چې د امریکا د بېلابېلو پوهنتونونو زده‌کړې بشپړې او فارغې شي.

هغه د دغو محصلانو د فراغت هرکلی کړی، د بریا مبارکي ورکړې او له هغو ادارو او بنسټونو یې هم مننه کړې چې د افغان نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره کار کوي.

د طالبانو حکومت؛له جرمني څخه د افغان کډوالو د اخراج د الوتکې مخه نېولې

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس په یو راپور کې ويلي، د طالبانو حکومت له جرمني څخه کابل ته د هغو افغان کډوالو د لېږد د الوتکې مخه نیولې چې ټاکل شوې وه له جرمني څخه وایستل شي.

راپور وايي، د طالبانو حکومت وایي د الوتنې د لغوه کېدو لامل په جرمني کې د خپلو دیپلوماتانو کمښت دی او ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د اخراج د بهیر د همغږۍ لپاره نورو استازو ته اړتیا لري.

ویل کېږي چې دا مهال په جرمني کې یوازې دوه طالب استازي رسمي اعتبار لري.

له بلې خوا، د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف موجود دی؛ د بهرنیو چارو وزارت د سخت دریځ پلوی دی، خو د کورنیو چارو وزیر اندېښنه لري چې زیات فشار به د اخراج بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ:افغان ابدالیان د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره سریلانکا ته روان شول

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د افغان ابدالیانو لوبډله د هند او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون لپاره سریلانکا ته روانه شوې ده.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله لومړۍ سیالي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ؛د لمریزې برېښنا شنو خونو افغان ښځو ته د عاید نوې لارې پرانیستې

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په ملاتړ د لمریزې برېښنا په وسیله د شنو خونو پروژه په افغانستان کې کلیوالو ښځو ته د کرنې له لارې د عاید او د خوړو د خوندي کولو نوي فرصتونه برابر کړي دي.

دغه پروژه په کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو کې عملي شوې، چې پکې له ۲۰ څخه زیاتې شنې خونې د لمریزې برېښنا د اوبو لګولو سیسټمونو او د اوبو د سپما نوې ټکنالوژۍ سره جوړې شوې دي.

مسوولین وایي چې د دې پروګرام هدف د سختې ګرمۍ، وچکالۍ او د اوبو د کمښت په شرایطو کې د کرنیز تولید دوام او د ښځو اقتصادي پیاوړتیا ده.

ګډونوالې ښځې وایي چې د دې شنو خونو له لارې یې توانېدلي د سبزیجاتو کرنه پراخه کړي او د خپلو کورنیو لپاره عاید او د خوړو ښه سرچینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي چې دا پروګرام د جاپان د حکومت په مالي ملاتړ عملي کېږي او هدف یې د اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د ښځو د مقاومت پیاوړتیا ده.

پوتین:له زیلېنسکي سره د مخامخ لیدنې اړتیا نه شته

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره د مخامخ لیدنې اړتیا نه ویني.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې زیلېنسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مستقیمو خبرو او اوربند غوښتنه کړې وه.

پوتین د زیلېنسکي لیک «بې‌ادبه» بللی او ټینګار یې کړی چې د سولې خبرې باید له اوربند مخکې ترسره شي.

له بلې خوا زیلېنسکي ویلي چې روسیه یو ځل بیا جګړه انتخابوي او ټینګار یې کړی چې اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره چمتو دی.

پوتین زیاته کړې چې جګړه به یوازې هغه وخت پای ته ورسوي چې د روسیې ټاکل شوې موخې پوره شي.

عباس عراقچي، جوزف عون ته:که لبنان د ایران د چانه‌وهنې مهره وای، توافق به مخکې شوی وای

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لبنان د ولسمشر له سختو نیوکو وروسته، چې ویلي یې وو ایران لبنان د چنې وهنې م
او معاملې په توګه کاروي، په خپل ایکس کې غبرګون ښودلی دی.

عراقچي لیکلي: «که لبنان د ایران د چانه‌وهنې مهره وای، موږ به ډېر مخکې یوې موافقې ته رسېدلي وای. ښاغلی ولسمشره، لبنان د خپل اصلي دښمن څخه وژغورئ.»

هغه زیاته کړې: «د ولسمشر عون د څرګندونو له مخې داسې انګېرل کېدای شي چې ګواکې ایران د لبنان یو پر پنځمه برخه اشغال کړې، یو پر څلورمه برخه خلک یې بې‌کوره کړي او هره ورځ یې هېواد بمباروي.»

روسيې؛سنټ پیټرزبورګ ته نږدې ۲۵ ډرونونه نسکور کړي دي

د روسیې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د سنټ پیټرزبورګ ښار ته نږدې یې ۲۵ ډرونونه شنډ او نسکور کړي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې روسیه په سنټ پیټرزبورګ کې د نړیوال اقتصادي فورم کوربه‌توب کوي.

چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې ډرونونه له کوم ځایه راغلي وو، خو روسیه معمولاً د دې ډول بریدونو پړه پر اوکراین اچوي.

د پېښې له امله د احتمالي زیانونو یا مرګ‌ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

امریکا:د خليجي هيوادونو پر لور د ایران توغول شوي توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې مو شنډې کړې

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي چې د جون په پنځمه نېټه یې هغه څو بالیستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې چې د ایران له لوري د هرمز تنګي او ځینو ګاونډیو خلیجي هېوادونو پر لور توغول شوې وې.

د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، امریکایي ځواکونو څلور ایراني بریدګرې او ځانمرګې بې‌پیلوټه الوتکې هم نسکورې کړې چې د سیمې سمندري تګ راتګ او کښتیو ته یې احتمالي ګواښ رامنځته کړی و.

سرچینه زیاتوي چې وروسته ایران د کویټ او بحرین پر لور اووه بالیستیک توغندي وتوغول.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې له دغو اوو توغندیو څخه شپږ یې د دفاعي سیستمونو له لوري شنډ شوي او اووم توغندی خپل هدف ته نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې، امریکایي ځواکونو د ایران په غوروک سیمه او د قشم ټاپو کې د ساحلي څارنې پر راداري مرکزونو بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې دغه بریدونه دفاعي بڼه لري او موخه یې د سمندري بریدونو او نورو احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ټینګار کړی چې په دغو پېښو کې امریکایي ځواکونو ته د اوښتو زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.

بلخوا واشنګټن هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز برید شوی او زیان ورته اوښتی دی.