د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر د «ښوونه له ټولو پورته» بنسټ له هغو هڅو مننه کړې چې افغان نجونو ته د زدهکړو فرصتونه برابروي.
کرزي ویلي چې د دغه بنسټ د بورسونو له لارې ۷۴ افغان نجونې توانېدلې دي چې د امریکا د بېلابېلو پوهنتونونو زدهکړې بشپړې او فارغې شي.
هغه د دغو محصلانو د فراغت هرکلی کړی، د بریا مبارکي ورکړې او له هغو ادارو او بنسټونو یې هم مننه کړې چې د افغان نجونو د زدهکړو د دوام لپاره کار کوي.

