د روسیې سیمهییزو چارواکو ویلي چې د سنټ پیټرزبورګ ښار ته نږدې یې ۲۵ ډرونونه شنډ او نسکور کړي دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې روسیه په سنټ پیټرزبورګ کې د نړیوال اقتصادي فورم کوربهتوب کوي.
چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې ډرونونه له کوم ځایه راغلي وو، خو روسیه معمولاً د دې ډول بریدونو پړه پر اوکراین اچوي.
د پېښې له امله د احتمالي زیانونو یا مرګژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

