د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سره د مخامخ لیدنې اړتیا نه ویني.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې زیلېنسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مستقیمو خبرو او اوربند غوښتنه کړې وه.
پوتین د زیلېنسکي لیک «بېادبه» بللی او ټینګار یې کړی چې د سولې خبرې باید له اوربند مخکې ترسره شي.
له بلې خوا زیلېنسکي ویلي چې روسیه یو ځل بیا جګړه انتخابوي او ټینګار یې کړی چې اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره چمتو دی.
پوتین زیاته کړې چې جګړه به یوازې هغه وخت پای ته ورسوي چې د روسیې ټاکل شوې موخې پوره شي.

