شنبه, جون 6, 2026
Homeکورپاڼهامریکا:د خليجي هيوادونو پر لور د ایران توغول شوي توغندي او بې‌پیلوټه...

امریکا:د خليجي هيوادونو پر لور د ایران توغول شوي توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې مو شنډې کړې

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي چې د جون په پنځمه نېټه یې هغه څو بالیستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې چې د ایران له لوري د هرمز تنګي او ځینو ګاونډیو خلیجي هېوادونو پر لور توغول شوې وې.

د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، امریکایي ځواکونو څلور ایراني بریدګرې او ځانمرګې بې‌پیلوټه الوتکې هم نسکورې کړې چې د سیمې سمندري تګ راتګ او کښتیو ته یې احتمالي ګواښ رامنځته کړی و.

سرچینه زیاتوي چې وروسته ایران د کویټ او بحرین پر لور اووه بالیستیک توغندي وتوغول.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې له دغو اوو توغندیو څخه شپږ یې د دفاعي سیستمونو له لوري شنډ شوي او اووم توغندی خپل هدف ته نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې، امریکایي ځواکونو د ایران په غوروک سیمه او د قشم ټاپو کې د ساحلي څارنې پر راداري مرکزونو بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې دغه بریدونه دفاعي بڼه لري او موخه یې د سمندري بریدونو او نورو احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ټینګار کړی چې په دغو پېښو کې امریکایي ځواکونو ته د اوښتو زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.

بلخوا واشنګټن هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز برید شوی او زیان ورته اوښتی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here