چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 46

پخوانی امريکايي چارواکی:د ایران او امریکا کړکېچ د جي‌ډي وینس او مارکو روبیو پر سیاسي راتلونکي اغېز کولای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال چارواکي جول روبین ویلي چې روان کړکېچ ښايي د چی‌ډي وینس او مارکو روبیو پر سیاسي راتلونکي اغېز وکړي.

روبین په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ده په اند د جی‌ډي وینس لپاره سیاسي خطر تر نورو زیات دی، ځکه د بهرني سیاست او امنیتي مسایلو په اړه د حکومت پرېکړې کولای شي د نوموړي پر راتلونکي سیاسي دریځ اغېز ولري.

هغه زیاته کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي کړکېچ یا شخړې پایلې به د واشنګټن پر کورني سیاست او د ځینو مخکښو سیاستوالو پر سیاسي موقعیت هم اغېز وکړي.

د امریکا دفاع وزیر:اروپا د خطرناکو نظریو له یرغل سره مخ ده

د امریکا د دفاع وزیر پيټ هګسټ ویلي چې اروپا د سمندر له لارې د راتلونکو خطرناکو نظریو له یرغل سره مخ ده او د کډوالۍ موضوع یې د دویمې نړیوالې جګړې د ډي ـ ډې (D-Day) له تاریخي یاد سره تړلې ده.

هګست د فرانسې په نورماندي کې د متحدینو د پوځي ناستې د ۸۲مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې نن د اروپا د ځینو هېوادونو ساحلونو ته د کښتیو له لارې داسې کسان رارسېږي چې د ده په وینا خطرناک نظریات له ځان سره راوړي.

هغه پوښتنه وکړه چې اروپایي پلازمېنې به کله د دې وضعیت پر وړاندې اقدام وکړي او زیاته یې کړه چې هیله لري لا هم د ستونزې د حل لپاره ناوخته نه وي.

دغه وینا د هغو مراسمو پر مهال وشوه چې د نورماندي د تاریخي عملیاتو کلیزه پکې نمانځل کېده؛ هغه عملیات چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د لوېدیځې اروپا د آزادولو لپاره ترسره شوي وو.

د افغانستان او هند؛ د ټېسټ لوبې د لومړۍ ورځ پای او د هند برلاسي

د افغانستان او هند ملي لوبډلو ترمنځ نن د هند په کوربتوب په چندیګړ لوبغالي یوازنۍ ټېسټ لوبه پیل شوه.

هندۍ لوبډلې د لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه چې د لومړۍ ورځ تر پایه یې د درې لوبغاړو په زیان ۲۶۸ منډې وکړې.

د هند لپاره توپ وهنه کې جېسوال ۲۴، سای سودرسن ۸۱، کېل راهول ۱۰۰، شوبمن ګېل ۱۰۳ ناسوځېدلې او ریشب پنټ هم ۵۰ ناسوځېدلې منډې کړي چې سبا په دویمه ورځ به خپلې پاڼۍ ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره بیا توپ اچوونه کې سلیم صافي دوه او ضیا شریفي یو لوبغاړی سوځولی دی.

اسلام‌اباد او دوشنبه: د افغانستان دننه ترهګرۍ د سیمې امنیت ته خطر پېښ کړی

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رحمیزاده رمضان همرو د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو پر موضوع خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، دواړو لورو په خپلې لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه او د نشه ‌يي توکو تولید د سیمې د هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښونه جوړوي.

د هغوی په وینا، اوس مهال شاوخوا ۲۵ ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، چې د سیمې د ثبات لپاره لوی خطر ګڼل کېږي.

په دې لیدنه کې دواړو وزیرانو همدارنګه د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا، د معلوماتو د تبادلې او د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو پر پراخولو هم ټینګار کړی دی.

دا خبرې د سیمه‌ ییز امنیت د وضعیت د ارزونې او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ګډې مبارزې د پیاوړتیا په موخه شوې دي.

پاکستان او روسیې؛د ناقانونه کډوالۍ او نشه‌ يي توکو پر ضد د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل

پاکستان او روسیې د غیرقانوني کډوالۍ او نشه‌ يي توکو د قاچاق پر ضد د ګډې همکارۍ نوي تړونونه لاسلیک کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا تړونونه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسیف ترمنځ د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د قرغزستان په بیشکیک کې لاسلیک شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي، د غیر قانوني کډوالو د بېرته ستنولو او د نشه‌ يي توکو د قاچاق پر ضد به ګډې هڅې زیاتوي.

همدارنګه دواړو لورو د معلوماتو تبادلې، ګډو عملیاتو او د نشه‌ يي توکو شبکو د له منځه وړلو لپاره د همکارۍ د پراخولو پرېکړه هم کړې ده.

پاکستان وایي، دا تړونونه د سیمه‌ ییز امنیت د پیاوړتیا او د ګډو جرمي شبکو پر ضد د مبارزې لپاره مهم ګام دی.

یوناما؛په کابل کې د ملګروملتونو د یوې کارکوونکې د وژل کېدو پخلی وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق د کارکوونکې فرشتې عمادي د وژل کېدو پخلی وکړ.

یوناما د فرشتې عمادي پر وژل کېدو خواشینې او خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یاد به یې تل تازه وي.
یوناما همداراز غوښتنه کړې چې په دې وخت کې دې د مرحومې عمادي د کورنۍ او خپلوانو محرمیت ته درناوی وشي.

خو یاد سازمان د نوموړې د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

له کابله ځایي سرچینې وایي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق کارکوونکې فرشته عمادي د تېرې پنجشنبې په ورځ(غبرګولي ۱۴مه) د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوې او تېره ورځ یې د جنازې او فاتحې مراسم ترسره شول خو د وژل کېدو د لامل په اړه یې تراوسه معلومات نشته.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکې فرشتې عمادي وژل کېدو یو ځل بیا په افغانستان کې د فعالو ښځو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي.

شکیله ناز؛ له یوې سختۍ ناروغۍ په ښه کېدو راغله

د پښتو موسیقۍ ځلانده ستورې شکیله ناز له سختې ناروغۍ ورو ورو په ښه کېدو راغلې او په خپلو پښو وګرځېده.

مېرمن ناز چې په پښو فلج شوې وه او د ملا تر ټولو سخت او پېچلی عملیات یې کړی بلاخره له خپل ځایه پورته او وګرځېده.

د نوموړې مېړه فاروق فراق په خپله فېسبوک پاڼه د شکیله ناز د ښه کېدو او له روغتونه کور ته د رخصتېدو خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د نوموړې روغتیا له څه مودې راهیسې خرابه وه او په روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

پاکستان او ایران؛د سوداګرۍ لپاره شپږ نوې ځمکنۍ لارې فعالې کړې

پاکستان او ایران د سیمه‌ ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په موخه شپږ نوې ځمکنۍ لارې فعالې کړې دي چې د پاکستان بندرونه له ایران او د منځنۍ آسیا له بازارونو سره نښلوي.

د یورېشیا نېټ د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د ټرانزیټي مقرراتو له تعدیل وروسته د درېیمو هېوادونو مالونو ته اجازه ورکړې چې د پاکستان له خاورې د ایران پر لور ولېږدول شي. دغه لارې د ګوادر، کراچۍ او قاسم بندرونه د ایران له سرحدي دروازو سره نښلوي.

شنونکي وایي، د نویو لارو په فعالېدو سره به د پاکستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته به د مالونو د لېږد لپاره نوې اسانتیاوې برابرې شي.

راپور زیاتوي چې پاکستان په دې وروستیو کې د ایران له لارې ازبکستان ته د صادراتو لومړنۍ جوپه هم لېږلې ده. اسلام‌ آباد هیله لري چې دغه نوې لارې به د سیمې د سوداګرۍ کچه لوړه او د پاکستان د بندرونو اقتصادي اهمیت زیات کړي.

د راپور له مخې، دا اقدام د سیمې د ټرانزیټي دهلېزونو د پراختیا او د پاکستان، ایران او منځنۍ آسیا ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د پاکستان؛د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یو ځل بیا ایران ته توده منډه کوي

پاکستاني سرچینو ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به نن د شنبې په ورځ ایران ته سفر وکړي.

سرچینې وایي، محسن نقوي به له ایراني چارواکو سره د واشنګټن د وروستي وړاندیز او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د پرمختګ په اړه بحث وکړي.

راپورونه ښیي، د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو او مذاکراتو بهیر حساس پړاو ته رسېدلی او پاکستان هڅه کوي د دواړو لورو د دریځونو د نږدې کولو لپاره رول ولوبوي.

دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې مخته وړي.

محسن نقوي په دې وروستیو کې هم دوه ځل تهران ته سفر کړی و او هلته یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کړې وې.

تر اوسه د پاکستان او ایران چارواکو د دغه سفر د اجنډا په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په پنجشېر کې؛ د ګیلاس نږدې ۱۳۰ ټنه حاصلات راټول شوي

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وایي، په روان کال کې له دغه ولایت نږدې د ګیلاس ۱۳۰ ټنه حاصلات راټول شوي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو د کرنې ریاست وایي، یاده اندازه حاصلات له نږدې ۳۶۳ هکټاره باغونو ترلاسه شوي چې ارزښت یې څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

د یاد ریاست وینا، له دغې ډلې ۲۰ ټنه یې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د صادرېدو لپاره چمتو شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې په پنجشېر کې د ګیلاسو د باغونو پراختیا، د بڼوالۍ د فعالیتونو زیاتېدو او د اصلاح شویو نیالګیو وېش د دغې تازه مېوې په محصول کې هم زیاتوالی راوړی.