سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 469

امرالله صالح:حزب التحریر، داعش او طالبان د اسرائیلو استازي دي

د پخواني جمهوري نظام لومړی مرستیال او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د طالبانو، داعش او حزب‌التحریر ترمنځ اختلافات د «کارغانو جګړې» ته ورته بللي دي.

هغه طالبان، حزب‌التحریر او داعش خراسان د امریکا او اسرائیلو استازي بللي دي.

صالح ویلي، په ترهګرو ډلو کې، که هغه د سپین بیرغ وي یا تور، روښانه او قاطع دریځ نیول ناشوني دي، ځکه چې دا ډلې د توهین، تهمت او تورونو له لارې یو بل له منځه وړي.

هغه په طنز ویلي، که د طالبانو دا ادعا سمه وي چې له نورو ترهګرو ډلو سره فرق لري؛ نو بیا باید موساد په لسګونو “ملا هبت‌الله ګان” په مزدورانو کې شامل کړي.

عبدالرشید دوستم:طالبان به لکه د تېر په څېر یو ځل بیا له واکه ولوېږي؛ خو دا ځل د تېښتې لاره هم نه لري

د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبان به یو ځل بیا له منځه ولاړ شي.

هغه د لوی اختر په مناسبت په انقره کې خپلو پلویانو ته وویل، طالبان باید د شاتګ پر مهال د سختو خطرونو تمه ولري.

هغه ډاډ ورکړی چې طالبان به لکه د تېر ځل په شان بیا هم له واکه ولوېږي.

دوستم ویلي:«ملت دې ډاډه وي، طالبان لکه څنګه چې راغلي، هماغسې به لاړ شي. زه ټوکه نه کوم.»

نوموړي ټینګار وکړ چې دا ځل طالبان د تېښتې هېڅ لاره نه لري، ځکه د شمال ټولې لارې د طالبانو د مخالفینو په لاس کې دي.

ایکانومیک ټایمز:پاکستان لاهم افغانستان د خپلې ستراتیژیکې موخې برخه ګڼي

د ایکانومېک ټایمز په یوه تازه مقاله کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ افغانستان لا هم د خپلې «ستراتېژیکې ژورې» موخې برخه ګڼي او تر هغه چې دا لیدلوری پای ته ونه رسېږي، د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ اړیکې به و نه رغېږي.

مقاله زیاتوي، چې پاکستان افغانستان د خپل «کور شاته انګړ» ګڼي او همدا دریځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالي بې‌باورۍ او شخړو بنسټ ګڼي.

په مقاله کې راغلي، له طالبانو سره د پاکستان اړیکې هم دښمنۍ ته ورته شوې، چې پکې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان هوایي بریدونه او د افغان کډوالو جبري شړل یاد شوي.

چین، چې د پاکستان سټراتېژیک ملګری بلل کېږي، هڅه کړې چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:امیرخان متقي د اندونیزیا له نوي شارژدافیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اندونیزیا نوی شارژدافیر ناندا اولیست کابل ته رسېدلی او له امیرخان متقي سره یې تعارفي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې نوموړي ویلي، چې د خپل ماموریت پر مهال به د افغانستان وضعیت له خپل حکومت او خلکو سره شریک کړي.

متقي له اندونیزیا مننه کړې، چې د «اسلامي امارت» د دیپلوماتانو هرکلی یې کړی او په بېلابېلو برخو کې یې ملاتړ کړی.

حامد کرزي؛د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتلي.

ښاغلي کرزي پر خپله ایکس‌پاڼه د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د دوامدارو همکاریو، په ځانګړي ډول افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې مننه کړې او دغه هېواد یې د افغانستان تاریخي او نږدې دوست بللی دی.

اشرف غني:د نظام مشروعیت له ماسره دی او مشروع نظام ته د واک انتقال کې مرسته کوم

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د نظام مشروعیت د هغه سره دی او حاضر دی یو بل مشروع نظام ته یې سپاري.

پخواني ولسمشر غني چې د لوی اختر په مناسبت په یو غږیز پیغام کې خبرې کولې وویل:« په دې مبارکه ورځ چې ابراهیم ع د قربانۍ او ایثار مثال وړاندې کړ، مونږ هم باید دا سنت پرځای کړو، او د وطن آبادۍ او ښیرازۍ ته کار وکړو.»

پخواني ولسمشر غني په ټینګار سره وویل چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت او منابع دغه هیواد سوکالۍ او آبادۍ ته رسولی شي؛ خو شرط یې ولسي او جمعې عقل پورې وتاړه.

ښاغلي غني یو ځل په غیر مستقیم ډول په طالبانو غږ وکړ، چې که ولسي مشروعیت او د خلکو ارادې ته مراجعه ونه کړي، لمنځه به لاړ شي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني:د افغانستان د خپلواکۍ او سوکالۍ لپاره باید په ابراهیمي سنت عمل وکړو او د پرمختګ لپاره قربانۍ ورکړو

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د لوي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې افغانان له جدي او عمیق بحران سره مخ دی.

نوموړي ټینګار کړی چې بحثونو کې باید د یو بل له ملامتولو تیر شو او په یو ملي محور باید راټول شو.

پخواني ولسمشر په لویدیځې نړۍ نیوکه وکړه چې په سختو شرایطو کې افغانان له خپلو هیوادونو اخراجوي او د ژوند شرایط ورته سخت شوي دي.

ښاغلي غني له افغانانو وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي او ټول باید د افغانستان د خپلواکۍ او آبادۍ لپاره ابراهیمي سنت پرځای کړي او له ځانځانې تیر شي، تر څو په ګډه د یوې ښې راتلونکې لپاره یو موټی شو.

سمیع سادات:د طالبانو مشر د پاکستان جاسوس او طاغوت دی

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د پاکستان استخباراتي ادارې «ای‌اېس‌ای» له لوري ټاکل شوی او د خلکو له قهره به بالاخره د تېښتې لاره نیسي.

هغه زیاتوي، هبت‌الله د واک پر مهال افغانستان له سخت اقتصادي بحران، بشري ناورین او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ کړی.

سادات نوموړی «جاسوس» او «طاغوت» بللی او وایي، الله ظالمان نه خوښوي او حتمي به سزا ورکړي.

سادات د طالبانو حکومت په لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت هم غږ کړی، چې له طالبانو جلا شي او د مخالفت جبهې سره یو ځای شي.

هغه وایي، طالبان که هر څومره فشارونه راوړي، رژیم یې بقاء نه لري.

کابل کې اختر نشته؛خو ګڼ طالب وزیران سعودي کې د اختر لومړۍ ورځ نمانځي او قرباني کوي

نن د طالبانو حکومت د کابینې یو شمېر غړو سعودي عربستان کې له دغه هېواد سره یو ځای اختر نمانځي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي نیوکه کوي، چې ولې دوی له پاکستان سره یو ځای لوی اختر اعلان کړ.

دوی وایي، سره له دې، چې ټولو ولیدل، چې د عرفات ورځ تېره ورځ وه؛ خو بیاهم د طالبانو حکومت اختر وروسته اعلان کړ.

د دوی په خبره، د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکي سعودي کې قرباني کوي؛ خو کندهاري چارواکي بیا اختر یوه ورځ وروسته نمانځي.

د یادونې ده، چې نن له پاکستان او افغانستان پرته د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي عربستان او ګڼو هېوادونو کې؛نن د لوی اختر نمانځنه کېږي

نن په سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو کې لوی اختر یا د قربانۍ اختر په رسمي ډول نمانځل کېږي.

په دې مناسبت، میلیونه مسلمانان چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي ته تللي، نن سهار به له مزدلفې څخه منی ته ستانه شي، شیطان به په ډبرو وولي، د قربانۍ مراسم به ترسره کړي، کعبه شریفه کې به طواف وکړي، خپل سرونه به وخريي او احرام به خلاص کړي.

د سعودي عربستان د چارواکو په وینا، سږ کال له ۱.۶ مېلیونو څخه زیات حاجیان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مکې ته ورغلي دي.

د حج اصلي رکن، چې د عرفات ورځ ده، د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) ترسره شو.

حاجیانو د عرفات په غونډۍ کې د جمعې او دعا مراسم ترسره کړل، چې پکې یې د مسلمانانو تر څنګ، د فلسطین د خلکو لپاره ځانګړې دعا وکړه.