پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 464

ملاله یوسفزۍ:افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده‌کړو محرومې دي

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي چې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منع دي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

هغې د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو سخت محدودیتونه د ژورې اندېښنې وړ دي او ښځې پکې په سیسټماتیک ډول له خپلو حقونو بې‌برخې شوې دي.

ملاله زیاتوي چې سره له محدودیتونو نجونې لا هم د زده‌کړو بدیلې لارې لټوي چې دا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت څرګندونه کوي.

هغې د ښځو پر وړاندې روان رفتار جنسیتي تبعیض او اپارټایید بللی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره جدي ګامونه واخلي.

نوموړې وايي چې دا موضوع یوازې د افغان ښځو نه، بلکې د نړیوالو بشري حقونو مسله ده.

منصور احمد خان:د کابل او اسلام‌اباد اړیکو اندیښمن کړی یم

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې له کلونو راهیسې ترینګلې وې؛ خو د ډیورنډ کرښې پر اوږدو وروستیو نښتو دا اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

نوموړي په «ده نېشن» ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې دغه شخړې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اعتماد ژور اغېز کړی دی.

منصور احمد خان وړاندیز کړی چې پاکستان باید د افغانستان په اړه ګډه سیمه‌ییزه تګلاره جوړه کړي او طالبان دې د پاکستان امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي.

هغه لیکلي چې اسلام‌اباد باید اړیکې یوازې د امنیت له زاویې ونه څېړي، بلکې سیاسي او اقتصادي همکاریو ته هم لومړیتوب ورکړي.

پخواني سفیر ټینګار کړی چې دواړه خواوې دې د بهرني منځګړیتوب پر ځای مخامخ خبرې پیل کړي او ګډ امنیتي میکانیزمونه او اقتصادي پروژې پیاوړې کړي، څو زیانمن شوی اعتماد بېرته ورغول شي.

هە‌نگاو:ایران دوه افغانان او اووه نور بندیان اعدام کړي دي

د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، ایران د اکټوبر پر ۲۹مه نېټه دوه افغان بندیان اعدام کړي دي.

دغه بنسټ وايي، دا تازه اعدامونه د هغو لړیو یوه برخه ده چې په وروستیو کې په ایران کې د بندیانو پر ضد عملي شوي.

هە‌نگاو زیاتوي چې ایران په همدې ورځو کې اووه نور کسان هم د بېلابېلو تورونو د قتل، نشه‌يي توکو اړوند قضیو او جنسي تېري په تړاو اعدام کړي دي.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه په ایران کې د اعدامونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې دا کړنې د شفافو محاکمو او عادلانه قضایي بهیر له نشتوالي سره مل دي.

ایران:د افغانستان د اوبو بندونو د هلمند د سیند اوبه تړلي او طالبان حقابې ته ژمن نه ښکاري

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، کاظم غریب‌ آبادي، د شهرآرا نیوز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د بندونو جوړېدو له امله د هلمند سیند د اوبو بهیر کم شوی او ایران خپل د تړون له مخې ټاکل شوی حق نه‌ شي ترلاسه کولای.

نوموړي ویلي، چې ایران د افغانستان له هغو دلایلو سره موافق نه‌ دی چې پر بنسټ یې د طالبانو حکومت د تړون پوره عملي کېدو ته نه ژمن دی.

د ده په وینا، د هلمند د اوبو د تړون له مخې، افغانستان مکلف دی چې ایران ته خپله برخه‌ اوبه ورکړي.

غریب ابادي همداراز ویلي، د هلمند د سیند پر سر د یو نوي حقوقي چوکاټ اړتیا شته؛ خو دا به یوه سخته او اوږده پروسه وي.

ټي ټي پي؛د ماینونو اېښودو له امله باجوړ کې له ماښام تر سهاره ګرځ‌بندیز اعلان کړ

0

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د باجوړ اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د ماښام له لمانځه وروسته تر سهار اتو بجو پورې دې له خپلو کورونو په وتو ګرځ‌بندیز ولګوي.

ټي‌ټي‌پي ویلي، چې سیمه د دوی او امنیتي ځواکونو ترمنځ په وښیم وضیعت کې قرار لري چې ځای ځای د ماینونو ایښودلو خطر موجود دی.

په ټولنیزو شبکو خپور شوی یو غږیز پیغام، چې د بلال باجوړي په نوم د ټي‌ټي‌پي د باجوړ د قومندان مرستیال بلل کېږي، خلکو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو سیمو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او له خطرناکو لارو ځان وساتي.

نوموړي ویلي، د نېک بانډه، هل‌ماند، لره‌بانډه، جنت‌شاه، شريف‌خانه، کمانګر او ريده‌ون سیمې دا مهال د وسله‌والو نښتو شاهدې دي، او په ډېرو برخو کې د چاودیدونکو توکو خطر شته.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې اړه تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي.

ترکیه:د اسلامي هېوادونو د بهرنیو وزیرانو ناسته به په استانبول کې د غزې د اوربند پر راتلونکو ګامونو بحث وکړي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان د غزې د اوربند د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې سره وګوري.

فیدان ویلي چې دا غونډه به د هغو هېوادونو وزیران راټول کړي چې د سپتمبر په غونډه کې له ولسمشر ټرمپ سره په نیویارک کې حاضر وو.

په هغه ناسته کې ترکیه، قطر، سعودي عربستان، مصر، امارات، اردن، پاکستان او اندونیزیا ګډون کړی و.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، اوسنی بحث د اوربند له لومړۍ مرحلې وروسته د «ثبات د ځواک» پر جوړښت او ترتیباتو متمرکز دی.

په همدې حال کې، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو تېره اوونۍ ویلي چې په غزه کې د اوربند د څار د ماموریت په چوکاټ کې د ترکیې د امنیتي ځواکونو هر ډول رول ردوي.

د تورخم دروازه؛د کډوالو ستنېدو ته خلاصه شوې؛ خو سوداګري او تګ راتګ لا هم بند دي

حماسه میډیا ته سرچینو ویلي، چې د تورخم سرحدي لاره نن سهار یوازې د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.

دغه لاره د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر اتو ورځو نښتو وروسته په بشپړ ډول تړل شوې وه.

سره له دې چې د کډوالو د ستنېدو تګ راتګ ته اجازه ورکړل شوې؛ خو لا هم د سوداګرۍ، مسافرو او ناروغانو لپاره تړلې ده.

د اوږدمهاله بندیز له امله په سوداګرۍ کې جدي ستونزې رامنځته شوې دي او سلګونه باروړونکي موترونه د تورخم په دواړو غاړو کې درېدلي دي.

سوداګر او موټر چلوونکي وایي چې د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو ډېر مالونه د خرابېدو په حال کې دي، او ګڼ مسافر او ناروغان لا هم د لارې د خلاصېدو په تمه ورځ او شپه تېروي.

ذبیح الله مجاهد پاکستان ته:استخباراتي مالومات شریک کړئ، ګډو هڅو سره ګواښونه له‌منځه وړو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې پاکستان ته د افغانستان له خاورې د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره استخباراتي همغږي ضروري ده.

نوموړي خېبر نیوز ته په مرکه کې ویلي چې «اسلامي امارت» د خپلو سیمو په کچه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیت د ټینګښت هڅې کړې؛ خو که پاکستان نور مالومات لري، باید له دوی سره یې شریک کړي څو اقدام وشي.

مجاهد ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» له پاکستان سره د نښتو لېوالتیا نه لري او اختلافات باید د تفاهم او اعتماد په فضا کې حل شي، نه د ګواښونو او تورونو له لارې.

هغه همداراز منلې چې په کویټې کې د «اسلامي امارت» د تېرو توغندیزو بریدونو له امله ملکي تلفات رامنځته شوي و او ویلي یې دي چې د شیخ هبت‌الله په امر د پېښې عاملین محکمه شوي او د قربانیانو کورنیو ته «دیت» هم ورکړل شوی دی.

ايران؛له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزيت لپاره نوې لاره پرانيستله

ايران اعلان کړی چې له افغانستان سره د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره يې یوه نوې لاره رسماً پرانیستې ده.

په کابل کې د ايران سفیر علي رضا بیکدلي په تازه څرګندونو کې ويلي چې د دواړو هېوادونو د موجوده ټرانزیتي دهلیزونو ترڅنګ، نوې پرانیستل شوې شمتېغ لاره به د سوداګریزو چارو ترڅنګ د مسافرو تګ–راتګ هم اسانه کړي.

سپينې ماڼۍ؛پر خبریالانو تازه محدودیتونه وضع کړي

0

سپینې ماڼۍ تازه مقررات اعلان کړي چې له مخې یې هغه خبریالان چې رسمي جواز لري، نور نه‌شي کولای د مطبوعاتي ویاندې کارولین لویت یا نورو لوړپوړو چارواکو دفترونو ته پرته له مخکنۍ همغږۍ داخل شي.

د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د “حساسو معلوماتو د ساتنې” لپاره شوې او سمدستي عملي ده.

دغه اقدام د امریکا د دفاع وزارت تر هغو محدودیتونو وروسته راغلی چې له امله یې ګڼ خبریالان اړ شول له پنتاګون څخه ووځي او خپلې رسنیزې کارتې بېرته ورکړي.

تر اوسه د سپینې ماڼۍ د خبریالانو اتحادیې په دې پرېکړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو ګڼې رسنۍ دا ډول محدودیتونه د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ پر وړاندې ګواښ بولي.