سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 465

ډونالډ ټرمپ؛لاس‌انجلس ته د ۷۰۰ ځانګړو سمندري ځواکونو او ۲۰۰۰ ملي ګارډ د لېږلو امر کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هيواد د کورنيو اعتراضونو په غبرګون کې لاس‌انجلس ته د ۷۰۰ ځانګړو سمندري ځواکونو او ۲۰۰۰ ملي ګارډ سرتېرو د لېږلو امر ورکړی.

دا ځانګړي ځواکونه پخوا افغانستان ته د طالبانو او القاعدې پر ضد لېږل شوي وو.

دا لومړی ځل دی په تېرو ۶۰ کلونو کې یو ولسمشر د ملي ګارډ ملاتړ لپاره دننه په هیواد کې فعال پوځیان ګوماري.

پوځ ویلي، دا ځواکونه د عملیاتو ۵۱ ډلې ملاتړ لپاره فعال شوي، چې د کورني امنیت لپاره بېړنی غبرګون چمتو کوي.

د دغو ځواکونو دنده تر اوسه څرګنده نه ده او د قانوني محدودیتونو له مخې، د نیولو یا اجرایي اقداماتو اجازه هم نه لري.

ذبیح الله مجاهد؛کابل کې د داعش پر پټنځای برید تایید کړی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالب سرتېرو د دوشنبې په ماښام د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د داعش پر یوه «پټنځي» برید کړی دی.

د طالبانو حکومت د استخباراتو پورې تړلي رسنۍ «المرصاد» لیکلي چې په دې عملیاتو کې دوه د داعش غړي وژل شوي او زیات شمېر چاودېدونکي توکي، انتحاري واسکټونه، ریموټ کنټرولونه او وسلې نیول شوي دي.

ویل شوي چې دغه عملیاتو څو ساعته دوام کړی دی.

بل لورته د CIA پخوانۍ مامورې سارا ادم ویلي، چې دا د طالبانو له لوري یوه جوړه شوې ډرامه ده تر څو د امریکا ملاتړ جلب کړي.

عبدالمتین قانع:په هېواد کې د اختر ورځې د امن په فضاء کې ونمانځل شوې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هېواد کې د اختر درې واړه ورځې د امن په فضا کې ونمانځل شوې.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې طالب سرتېرو او نورو امنیتي ارګانونو په ګډه په دې برخه کې هڅې کړې دي.

نوموړي د طالب سرتېرو او نورو ارګانونو له هڅو مننه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ:د ناپوه مشرانو له کبله مو افغانستان کې جګړه وبایلله

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې «په امریکا کې پانګونه» تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل چې د افغانستان جګړه د امریکا د بدو مشرانو له کبله بایلل شوه.

نوموړي وویل، امریکايي پوځیانو هلته داسې جګړه کوله لکه د بریا اراده یې چې نه‌ لرله.

هغه یو ځل بیا د افغانستان جګړه د جوبایډن ادارې ناکامي وبلله او ویې‌ ویل، د افغانستان نه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو خواشینوونکی او فاجعه‌بار» اقدام و.

ټرمپ زیاته کړې، که رهبري سمه وي، هیڅوک نشي کولای امریکا ته ماتې ورکړي؛ خو که ناپوه کسان مسؤل وي، نتیجه یې همداسې وي.

امریکا؛د کډوالۍ د سختو سیاستونو په غبرګون کې لاریونونه ډالاس او اسټین ښارونو ته هم رسېدلي

د ډونالډ ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالۍ د سختو سیاستونو په غبرګون کې لاریونونه د تکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم خپاره شوي دي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د دوشنبې په ماښام لسګونه کسانو د ډالاس «مارګارېټ هانټ هېل» پل ته څېرمه لاریون وکړ او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي اقداماتو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

په اسټین ښار کې هم سلګونه کسان سړکونو ته راوتلي وو او له لاس انجلس لاریونوالو سره یې د یووالي اعلان وکړ.

لاریونوالو د ټرمپ ادارې له‌خوا د ناقانونه کډوالو پر ضد د سختو اقداماتو د پای ته رسولو غوښتنه کړوي.

که څه هم دغه لاریونونه په ډالاس او اسټین کې سوله‌ییز بلل شوي، خو راپورونه وايي چې په نورو ښارونو کې تاوتریخوالي ته اوښتي.

اسراییلي ځواکونو؛د یمن پر حدیده بندر هوایي بریدونه کړي

اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا د یمن پر حدیده بندر هوایي بریدونه کړي دي.

د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون وايي، بریدونه تر هغه وروسته شوي، چې اسراییلي پوځ له راس عیسی، حدیده او الصلیف سیمو څخه د خلکو د وتلو امر ورکړی و.

تر اوسه په دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اسراییلي ځواکونه وایي، دا بریدونه د یمن له خاورې د را توغول شوو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په غبرګون کې شوي دي.

فاطمه مهاجراني:ایران کې قانوني افغان کډوال پاتې کېږي او ناقانونه کسان بېرته افغانستان ته لېږو

د ایران د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې هېواد یې یوازې هغو افغان کډوالو ته د پاتې کېدو اجازه ورکوي چې قانوني اسناد ولري، او ناقانونه کسان به د قوانینو له مخې بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

هغې زیاته کړې چې د ایران دولت د قانوني او غیرقانوني افغان اتباعو تر منځ واضح توپیر کوي او د کډوالو ایستل یا پاتې کېدل د مشخصو قانوني میکانیزمونو له مخې ترسره کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

سارا ادمز:طالبان د خپلو استخباراتي مرکزونو پر ضد جعلي عمليات ترسره کوي، څو د امريکا ملاتړ جلب کړي

د امريکا د مرکزي استخباراتو پخوانۍ مامورې سارا ادمز تازه ادعا کړې چې طالبانو د کابل په پنځلسمه ناحيه کې د داعش پر ضد هغه عملیات چې ډېر تبليغ شول، په اصل کې يوه جوړه شوې سناریو وه، څو امریکا ته ځان د ترهګرۍ ضد شریک وښيي.

آدمز پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا عمليات د طالبانو د استخباراتو د «ذوالفقار» څانګې په یوه ودانۍ کې ترسره شوي، کوم چې له ۲۰۲۱ راهيسې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.

هغې ویلي، دا ودانۍ له مخکې دوی ښه پېژني، ځکه چې د کابل د هوايي ډګر د برید په تړاو د ځمکنيو تحقيقاتو پر مهال له دې ځایه معلومات راټول شوي دي.

ادمز دا يوه «خندونکې ډرامه» بللې او زياتوي چې د طالبانو د دې کار موخه له واشنګټن څخه د ترهګرۍ ضد مالي مرستو ترلاسه کول دي.

نوموړې ادعا کړې چې طالبان په همدې ودانۍ کې د داعش له مشرتابه سره ناستې کوي، خو لوېديځ ته غلط معلومات ورکوي، څو وښيي چې دوی د داعش پر ضد جدي مبارزه کوي.

آدمز دغه راز ویلي، طالبان باور لري چې CIA د دې مرکزونو د داخل په اړه معلومات نه لري، او دا موضوع د هغوی لپاره یوه ټوکه ده.

هغې زياته کړې چې د دغه ډول جعلي عملیاتو تر شا هدف، د دوحې د توافقاتو پر بنسټ، له امريکا څخه د ميليونونو ډالرو ترلاسه کول دي.

د هغې په وینا، یوازې څو اوونۍ وړاندې د امریکا لخوا طالبانو ته ۴۶ ميليون ډالره ورکړل شول.

قطر:اسراییلي رسنۍ د جعلي اسنادو په خپرولو سره زموږ او امریکا ترمنځ اختلاف جوړول غواړي

د قطر د دولت د نړیوالو رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې اسراییلي رسنۍ تورنې کړي چې د جعلي اسنادو په خپرولو سره هڅه کوي د قطر او امریکا تر منځ اختلاف رامنځته کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کار ددې لپاره شوی چې د نړیوالو پام له خپلو غیرمسؤلانه کړنو، په ځانګړي ډول د غزې له وضعیت، منحرف کړي او همداراز نه غواړي چې د قطر د دیپلوماتیکو هڅو بریا ته لاره هواره شي.

قطري چارواکو ټینګار کړی چې دا ډول هڅې به بریالۍ نه شي، او هیڅ جعلي سند نشي کولای د قطر او امریکا اړیکې کمزورې کړي.

هند او د منځنۍ آسیا هیوادونه:د ترهګرۍ ضد مبارزه او د بشري همکاریو په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن یوو

د هند او د منځنۍ آسیا پنځو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له یو سوله‌ییز، باثباته او له ترهګرۍ پاک افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

دوی دغه څرګندونې د هند او منځنۍ آسیا د خبرو اترو د څلورم پړاو په پای کې وکړې، چې په نوي‌ډهلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیر په مشري ترسره شوه.

وزیرانو همداراز ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق پر ضد باید جدي مبارزه وشي.

په اعلامیه کې همداراز د ترمز سیمه‌ییز لوژستیکي مرکز د یو اېن‌اېچ‌سي‌ار له نړیوالو زېرمو سره د یو ځای کېدو هرکلی شوی، چې موخه‌یې بې‌ځایه شویو ته د بشري مرستو د رسولو ظرفیت پیاوړتیا ده.