سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 462

هند؛په احمد اباد کې د ایندیا ایر الوتکې د را غورځېدو پېښه کې ۲۴۲ کسان وژل شوي

د هند په احمدآباد ښار کې د «ایندیا ایر» هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله یې ټول ۲۴۲ سپرلۍ وژل شوي دي.

یاده الوتکه د احمدآباد ښار نه د لندن «ګت‌ویک» هوايي ډګر ته روانه وه؛ خو له پرواز وروسته را ولویده او د طب محصلینو د لیلیې له خوړنځي سره یې ټکر وکړ.

راپورونه ښيي چې د پېښې د علت په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

راپورونه وایي، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر دې دمه د ۶۰ تنو جسدونه راایستل شوي، او د نورو د موندنې هڅې روانې دي.

ماریا زاخارووا:د ۶ زره اوکرایني سرتېرو د جسدونو لېږد ته چمتو یوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، مسکو چمتو دی د استانبول د هوکړې له مخې د ۶ زره اوکرایني سرتېرو جسدونه کییف ته وسپاري.

نوموړې ویلي، تر اوسه یې ۱۲۱۲ جسدونه د بلاروس او اوکراین ترمنځ ټاکل شوې سیمې ته لېږدولي، خو اوکراین له منلو یې انکار کړی دی.

روسیه او اوکراین څه موده مخکې د خپلو وژل شویو سرتېرو د تبادلې هوکړه په استانبول کې کړې وه.

زاخارووا له اوکراین غوښتي چې د دغه توافق د پلي کېدو لپاره همکارۍ ته چمتو شي.

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې؛ایران د ژمنو سرغړونکی هېواد اعلان کړ

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه تازه پرېکړه لیک کې ایران له هغو ژمنو څخه د سرغړونې په تور تورن کړی، چې له شاوخوا شلو کلونو راهیسې یې ورسره کړې وې.

رویټرز راپور ورکړی، چې دا پرېکړه ښایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم وړاندې شي.

یاد پرېکړه لیک د تړلو دروازو تر شا د رایو له مخې تصویب شوی، چې پکې ۱۹ هېوادونو د دغې پرېکړې ملاتړ کړی، ۱۱ بې پرې پاتې شوي او درې هېوادونو ـ روسیې، چین او بورکینافاسو ـ مخالفت کړی دی.

هند؛یوه مسافر وړونکي الوتکه چې له احمد اباد څخه برېتانیا ته روانه وه، غورځېدلې

د هند د انډیا ایر شرکت یوه الوتکه چې ۲۴۲ مسافرین پکې سپاره وو، له احمدآباد هوايي ډګره د الوتنې وروسته غورځېدلې ده.

لومړني راپورونه ښيي چې دغه الوتنه له احمدآباد څخه د برېتانیا ګت‌ویک ښار ته روانه وه.

تر اوسه د پېښې د تلفاتو کره شمېر نه‌دی څرګند شوی.

د امریکا دفاع وزیر:د افغانستان جګړه کې د جګړې اصلي بار د امریکايي سرتېرو پر اوږو و

د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست ویلي، چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو غړو هېوادونو ونډه کمه وه.

هغه د کانګرس یوې ناستې ته په وینا کې ویلي، چې د ناټو نور غړي هېوادونه باید خپلې دفاعي وړتیاوې زیاتې کړي، څو د دې تړون د منشور له معیارونو سره سمون وخوري.

هگست زیاته کړې، چې د ناټو د حضور پر مهال په افغانستان کې د جګړې اصلي بار د امریکايي سرتېرو پر اوږو و، ځکه چې په جګړه کې واقعي وړتیا موجوده نه وه.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغانستان کې له شل کلنې جګړې وروسته د طالبانو حکومت واک ترلاسه کړ.

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان:د هر ډول نظامي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لرو

د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي وايي، د هېواد دښمنان د نظامي ګواښونو له لارې فشار راوړل غواړي؛ خو ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

سلامي زیاته کړې چې ایران پیاوړې نظامي تجربه لري، د دښمن موخې یې درک کړي او د خلکو پر ملاتړ ډاډه دی.

هغه ګواښ کړی چې که شرایط ورته برابر شي، داسې بریاوې به ترلاسه کړي چې دښمن به پښېمانه کړي.

کوزوو؛د امریکا له لوري د ایستل کېدونکو کډوالو د لنډمهالي مېشتېدو طرحه تصویب کړه

د کوزوو سرپرست حکومت یوه طرحه منظوره کړې چې له مخې به یې دغه هېواد د امریکا له لوري ایستل شویو کډوالو ته د لنډ مهال لپاره پناه ورکوي.

د کوزوو سرپرست صدراعظم اعلان کړی چې تر ۵۰ کسانو پورې کډوال، چې بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ستنېدونکي وي، په موقت ډول د کوزوو خاورې ته منل کېږي.

هغه ویلي، چې دا بهیر به د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت لخوا رهبري کېږي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، کوزوو به له وړاندې شوي لېست څخه یوازې هغه کسان ومني چې د هېواد د قانون، امنیت او نظم شرایط پوره کړي.

امرالله صالح:ناروې د اسلو غونډه کې طالبانو ته د بلنې نه ورکولو له کبله د ستاینې وړ کار وکړ

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د ناروې له دې پرېکړې ستاینه کړې چې طالبانو ته یې د «اسلو غونډې» ته بلنه نه ده ورکړې.

ښاغلي صالح پر ایکس لیکلي: «ګرانه ناروې! تاسو د افغانستان په تړاو یوازې یو ډېر کوچنی مثبت ګام اخیستی چې د تېر وخت ځینې نه‌ بښونکي او نه‌ اصلاحېدونکي تېروتنې لږ څه جبران کړي. له ۲۰۱۵ کال راهیسې، تاسو د طالبانو سپین‌ښوونې او د ښځو غلامۍ ته د فرهنګي قانون بڼې ورکولو له لارې سترې تېروتنې کړې دي. دا ځل مو طالبانو ته بلنه ور نه کړه، چې دا د ستاینې وړ کار دی.»

صالح همداراز، د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی، کای ایده تر ټولو بې‌کفایته دیپلومات بللی او ویلي یې دي چې نوموړی وروسته د طالبانو ملاتړی شو.

هغه هیله ښودلې چې د افغانستان د پیچلي بحران لپاره باید هوښیار او وړ دیپلوماتان وګمارل شي.

امریکا؛له ایران سره د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته خپل ځینې کارکوونکي له سیمې باسي

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې له ایران سره د روانو ترینګلو اړیکو له امله، متحده ایالات د منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو خپل کارکوونکي وباسي.

د راپورونو له مخې، واشنګټن دا مهال د بغداد له سفارته غیر ضروري ډیپلوماتان او د خلیج فارس په څو پوځي اډو کې د مېشتو امریکايي پوځیانو کورنۍ باسي.

دغه پرېکړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له لوري د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو د جدي اندېښنو له امله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سي‌بي‌اس نیوز راپور ورکړی چې اسراییل پر ایران برید ته چمتو شوی دی.

سي‌بي‌اس نیوز:اسراییل د ایران پر ضد د پوځي اقدام لپاره چمتو شوی

سی‌بی‌اس نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اسراییل د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پيل چمتووالی نیولی دی.

په راپور کې همداراز راغلي، متحده ایالات اټکل کوي چې ایران به د احتمالي غچ اخیستنې په لړ کې، په عراق کې امریکايي تاسیسات تر برید لاندې راولي.

د دې راپور له مخې، دا هماغه دلیل ګڼل شوی چې ولې واشنګټن خپلو یو شمېر وګړو ته سپارښتنه کړې چې له منځني ختیځه ووځي.

سی‌بی‌اس نیوز همداراز څرګنده کړې چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی به نږدې راتلونکي کې د ایران له استازو سره د خبرو اترو شپږم پړاو ته داخل شي.

په ورته مهال، د ایران د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده ویلي، که اټومي خبرې ناکامې شي او جګړه پر ایران وتپل شي؛ نو سپاه پاسداران به په هغو هېوادونو کې چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي، ټولې اډې په نښه کړي.