سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 461

انتونیو ګوتریش:منځني ختیځ کې د کړکېچ د پراخېدو مخنیوی دې وشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په منځني ختیځ کې د پوځي کړکېچ پراخېدل سخت غندلي او له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې اعظمي زغم وښيي.

د سرمنشي د مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، د اسراییلو له لوري د ایران د اټومي تاسیساتو بمبار نړیوالې اندېښنې راپورته کړې، په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ حساسې خبرې روانې دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې سیمه باید د لا ژور کړکېچ پر لور ولاړه نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اسراییلو د بریدونو له امله د ایران مهم پوځي قوماندانان وژل شوي او اټومي تاسیسات یې هم په نښه شوي دي.

د ایران دولتي رسنۍ:د اسراییلو د بریدونو له امله د وسله والو ځواکونو لوی درستیز هم وژل شوی

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، محمد باقري، په وروستیو بریدونو کې وژل شوی دی.

همداراز، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي او د خاتم الانبیا قرارګاه قوماندان هم وژل شوي دي.

علي شمخاني، چې یو لوړپوړی امنیتي مسئول دی، د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستر دی.

تر اوسه د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني او د سپاه پاسداران د ځواکونو قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده د وژل کېدو راپورونه رسمي نه دي تایید شوي.

علي خامنه‌اي:اسرائیل به د خپلو جنایتونو سخت قیمت ورکړي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د جمعې سهار د اسرائیل له بریدونو وروسته ویلي، چې اسرائیل جنايت کړی او باید د سختې سزا په تمه وي.

هغه زیاته کړې چې صهیونیستي رژیم د ملکي ځایونو په نښه کولو سره خپله خبیثه څېره لا څرګنده کړه.

خامنه‌اي دغه راز ویلي، د ایران وسله‌وال ځواکونه به دا برید بې‌ ځوابه پرېنږدي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي او دوه مخکښ اتومي ساینسپوهان، فریدون عباسي او محمد مهدي تهرانچي، د اسرائیل د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

اسراییل:نن سهار مو د ایران مهم پوځي قوماندانان او اټومي تاسیسات په نښه کړي

اسراییلي چارواکي وایي چې د جمعې په سهار یې د ایران اټومي تاسیسات، د بالیسټیک توغندیو فابریکې او مهم پوځي قوماندانان په نښه کړي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا بریدونه د یوه پراخ او اوږدمهاله عملیاتو پیل ګڼل کېږي، چې موخه یې د ایران له خوا د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی دی.

له بلې خوا، د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو د وېرې له امله، اسراییل بیړنی امنیتي حالت اعلان کړی او دفاعي چمتووالی یې لوړ کړی دی.

د اسراییل په هوايي بریدونو کې؛د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او دوه اتومي ساینسپوهان وژل شوي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي او دوه مخکښ اتومي ساینسپوهان، فریدون عباسي او محمد مهدي تهرانچي، د اسرائیل د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې بریدونه د ایران پر مهمو نظامي او اتومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د نطنز غني‌سازۍ سایټ، ترسره شوي، چې پراخې چاودنې، اورلګیدنې او د سپاه پاسداران د قوماندې په جوړښت کې ګډوډي رامنځته کړې ده.

له ختیځ تهران څخه خپاره شوي انځورونه د سپاه د قومندې مرکز په ودانۍ کې د اور او لوګیو صحنې ښيي.

اسرائیلي پوځ وایي د عملیاتو لومړۍ مرحله یې بشپړه کړې او لسګونه نظامي هدفونه یې په نښه کړي، چې هدف یې د ایران د اتومي وسلو مخنیوی دی.

سراج الدین حقاني:افغانان باید د اسلامي او ملي ګټو لپاره یو موټی شي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني وایي، افغان ولس باید د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په خاطر متحد پاتې شي.

ښاغلي حقاني د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بېلا بېلو قشرونو سره په ناسته کې ویلي، چې د اصلي اهدافو هېرولو تل هېواد له کړکېچ سره مخ کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د تېر پر اساس له هیچا سره محاسبه نه کوي او د هیڅ اړخ په وړاندې بدبیني نه لري.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، افغانان باید د سولې، ورورولۍ او پرمختګ لپاره خپلمنځي یووالي ته لومړیتوب ورکړي او له تفرقې ډډه وکړي.

د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست:ټول هېواد کې د اختر ورځو کې ۱۱۷ ترافیکي پېښې شوي او ۴۳ تنه پکې وژل شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې د عرفې له ورځې د اختر تر څلورمې ورځې پورې په ټول هېواد کې ۱۱۷ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۴۳ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان ۳۱ نارینه، دوه ښځې او ۱۰ ماشومان دي.

د ترافیکو ریاست د دغو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او له ټاکلي حده زیاته تېزرفتاري بللې ده.

دغه ریاست یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکو اصول په جدي توګه مراعات کړي، څو د دا ډول خونړیو پېښو مخه ونیول شي.

د ایران او امریکا ترمنځ؛شپږم پړاو اټومي خبرې په مسقط کې پیلیږي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي اعلان کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه شپږم پړاو خبرې به د جون په ۱۵مه د یکشنبې په ورځ، د عمان په پلازمېنه مسقط کې پیل شي.

نوموړي په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي چې دا نوې هڅه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو خبرو دوام دی.

تر دې وړاندې پنځه پړاوه خبرې شوي دي؛ خو کومه څرګنده پایله یې نه درلوده.

د طالبانو حکومت؛د هند احمد اباد کې د الوتکې د غورځېدو پېښه باندې خواشیني څرګنده کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د هند په احمد اباد کې د “ایر انډیا” الوتکې د سقوط له امله خواشیني ښودلې ده.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دغه ناورین له امله د قربانیانو کورنیو او د هند له حکومت سره د ژورې خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونه کوي.

د هندي رسنیو په وینا، په دې پېښه کې د الوتکې ټولې ۲۴۲ سپرلۍ ژوند له لاسه ورکړی دی.

حامد کرزي؛هند کې د الوتکې د سقوط پېښه باندې ژوره خواخوږي څرګنده کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند په احمداباد کې د ایر ایندیا الوتکې د سقوط پېښه خواشینوونکې بللې او له دې امله یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دا یوه دردوونکې پېښه ده او د هند له خلکو، په ځانګړي ډول د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره، د زړه له کومې غمرازي کوي.

کرزي له هند سره د خواخوږۍ ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب هم وړاندې کړي دي.

د یادونې ده چې نن د هند په احمد اباد کې د «ایر ایندیا» هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله یې ټول ۲۴۲ سپرلۍ وژل شوي دي.