چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 460

ذبیح الله مجاهد:اسراییل د نړیوالو قوانینو هیڅ احترام نه لري

د طالبانو حکومت د اسراییلو له‌خوا پر ایران وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا بریدونه د نړیوالو اصولو، ملي حاکمیت او د ایران د خاورې د بشپړتیا پر ضد څرګنده سرغړونه بللې ده.

مجاهد ویلي چې دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د فلسطین خلک په غزه کې د اسراییلو له سختو حملو سره مخ دي.

هغه دغه راز ویلي، چې اسراییل د بشري او نړیوالو قوانینو احترام نه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي دوام د سیمې امنیت نور هم زیانمن کړی او له ټولو اړخونو یې غوښتنه کړې چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مسؤلانه چلند وکړي او د ناامنیو مخه ونیسي.

عبدالله عبدالله:پر ایران د اسراییلو هوایي بریدونه نامشروع دي او نړیوال باید چوپ پاتې نه شي

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله، د اسراییل له لوري پر ایران ترسره شوي وروستي هوایي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې یو ښکاره تیری بللی دی.

عبدالله په یوه خپره کړې اعلامیه کې د بریدونو له امله د ایران له ولس سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د وژل شویو ایرانیانو د کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

هغه د پېښې قربانیان “بې‌ګناه ملکي وګړي او چارواکي” بللي چې د ده په وینا، د یوې ناروا یرغلګرې حملې ښکار شول.

نوموړي له نړیوالو بشري او سیاسي بنسټونو او د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتي، چې د اسراییلي رژیم پر ضد چوپ پاتې نه شي او د دې نامشروع او جنایتکارانه بریدونو د مخنیوي لپاره باید عملي اقدامات ترسره کړي.

عبدالله ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي ګواښ پېښوي.

حامد کرزی:د اسراییلو بریدونه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسراییلو له‌خوا پر ایران وروستي بریدونه سخت غندلي او دا یې د نړیوالو اصولو سره ښکاره مخالفت بللی دی.

کرزي ویلي، بریدونه چې له امله یې ملکي تلفات او تاوانونه اوښتي، د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

هغه ایران د افغانستان نېک ګاونډی یاد کړی او ویلي چې دغه هېواد تل له افغانانو ملاتړ کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې نړۍ اوس سولې او ثبات ته اړتیا لري او جګړې د بشریت لپاره ستر ګواښ دی.

کرزي له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو اصولو درناوی وکړي او د سولې لپاره هڅې وکړي.

نوموړي د ایران له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او د قربانیانو لپاره یې دعا کړې ده.

سعودي عربستان:نړیوال دې ژر تر ژره پر ایران د اسراییلو یرغل ودروي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو له لوري پر ایران بریدونه په کلکه غندلي دي او دا یې د ایران د حاکمیت ښکاره نقض بللی دی.

دغه وزارت ویلي چې دا بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې سمدستي د اسراییلو دغه یرغل ودروي.

د یادونې ده چې نن سهار د اسراییلو په بریدونو کې د ایران لوړپوړي پوځي مشران او اتومي ساینسپوهان وژل شوي دي.

برېتانیا:د اسراییلو له لوري پر ایران بریدونه د اندېښې وړ دي

د بریتانیا لومړي وزیر، کی‌یر استارمر، ویلي چې د اسراییلو له لوري پر ایران بریدونه د اندېښنې وړ دي او ټول لوري باید شاتګ وکړي او کړکېچ راکم کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، دیوید لمي، هم ویلي چې په منځني ختیځ کې ثبات د نړیوال امنیت لپاره حیاتي اهمیت لري.

هغه خبرداری ورکړی چې د کړکېچ زیاتوالی د سیمې لپاره جدي ګواښ دی او زیاته کړې یې ده چې دا یو خطرناک پړاو دی، او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې زغم وښيي.

نتانیاهو:د ایران د خلکو د آزادۍ ورځ نږدې شوې ده

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، پر ایران تر نظامي برید وروسته، د ایران خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي چې ایراني رژیم نږدې پنځوس کاله د هغوی د ښه ژوند فرصت له منځه وړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د آزادۍ ورځ د پخوا په پرتله نږدې شوې او زیاته یې کړه چې کله هغه ورځ راورسي، اسراییلي او ایراني ملتونه به یو ځل بیا خپل تاریخي اړیکي تازه کړي او یو ګډ، هوسا، سوله‌ییز او هیله‌مند راتلونکی به جوړ کړي.

نتانیاهو دا هم ویلي، چې اسراییل د آزادې نړۍ دفاع کوي، د هغه ترهګرۍ او تاوتریخوالي مخه نیسي چې د ایران رژیم یې تولیدوي او صادروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:د اسراییلو بریدونه په کلکه غندو او د ایران ترڅنګ درېږو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، د اسراییلو له لوري پر ایران بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې دا یوه بې‌دلیله حمله وه چې د ایران حاکمیت یې ښکاره نقض کړی دی.

هغه ویلي چې دا بریدونه د سیمې ثبات او نړیوال امنیت ته جدي خطر پېښوي او د نړیوالو قوانینو بنسټونه او د بشریت وجدان یې لړزولی دی.

اسحاق ډار ټینګار کړی چې پاکستان د ایران له دولت او خلکو سره ولاړ دی.

مسعود پزشکیان:په اسراییلو به خوب حرام کړو

د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان حکومت د اسراییلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې غچ اخیستل له شاه‌ رګ څخه هم اسراییل ته نږدې دي.

یاد حکومت په یوه بیان کې اعلان کړی چې له همدې شېبې یې د اسراییل د پښېمانه کولو لپاره دفاعي، سیاسي او حقوقي اقدامات پیل کړي او «خوب به پرې حرام کړي.»

د اسراییل د پوځ ویاند:تېرو څو ساعتونو کې له ایران څه تر ۱۰۰ ډېرې ډرون الوتکې دغه هېواد ته ننوتي

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري اعلان کړی چې په تېرو څو ساعتونو کې له ایران څخه د اسراییل پر لور له ۱۰۰ ډېر ډرون الوتکې توغول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د اسراییل پوځ هڅه کوي دا ډرونونه رانسکور کړي.

راپورونه ښيي چې له ایرانه توغول شوي ډرونونه څو ساعته وخت نیسي څو اسراییل ته ورسېږي.

ایران؛د هر ډول الوتنو پرمخ هوایي ډګرونه تړلي

د اسراییلو د پراخو هوایي بریدونو په غبرګون کې، د ایران ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې د هېواد هوایي حریم د هر ډول الوتنو لپاره تړل شوی دی.

ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې تر نوې خبرتیا پورې هوایي ډګرونو ته نه ورځي او د الوتنو تازه وضعیت د رسنیو له لارې تعقیب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اسراییلو د بریدونو له امله د ایران مهم پوځي قوماندانان وژل شوي او اټومي تاسیسات یې هم په نښه شوي دي.