چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 459

اسراییلو؛د ایران په همدان ښار کې پر یو نظامي مرکز برید کړی

اسرائیلو د ایران همدان ښار اړوند د اسد اباد پر یو نظامي مرکز برید کړی.

تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې اوس مهال یو وار بیا اسرائیل د ایران پر مختلفو سیمو بریدونه پیل کړي.

د اسراییلو او ایران ترمنځ نښته؛د دواړو لوریو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري

د اسرائیلو له لوري پر ایران بریدونه، چې د جمعې په سهار پیل شوي وو، تر شنبې سهاره دوام لري.

په تهران کې مهرآباد، اقدسیه، حکیمیه او پاستور سیمې تر برید لاندې راغلي.

په زنجان کې هم یوه پوځې اډه په نښه شوې، او په کرج کې د کوه عظیمیه په سیمه کې چاودنه شوې ده.

ځینو رسنیو هدف مخابراتي برج بللی، خو عیني شاهدان وايي چې د برید هدف د رادار سیستم و.

همدارنګه، د ایران بیدگنه توغندويي اډه چې له هغه ځایه د اسرائیلو پر لور توغندي ویشتل شوي، تر برید لاندې راغلې ده.

ایراني رسنۍ:د اسرائیلو دوه پوځي الوتکې مو نسکورې کړي

ایراني رسنۍ وایي د دې هیواد هوايي ځواک د اسرائیلو دوه جنګي الوتکې راغورځولي.

د راپورونو له مخې د پرځیدلې الوتکې یوه ښځینه پېلوټه نیول شوې ده.

د تسنیم خبري آژانس د دفاعي خبریال د راپور له مخې، د ایران هوايي دفاع بریالۍ شوې چې د اسرایلو دوه جنګي الوتکې وغورځوي.

د راپور له مخې، د دغو الوتکو د پېلوټانو له ډلې یوه یې ښځه ده چې اوس اسیره شوې ده.

ډونالډ ټرمپ:ایران ته مو د هوکړې ډېر چانسونه ورکړي، که یې ونه مني حالت به تر دې هم خراب شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران ته یې د اټومي هوکړې لپاره ګڼ فرصتونه ورکړي، خو که دغه هېواد د هوکړې لار ونه نیسي؛ نو پایلې به یې د دوی له اټکله هم بدې وي.

ټرمپ، چې د امریکا پوځي توان ته اشاره کړې، زیاته کړې: «زموږ وسلې ډېرې پیاوړې دي، ډېری یې له اسراییلو سره شته او د کارولو هنر مو هم زده دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د ټرمپ د خبرو پخلی کړی او ویلي یې دي: «ایراني تندلارې مخکې په زړورتیا خبرې کولې؛ خو اوس وضعیت بدل شوی، هغوی نور نه شته.»

روبیو له ایراني چارواکو غوښتي چې د لا نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره دې د خبرو او هوکړې لاره خپله کړي.

ایراني رسنۍ:امیرعلي حاجي‌زاده د اسرائیلو په برید کې وژل شوی

ایراني رسنیو تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران د هوایي ځواک قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده د اسرائیلو د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.

حاجي‌زاده، چې په ۱۳۴۱ کال کې په تهران کې زېږېدلی و، له ۱۳۵۹ راهیسې د سپاه پاسداران غړی و او د ایران د توغندیزو پروګرامونو له کلیدي څېرو څخه شمېرل کېده.

هغه په ۲۰۱۹ کال کې د یوه امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د نسکورولو له امله د امریکا تر بندیزونو لاندې راغی.

نوموړی دغه راز په ۱۳۹۸ د حوت په میاشت کې، وروسته له هغه چې د سپاه د هوايي دفاع له‌خوا یوه اوکرایني مسافر وړونکې الوتکه تهران ته نږدې وویشتل شوه او ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول، حاجي‌زاده دغه پېښه “انساني تېروتنه” وبلله او بشپړ مسؤلیت یې ومانه.

هغه اعلان وکړ چې چمتو دی هر ډول سزا ومني، چې ایراني مراجعې ورته وټاکي.

اسراییل:د سپاه پاسداران د هوایي ځواک مشر امیرعلي حاجي‌زاده وژل شوی

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو قوماندان، امیرعلي حاجي‌زاده، وژل شوی دی.

د اسراییلي چارواکو په وینا، د سپاه پاسداران د هوايي ځواک یو شمېر لوړپوړي قوماندانان هم د هغه ترڅنګ وژل شوي دي.

د اسراییلو د دفاع وزیر، یسرائیل کاتز، مخکې ویلي وو چې په یوه برید کې د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو ډېر مهم مشران له منځه وړل شوي دي.

د ایران چارواکو تر اوسه د حاجي‌زاده د وژل کېدو خبر رسماً نه دی تائید کړی؛ خو د هغه د مړینې په اړه ضد او نقیض خبرونه په ایراني رسنیو کې خپاره شوي دي.

زلمی خلیلزاد:بریالي هېوادونه ولسواک نظامونه لري، شیخ هبت الله باید دې ته پام وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبت الله اخندزاده، له لوري پر ډیموکراسۍ شویو نیوکو ته غبرګون ښودلی دی.

خلیلزاد وایي، افغانان حق لري چې د خپلې خوښې د حکومت ډول وټاکي؛ خو شیخ هبت الله ته یې توصیه کړې چې دې ته پام وکړي، چې بریالي، باثباته او شتمن هېوادونه ولسواک نظامونه لري.

نوموړي د ولسواکۍ اهمیت ته په اشارې ویلي چې د بریالي هېواد راز په ډيموکراتیک نظام کې نغښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شیخ هبت الله د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې یو ځل بیا پر ډیموکراسۍ سختې نیوکې وکړې او د شرعي نظام پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.

د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې نه یوازې په هېواد کې ولسواک نظام ختم کړی، بلکې د خپل مدعي شرعي نظام له مخې یې پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار، او نورو بنسټیزو حقونو بندیزونه لګولي دي.

ایراني رسنۍ:د اسراییلو په بریدونو کې د ایران شپږ اتومي ساینسپوهان وژل شوي دي

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د اسراییلو په وروستي برید کې د ایران شپږ مهم اتومي ساینسپوهان وژل شوي دي.

وژل شويږ کسانو کې سید امیرحسین فقهی، عبدالحمید مینوچهر، احمدرضا ذوالفقاري، مطلبي‌زاده، محمد مهدي تهرانچي، او فریدون عباسي شامل دي.

همداراز، د ایران درې لوړپوړي نظامي مشران، محمد باقري، حسین سلامي، او غلام علي رشید هم په برید کې وژل شوي دي.

د ایران حکومت ویلي، چې د دغه بریدونو سخت غچ به واخلي او په اسراییلو به خوب حرام کړي.

شهباز شریف:پر ایران د اسراییلو بریدونه د سیمې ثبات ګواښي او نړیوال دې چوپ نه پاتې کېږي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسراییلو له‌خوا پر ایران ترسره شوی هوایي برید په کلکه غندلي او دا یې یو بې‌دلیله، خطرناک او نامسوولانه اقدام بللی دی.

شریف ویلي، دغه ډول اقدامات د سیمې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ لامل ګرځي او د اندېښنې وړ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا وضعیت نه یوازې د ایران، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دی.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو د مخنیوي لپاره سمدستي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

اسراییلي رسنۍ:موساد په ایران کې تر برید وړاندې د ځانمرګو بې‌پيلوټه الوتکو اډه جوړه کړې وه

د اسراییلو رسنیو د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې موساد په ایران کې یوه پټه اډه د ځانمرګو بې‌پيلوټه الوتکو لپاره جوړه کړې وه.

دغه بې‌پيلوټه الوتکې له اوږدې مودې وړاندې ایران ته داخل شوې وې او د اسراییلو ځینې توغندي هم د ایران له خاورې څخه توغول شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې موساد او د اسراییلو پوځ د ایران پر ستراتیژیکو توغندیو پټ او پیچلې عملیات ترسره کړي دي.

راپورونه وایي چې د موساد ځانګړو ځواکونو په ایران کې په مرکزي سیمو کې دقیقې هدایت شوې وسلې له مخکې ځای پر ځای کړې وې.