دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 454

سعودي عربستان؛ایراني حاجیانو ته ځانګړي خدمات برابر کړي

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د ایراني حاجیانو لپاره ځانګړي خدمات برابر کړي دي.

اوس مهال د ایران اووه نیم زره حاجیان په سعودي کې بند پاتي، چې د معلوماتو له مخې، د سعودي د ولیعهد په امر ورته ځانګړې عملیاتي خونه جوړه شوې.

د یادونې ده، چې ایراني حاجیان پر ایران د اسرائیل د برید له کبله په سعودي کې بند پاتې دي.

هرانا:د اسرائیل بریدونو کې ۸۶۳ ایرانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په میرزاخېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی او د هغه خور او ورور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طبیب حماد رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن یکشنبه رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومان له یادې مرمۍ سره په لوبو بوخت وو.

امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د هغوی درملنه روانه ده.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د جګړو له امله پاتې شویو ناچاودو توکو له کبله هر کال ګڼ ماشومان ژوند له لاسه ورکوي یا ټپیان کېږي.

ننګرهار؛کامې ولسوالۍ کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په میرزاخېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی او د هغه خور او ورور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طبیب حماد رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن یکشنبه رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومان له یادې مرمۍ سره په لوبو بوخت وو.

امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د هغوی درملنه روانه ده.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د جګړو له امله پاتې شویو ناچاودو توکو له کبله هر کال ګڼ ماشومان ژوند له لاسه ورکوي یا ټپیان کېږي.

هند؛په اوتاراکند کې د هیلي‌کوپټر د سقوط له امله اووه تنه وژل شوي

د هند په شمالي ایالت اوتاراکند کې یوې هیلي‌کوپټر سقوط کړی چې له امله یې د یو ماشوم په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

پېښه نن سهار د یاد ایالت په ځنګلونو کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، د پېښې لامل خراب موسم ښودل شوی دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې یوازې یوه اونۍ وړاندې هم په هند کې د یوه مسافر وړونکي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۲۷۰ کسان وژل شوي وو.

د ایران د پارلمان غړی:په تبریز کې د اسراییلو د برید له امله ۳۱ تنه وژل شوي

د ایران د پارلمان غړی، روح‌الله متفکر آزاد وايي چې د اسراییلو په وروستي برید کې ۳۱ کسان په تبریز ښار کې وژل شوي، چې ډېری یې د ایران پوځي کسان وو.

نوموړي ویلي، سره له دومره تلفاتو د ښار وضعیت عادي دی او خلک خپل ورځنی ژوند پرمخ وړي.

د هغه په وینا، جشنونه، ودونه او نور ټولنیز مراسم د معمول په ډول ترسره کېږي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا د ایران او اسراییل په شخړه کې ښکېله نه ده؛ خو د برید په صورت کې به سخت ځواب وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې د اسراییلي بریدونو په برخه کې له ایران سره جګړه کې ښکېل نه دی.

هغه خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا پر ګټو برید وکړي؛ نو امریکا به داسې سخت او بې‌ساری ځواب ورکړي چې ساری به یې نه وي لیدل شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا وړتیا لري د ایران او اسراییل ترمنځ روانه جګړه ژر پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرایيلي سرچینو آکسیوس ته ویلي، د تېرو ۴۸ ساعتونو په جریان کې د تل‌ابیب چارواکو د ټرمپ له ادارې غوښتي چې د ایران د فردو اټومي تاسیساتو پر ضد برید کې مستقیم ګډون وکړي.

خواجه اصف:په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان ۷۰۰ پوځیان وژل شوي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایي، په تېرو دوو کلونو کې د وسله‌والو بریدونو له امله شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې د پارلمان په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې د هند په ګټه جګړه کوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دې موده کې پر پوځ تر ټولو ډېر بریدونه په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ترسره شوي دي.

عراق؛د امریکا پر عین الاسد اډې برید شوی

د عراق په لویدیځ کې د امریکا پر عین‌الاسد اډې د برید خبر ورکړل شوی.

یو شمېر رسنیو لیکلي، چې دا بریدونه د درې بې‌پیلوټه الوتکو له لوري شوي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدونه د چا له لوري شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ایران ګواښ کړی و چې سیمه کې به د امریکا اډې په نښه کړي.

ایران؛۱۶ تنه له اسرائیل سره د همکارۍ او خپلو مشرانو ته د سپکاوي په تور نیولي

ایراني پولیسو په دغه هېواد کې ۱۶ تنه نیولي دي.

دوی ویلي، چې یادو کسانو د اسرائیل له حملې ملاتړ کوو او دغه راز یې بیا د ایران د وژل شویو مشرانو سپکاوی کړی.

بل لورته بیا د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو له ایران میشتو افغانانو غوښتي، چې له سیاسي تبصرو، ویډیو او تصویر اخیستلو ډډه وکړي.

اسرائیل امریکا ته:د ایران د فردو اټومي تاسیساتو ویجاړي کې راسره مرسته وکړئ

اسرایيلي سرچینو آکسیوس ته ویلي، د تېرو ۴۸ ساعتونو په جریان کې د تل‌ابیب چارواکو د ټرمپ له ادارې غوښتي چې د ایران د فردو اټومي تاسیساتو پر ضد برید کې مستقیم ګډون وکړي.

اسراییلي دیپلوماتان دا تاسیسات د تهران د اټومي پروګرام د “بشپړې نابودۍ کیلي” بولي.

واشنګټن تر اوسه د اسراییلي هوايي عملیاتو څخه ځان بېل ساتلی او خبرداری ورکوي چې پر امریکايي اهدافو د ایران هر ډول غبرګون به ناوړه پایلې ولري.

یوه اسراییلي چارواکي ادعا کړې چې ټرمپ نتانیاهو ته ویلي که اړتیا وي، چمتو دی اقدام وکړي؛ خو سپینې ماڼۍ دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د فردو پر ضد د حملې په اړه د اسراییلو رسمي غوښتنه لا هم تر ارزونې لاندې ده.