د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره خبرې پرمختګ وکړي؛ نو دی چمتو دی د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
هغه دا څرګندونې له نیویارک پوسټ سره په مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي: «په دې پړاو کې داسې انګیرم چې هېڅوک لوبې نه کوي.»
ټرمپ زیاته کړې چې یو لوړپوړی امریکایي پلاوی، چې پکې جیډي ونس، سټیو ویتکاف او جرد کوشنر شامل دي، دا مهال د اسلام اباد پر لور روان دی څو د خبرو بل پړاو کې برخه واخلي.
د هغه په وینا، د خبرو اصلي موضوع یو نه بدلېدونکی شرط دی: ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له هر ډول هڅې لاس واخلي.
ټرمپ ټینګار کړی چې که خبرې مخ ته ولاړې شي، دی به چمتو وي چې د تهران له چارواکو سره مستقیمه لیدنه وکړي.

