دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 455

ایران؛۱۶ تنه له اسرائیل سره د همکارۍ او خپلو مشرانو ته د سپکاوي په تور نیولي

ایراني پولیسو په دغه هېواد کې ۱۶ تنه نیولي دي.

دوی ویلي، چې یادو کسانو د اسرائیل له حملې ملاتړ کوو او دغه راز یې بیا د ایران د وژل شویو مشرانو سپکاوی کړی.

بل لورته بیا د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو له ایران میشتو افغانانو غوښتي، چې له سیاسي تبصرو، ویډیو او تصویر اخیستلو ډډه وکړي.

اسرائیل امریکا ته:د ایران د فردو اټومي تاسیساتو ویجاړي کې راسره مرسته وکړئ

اسرایيلي سرچینو آکسیوس ته ویلي، د تېرو ۴۸ ساعتونو په جریان کې د تل‌ابیب چارواکو د ټرمپ له ادارې غوښتي چې د ایران د فردو اټومي تاسیساتو پر ضد برید کې مستقیم ګډون وکړي.

اسراییلي دیپلوماتان دا تاسیسات د تهران د اټومي پروګرام د “بشپړې نابودۍ کیلي” بولي.

واشنګټن تر اوسه د اسراییلي هوايي عملیاتو څخه ځان بېل ساتلی او خبرداری ورکوي چې پر امریکايي اهدافو د ایران هر ډول غبرګون به ناوړه پایلې ولري.

یوه اسراییلي چارواکي ادعا کړې چې ټرمپ نتانیاهو ته ویلي که اړتیا وي، چمتو دی اقدام وکړي؛ خو سپینې ماڼۍ دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د فردو پر ضد د حملې په اړه د اسراییلو رسمي غوښتنه لا هم تر ارزونې لاندې ده.

د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ؛د ایران او افغانستان ترمنځ پوله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې

د اسرائیل او ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله د ایران او افغانستان ترمنځ پوله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې دي.

احمد ضیا شینوزاده، چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړی دی، ویلي چې له پرون راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مالونو لېږد درېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د کلني سوداګریز حجم ارزښت شاوخوا پنځه میلیارده ډالرو ته رسېدلی و.

تر اوسه د طالبانو حکومت او ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ؛دواړو لوریو پر یو بل د پرمختللو وسلو بریدونه کړي

له تېرې شپې راهیسې د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړې زور اخیستی.

دواړو لوریو پر یو بل د ځانمرګو ډرونونو او بالیستیک توغندیو بریدونه کړي، چې پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې دي.

تر اوسه دواړو غاړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وروستي جزیات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې بیا ایران ویلي، چې دوی پر اسرائیل هایپرسوینګ مزائیل هم استعمال کړي.

اسرائیل؛یو وار بیا د ایران پر بېلابېلو سیمو بریدونه پیل کړي

اسرائیل یو وار بیا د ایران پر بېلابېلو سیمو بریدونه پیل کړي.

دمګړۍ پر اصفحان، عباس بندر او یو شمېر نورو سیمو د اسرائیل بریدونه جریان لري.

ایران تر اوسه کوم غبرکون نه دی ښودلی.

کریملین:ټرمپ او پوتین د ایران او اسراییل د کړکېچ په اړه ۵۰ دقیقې خبرې کړې

د کریملین د بهرني سیاست لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف اعلان کړی، چې ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د ایران او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ۵۰ دقیقې خبرې کړي دي.

اوشاکوف دغه تماس “مانا لرونکی او ګټور” بللی او زیاته کړې یې ده، چې پوتین په خبرو کې د ایران پر ضد د اسرائیلو پوځي عملیات غندلي دي.

د اوشاکوف په وینا، ټرمپ هم د منځني ختیځ اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او پوتین ته یې ویلي، چې امریکایي مذاکراتو کوونکي د ایران له استازو سره د خبرو بیا پیل ته چمتو دي.

نتانیاهو:ډېر ژر به د اسرائیلو الوتکې د تهران پر فضا ووینو

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې هېواد یې تهران ته د پوځي اقدام لاره پرانیستې او ډېر ژر به د اسرائیلو الوتکې د تهران پر فضا وویني.

نتانیاهو زیاته کړې، چې اسرائیل د ایران د توغندیو پروګرام او احتمالي اټومي وسلو د جوړولو پر وړاندې د دغه هېواد پوځي ظرفیتونه په نښه کړي دي.

هغه ویلي: «موږ نشو کولای د هغوی د زرګونو توغندیو تولید وزغمو؛ نو ځکه مو د تولیدي ظرفیت د له‌منځه وړلو پرېکړه کړې.»

کونړ؛دانګام کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د کونړ طالب چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

دوی ویلي، چې د دغې نښتې په نتیجه کې یو سرحدي طالب سرتېری ټپي شوی دی.

تر پېښې وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

د سعودي ولیعهد:د ایران حاجیانو ته باید ټولې اسانتیاوې برابرې شي

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د حج او عمرې وزارت چارواکو ته امر کړی، چې د ایراني حاجیانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي ویلي، تر هغې باید د حاجیانو لپاره ټول خدمات برابر شي؛ ترڅو دوی بېرته خپل وطن ته ستنیږي.

تېره ورځ پر ایران د اسرائیل تر برید وروسته؛ ایران د حجاجو راتګ هم د نامعلوم وخت لپاره وځنډوو.

د اسرائیل پوځ:په تهران کې مو ۴۰ هدفونه بمبار کړي دي

د اسرائیلو پوځ وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۷۰ جنګي الوتکو د تهران په مختلفو سیمو کې ۴۰ هدفونه بمبار کړي دي.

د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کې لسګونه د توغندیو توغولو ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

د یادونې ده چې د اسراییلو د بریدونو له کبله په ایران کې له تېرې ورځې راهیسې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.