دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 453

ټرمپ:کله ناکله جګړه د ستونزو د حل لپاره ضروري وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې اسراییل او ایران دې اوربند ته ورسېږي؛ خو ټینګار یې کړی چې کله ناکله هېوادونه باید تر سولې مخکې جګړه وکړي تر څو ستونزې حل شي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د «جي-۷» سرمشریزې ته د روانېدو پر مهال له خبریالانو سره وکړې.

ټرمپ ویلي چې امریکا به له اسراییلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ خو دا یې ونه ویل چې آیا له اسراییلو یې غوښتي چې بریدونه بند کړي یا نه.

هغه د اسراییلي صدراعظم نتانیاهو سره اړیکې ښې او د متقابل درناوي لرونکې وبللې.

د ایران د روغتیا وزارت:د اسراییلو د بریدونو له کبله ۲۲۴ ایرانیان وژل شوي

د ایران د روغتیا وزارت وایي، د اسراییلو هوایي بریدونو له امله تر اوسه ۲۲۴ تنه وژل شوي او ۱۲۷۷ نور ټپیان دي.

د وزارت ویاند، حسین کرمان‌پور، ادعا کړې چې ۹۰ سلنه قربانیان ملکي وګړي دي، چې ښځې، سړي او ماشومان پکې شامل دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران پر وړاندې روانه “نسل‌وژنه” ودروي.

بل‌خوا اسراییل وایي یوازې پوځي اهداف یې په نښه کړي، او ایران تورنوي چې د اسراییلو ملکیانو ته قصداً زیان رسوي.

د ایران د بریدونو له کبله:اسراییل کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران له خوا د وروستیو راکټي بریدونو په ترڅ کې، د اسراییلو په مرکزي ښار بات یام کې دوه نور جسدونه له نړېدلو ودانیو لاندې را ایستل شوي دي.

په ورته مهال، د اسراییلو مشهوره ورځپاڼه جروزالم پست لیکلي، چې له جمعې ورځې راهیسې د ایران د بریدونو له امله ۱۶ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه ښيي چې لا هم د ژغورنې ډلې په زیانمنو سیمو کې لټون ته ادامه ورکوي، او امکان لري د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

اسراییل:د ایران له لوري پر اسراییلو د راکټي بریدونو نوې څپه پیل شوې

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې نن، د ایران له خوا پر اسراییلو د توغندیو یوه نوې څپه پیل شوې ده.

پوځ وایي چې د هېواد هوايي ځواکونه د دغو بریدونو پر وړاندې په فعاله توګه اقدام کړی او هڅه کوي چې راکټونه په هوا کې شنډ کړي.

د بریدونو له امله د اسراییلو په مرکزي، لوېدیځو او شمالي برخو کې د خطر زنګ وهل شوی، چې خلک یې وېرولي دي.

همداراز، ژوندۍ تلویزیوني خپرونې ښيي چې د اسراییلو دفاعي سیستمونه د تل‌ابیب پر آسمان کې توغندي تعقیبوي او شنډوي.

د بریدونو د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو چارواکي وایي چې وضعیت له نږدې څاري او خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.

امریکا کې د اسراییل سفیر:د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا نلرو

په امریکا کې د اسراییلو سفیر یخیل لایتر، ، ویلي چې اسراییل د ایران د فردو د یورانیمو غني‌کولو تأسیساتو د له‌منځه وړلو لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا نه لري.

فردو تأسیسات چې د ځمکې لاندې موقعیت لري، له نظامي پلوه د برید تر ټولو ستونزمن هدف ګڼل کېږي.

د اسراییلو سفیر زیاته کړې چې دوی د امریکا له ملاتړ څخه منندوی دي؛ خو دغه ملاتړ یوازې تر “دفاعي دریځه” پورې محدود دی.

هغه د ای‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې پر دغو تاسیساتو د برید بدیلې لارې لري.

ټرمپ:ډېر ژر به د اسرائیل او ایران ترمنځ سوله وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د ایران او اسرائیل ترمنځ سوله وشي.

هغه زیاته کړې چې اوس د دواړو لورو ترمنځ زیاتې خبرې او ناستې روانې دي.

ټرمپ ویلي، ایران او اسرائیل باید هوکړې ته ورسیږي، لکه څنګه چې هند او پاکستان روغه وکړه.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اسرائیل تازه د ایران پر ضد بریدونه ډېر کړي او ایران هم پر اسرائیل د توغندیو نوي بریدونه کړي دي.

ایران:پر اسرائیل مو د توغندیو د برید نوې څپه پیل شوه

پر اسرائیل د ایران د توغندیو بله څپه پیل شوه.

ایران پر دې بریدونو کې له لسګونه توغندیو کار اخیستی.

ویل کېږي، چې دا توغندي د اسرائیل پر مهمو سیمو لګېدلي دي.

اسرائیل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایراني رسنۍ:ایران په اسراییل کې د بنیامین نتنیاهو کور په نښه کړی

یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران په اسراییل کې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کور په نښه کړی.

په دې اړه تر اوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو څو شېبې وړاندې تهران ټایمز ویلي، چې پر اسراییل یې سلګونه توغندي ورتوغولي دي.

اسراییل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خالد حنفي:له ږیرې، لونګۍ او حجاب پرته د اسلام تعریف نیمګړی دی

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر، محمدخالد حنفي، ويلي چې بې له ږيرې او حجاب څخه د اسلام تعريف نيمګړی دی.

د یاد وزارت وياند، سيف‌الاسلام خيبر، د خالد حنفي د وينا يو غږيز پيغام د ایکس پر پاڼه خپور کړی چې نوموړي پکې ویلي: «که تاسو دستار، ږيره او حجاب ته اسلام نه واياست؛ نو اسلام څه شی دی؟»

هغه زياته کړې چې اسلام د منکراتو، لکه بې‌حجابۍ او ږيره خريلو له مخنيوي سره پېژندل کېږي.

نوموړي پخوا دنياوي زده کړې «مباح» بللې وې.

سعودي عربستان؛ایراني حاجیانو ته ځانګړي خدمات برابر کړي

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د ایراني حاجیانو لپاره ځانګړي خدمات برابر کړي دي.

اوس مهال د ایران اووه نیم زره حاجیان په سعودي کې بند پاتي، چې د معلوماتو له مخې، د سعودي د ولیعهد په امر ورته ځانګړې عملیاتي خونه جوړه شوې.

د یادونې ده، چې ایراني حاجیان پر ایران د اسرائیل د برید له کبله په سعودي کې بند پاتې دي.