اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر، نجیب الله عليخېل ویلي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د محمد محقق وروستیو څرګندونو پراخ سیاسي او ولسي غبرګونونه راپارولي، چې دا ډول څرګندونې په اوسنیو حساسو شرایطو کې تصادفي نه ښکاري، بلکې د یوې ځانګړې اجنډا او فکر څرګندونه کوي چې ښایي د سیمهییزو او ملي مسایلو په تړاو د احتمالي معاملو لپاره فضا برابره کړي.
عليخېل زیاتوي، داسې انګېرنه شته چې د ډیورنډ په اړه دا ډول دریځونه ښایي د یوې پراخې “معاملاتي بستې” برخه وي، چې ځینې کړۍ غواړي د مقابل لوري پر وړاندې یې د امتیاز په توګه وړاندې کړي.
د هغه په باور، په دې چوکاټ کې د افغانستان له جغرافیایي موقعیته د “دور وهلو” هڅې، لکه د چترال، واخان او شکاشم له لارې د پاکستان او مرکزي آسیا نښلول، هم له ورته سناریو سره تړاو لرلای شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ډیورنډ کرښه د ۱۹مې پېړۍ د استعماري سیاست میراث دی چې په عملي توګه نه ده تطبیق شوې او له همدې امله فرضي بلل کېږي.
د علي خیل په وینا، د ډیورنډ مسئله نه د یو فرد صلاحیت دی او نه هم د پټو معاملو برخه کېدای شي، بلکې دا یوه ملي موضوع ده چې له ۱۳۰ کلونو راهیسې د افغان ولس، په ځانګړي ډول د ځوان نسل، په احساساتو کې ژوره ریښه لري.

