د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې په اړه د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې یاده کرښه «فرضي» ده او په دې اړه وروستۍ پرېکړه باید د ولسونو له خوا وشي.
داودزي څرګنده کړې چې دی او محقق دواړه د «افغانستان ژغورنې ملي مجمع» غړي دي، او دغه جوړښت یې د بېلابېلو سیاسي لیدلورو د راټولېدو یو چتر وباله.
نوموړي د ډیورنډ کرښې په اړه خپل دریځ روښانه بللی او ویلي چې په تېرو کې د لویو جرګو له لوري دا کرښه فرضي بلل شوې، او زیاته کړې چې کله مناسب شرایط برابر شي، د سیمې ولسونه به په ګډه پرېکړه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د محمد محقق یادو څرګندونو د ګڼو سیاسیونو او عامو خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

