دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 452

امیر خان متقي؛د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره غږېدلی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او اسرائیل ترمنځ پر روان کړکېچ خبرې کړې.

امیرخان متقي په دې تلیفوني تماس کې د ایران پر خاوره د اسراییلي رژیم بریدونه وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو نقض وباله.

هغه همداراز ډاډ ورکړی چې افغانستان به د سعودي عربستان د حج له مراسمو راستنېدونکو ایراني حجاجو د خوندي انتقال په برخه کې همکاري وکړي.

عباس عراقچي په دې خبرو کې د طالبانو حکومت له دریځ مننه وکړه او افغانستان یې یو ښه، ملاتړی او خواخوږی ګاونډی یاد کړ.

ایران امریکا ته:پر مونږ شوي بریدونه وغندئ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې د اسراییل برید پر ایران «تېری» وبولي او باید وغندل شي.

د یاد وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې که د ملګرو ملتونو منشور ټولو ته الزامي وي؛ نو باید غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، د دغه برید پر وړاندې دریځ ونیسي او جدي اقدامات وکړي.

تر دې وړاندې ایران ویلي، چې دا برید د امریکا په خوښه شوی دی.

ولکر ترک:د طالبانو حکومت لاهم په دې هڅه کې دی، چې ښځې له صحنې لرې کړي

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، ويلي چې طالبان لا هم هڅه کوي ښځې له ټولنې وباسي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۵۹مې غونډې ته وويل چې ښځو ته نه له کور څخه د وتلو، نه د غږ پورته کولو او نه هم نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې دا ناسته نن پیل شوه، چې په کې د امریکا، سعودي، ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې.

ټاکل شوې، چې په دې ناسته کې د افغانستان په اړه پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وشي.

سیف الاسلام خیبر:ټولنیزو رسنیو کې خلکو ته توهین او د هغوی ګواښل جرم دی

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر ویلي، چې ټولینزو رسنیو کې د خلکو توهین، تهدید، سپکاوی او ګواښ جرم دی او د دوی له خوا جدي څارل کېږي.

هغه ویلي، ټول هغه کسان، چې د مستعارو یا شخصي ادرسونو له لارې خلکو ته ستونزې جوړوي، د قانوني چلند سره به مخ شي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې هیڅوک ټولنیزې رسنۍ په ناسم ډول ونه کاروي.

د اسراییل دفاع وزیر:ایران زمونږ ملکیان په نښه کړل، اوس مونږ هم د هغوی ملکیان وژنو

د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز خبرداری ورکړی، چې د ایران وګړي به په نښه کړي.

هغه ویلي، نه یې غوښتل چې ملکیان په نښه کړي؛ خو دا چې ایران د دوی وګړي په نښه کړل؛ نو اوس د تهران اوسېدونکي به د تل ابیب او حیفا د بریدو درنه بیه پرې کړي.

د هغه په خبره، ایران له تېرو دوو شپو راهیسې په تل ابیب، الخلیل، بت یام او حیفا سیمو کې ټول بې ګناه خلک په نښه کړي چې غچ به یې اوس د تهران له خلکو واخیستل شي.

هرانا:ایران کې د اسراییلو بریدونو ۳۲۲ تنه وژلي

د بشري حقونو خپلواک سازمان “هرانا” ويلي چې د اسرائيلو وروستيو هوايي بريدونو له امله تر يکشنبې ماښام پورې په ايران کې ۳۲۲ تنه وژل شوي دي.

د هرانا د راپور له مخې، په دغو بريدونو کې ۶۸۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

بل لورته د ايران د روغتيا وزارت ويلي چې ۲۲۴ کسان وژل شوي او ۱۲۵۷ نور ټپيان دي.

ایران؛يو کس د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

د ايران د قضاييه قوې اړوند خبري آژانس “ميزان” راپور ورکړی چې يو تن د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.

د راپور له مخې، دغه کس چې اسماعيل فكري نومېده، د ۱۴۰۲ کال په قوس مياشت کې نيول شوی و.

ميزان خبري آژانس زياته کړې چې فکري د اسرائيلو د استخباراتي شبکې موساد له دوو غړو سره په تماس کې و، او هڅه يې کوله د ايران معلومات هغوی ته وسپاري.

د ايران حکومت دغه اعدام د هېواد د ملي امنيت د خوندي ساتلو په هدف اړين بللی دی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:د ایران د اټومي ګواښ د له منځه وړلو لپاره بریدونه به دوام ولري

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون ساعر وایي چې د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره به نظامي بریدونه دوام ولري.

هغه ادعا کړې چې دې بریدونو د ایران اټومي پرمختګ درولی او په وینا یې اسراییل چمتو دی چې د دې هدف لپاره د تلفاتو خطر هم ومني.

ساعر ټینګار کړی: «موږ داسې هېواد ته، چې د اسراییلو د له‌منځه‌ وړو هڅې کوي، هېڅکله د اټومي وسلې ترلاسه کولو اجازه نه ورکوو.»

ځایي سرچینې:نامعلومه وسله‌والو پخوانی ولسوال او د فاریاب د ولایتي شورا منشي محمد صالح وژلی

ځایي سرچینې وايي چې د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی منشي او د المار ولسوالۍ ولسوال، محمد صالح د یکشنبې په ورځ د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

پېښه د میمنې-المار پر لاره رامنځته شوې ده.

د نوموړي یو خپلوان ویلي، چې محمد صالح د طالبانو حکومت وژلی دی.

سرچینې زیاتوي چې محمد صالح د جمهوریت تر سقوط وروسته ایران ته تللی و؛ خو بېرته فاریاب ته راستون شوی او په وروستیو دوو کلونو کې یې سوداګریز او خیریه فعالیتونه درلودل.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ټرمپ:کله ناکله جګړه د ستونزو د حل لپاره ضروري وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې اسراییل او ایران دې اوربند ته ورسېږي؛ خو ټینګار یې کړی چې کله ناکله هېوادونه باید تر سولې مخکې جګړه وکړي تر څو ستونزې حل شي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د «جي-۷» سرمشریزې ته د روانېدو پر مهال له خبریالانو سره وکړې.

ټرمپ ویلي چې امریکا به له اسراییلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ خو دا یې ونه ویل چې آیا له اسراییلو یې غوښتي چې بریدونه بند کړي یا نه.

هغه د اسراییلي صدراعظم نتانیاهو سره اړیکې ښې او د متقابل درناوي لرونکې وبللې.