دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 451

ډونالډ ټرمپ:د تهران وګړي دې ژر تر ژره دغه ښار پرېږدي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له خلکو غوښتي چې ژر تر ژره پلازمېنه تهران پرېږدي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې ایران باید له امریکا سره د اټومي تړون موافقه کړې وای.

هغه په ټروت سوشال کې لیکلي «ایران باید اټومي وسله و نه لري. دا خبره مې بیا بیا کړې او ټول باید سمدستي تهران پرېږدي!»

تر دې مخکې د اسرائیل لومړي وزیر هم ورته غوښتنه کړې وه.

د ایران حکومت په غبرګون کې له خلکو غوښتي چې دغو غوښتنو ته پام و نه کړي.

ایران؛د اسرائیل ایف ۳۵ الوتکه رانسکوره کړې

ایران د اسرائیل بله ایف ۳۵ جنګي جټ الوتکه نسکوره کړې.

دا په روانه جګړه کې دویمه دا ډول الوتکه ده، چې ایران یې له منځه وړي.

اسرائیل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسراییل لومړی وزیر:د علي خامنه‌یي وژل به جګړه پای ته ورسوي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې د ایت‌الله علي خامنه‌يي هدف ګرځول ناممکن نه دي.

هغه د ای‌بي‌سي نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د خامنه‌یي وژل جګړه نوره نه شي ډېرولی، بلکې پای ته به یې ورسوي.

نتانیاهو زیاته کړې، چې دوی به هر هغه کار وکړي چې اړتیا وي.

هغه وایي، چې ایران د یوې بې‌پایلې جګړې او حتی اټومي جګړې سرحد ته رسولي؛ خو اسرائیل غواړي دې ته د پای ټکی کېږدي.

ایران؛پر اسراییلو خپل بریدونه پیل کړل

ایران د اسرائیل په یو شمېر اشغالي سیمو بریدونه پیل کړل.

تر اوسه یې د کره په نښه شویو اهدافو په اړه جزیات نشته.

ایران تر دې وړاندې ویلي وو، چې دوی به په اسراییل یو تر ټولو قوي برید وکړي.

تهران؛اسرائیل د هلال احمر کارکوونکي په نښه کړي

اسرائیل تهران کې د هلال احمر پر کار کوونکو برید کړی.

ایرانۍ رسنۍ وایي، چې دغه برید کې د هلال احمر دوه کارکوونکي وژل شوي.

اسراییل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تازه؛اسرائیل د ایران بېلابېلې سیمې تر برید لاندې نیولي

اسرائیل د ایران پر بېلابېلو سیمو بریدونو ته زور ورکړی.

اوس مهال مهراباد هوایي میدان او تهران کې د الوتکو جوړولو یو مرکز په نښه شوي.

ایران بیا وایي، چې دوی یو قوي برید ته د چمتووالي خبر ورکړی.

فاطمه مهاجراني:د اسراییلو په بریدونو کې ۵۴ ایرانۍ ښځې او ماشومان وژل شوي

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، چې د اسراییلو د بریدونو په پایله کې ۴۵ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

نوموړې زیاته کړې، چې دوی په یو تپل شوي جګړه کې راګیر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لاهم د دواړو لوریو ترمنځ جګړه نه ده درېدلې.

امیر خان متقي؛د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره غږېدلی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او اسرائیل ترمنځ پر روان کړکېچ خبرې کړې.

امیرخان متقي په دې تلیفوني تماس کې د ایران پر خاوره د اسراییلي رژیم بریدونه وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو نقض وباله.

هغه همداراز ډاډ ورکړی چې افغانستان به د سعودي عربستان د حج له مراسمو راستنېدونکو ایراني حجاجو د خوندي انتقال په برخه کې همکاري وکړي.

عباس عراقچي په دې خبرو کې د طالبانو حکومت له دریځ مننه وکړه او افغانستان یې یو ښه، ملاتړی او خواخوږی ګاونډی یاد کړ.

ایران امریکا ته:پر مونږ شوي بریدونه وغندئ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې د اسراییل برید پر ایران «تېری» وبولي او باید وغندل شي.

د یاد وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې که د ملګرو ملتونو منشور ټولو ته الزامي وي؛ نو باید غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، د دغه برید پر وړاندې دریځ ونیسي او جدي اقدامات وکړي.

تر دې وړاندې ایران ویلي، چې دا برید د امریکا په خوښه شوی دی.

ولکر ترک:د طالبانو حکومت لاهم په دې هڅه کې دی، چې ښځې له صحنې لرې کړي

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، ويلي چې طالبان لا هم هڅه کوي ښځې له ټولنې وباسي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۵۹مې غونډې ته وويل چې ښځو ته نه له کور څخه د وتلو، نه د غږ پورته کولو او نه هم نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې دا ناسته نن پیل شوه، چې په کې د امریکا، سعودي، ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې.

ټاکل شوې، چې په دې ناسته کې د افغانستان په اړه پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وشي.