جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 436

زلمی خلیلزاد:پر ایران برید بریالی وو؛ خو اوس باید اوربند وشي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې په ایران د شوې حملې موخه د دغه هېواد اتومي وړتیاوو کمول و او دا برید بریالی و.

هغه وړاندیز کړی چې د اوږدې جګړې د مخنیوي لپاره باید یو هر اړخیز اوربند، رامنځته شي او هممهاله د امریکا او ایران ترمنځ خبرې پیل شي.

خلیلزاد ویلي، که هدف د رژيم بدلون شي، دا به اوږده جګړه وزېږوي.

هغه زیاتوي چې د ایران ولس د ښه حکومت مستحق دی، خو دا بدلون باید له دننه راووځي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:پر ایران د امریکا شوي بریدونه غندو

د طالبانو حکومت پر ایران د امریکا بریدونه غندلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی په سیمه کې د بې ثباتۍ پراختیا ته اندېښمن دي.

اعلامیه کې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا نقض د نه منلو وړ عمل بلل شوی او له ښکېلو لوریو غوښتل شوي، چې ستونزې له دیپلوماتیکو چاینلونو حل کړي.

شهباز شریف:پر ایران د امریکا بریدونه غندو او د ایران ملاتړ کوو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني تماس کې پر ایران د امریکا بریدونه وغندل او د ایران له ولس او حکومت سره یې د پاکستان پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د اساسنامې سرغړونه وبلله.

شهباز شریف د ایران د مشروع دفاع حق ومنه او د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې لارې د بېرته راستنېدو غوښتنه یې وکړه.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د پاکستان د حکومت، ولس او پوځي مشرتابه د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

نریندرا مودي، مسعود پزشکیان ته:د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ روان کړکېچ اندېښمن کړي یوو

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د منځني ختیځ پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

مودي پر ټولنیزه شبکه “ایکس” لیکلي چې د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ د شخړې زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

هغه ټینګار کړی چې دغه تاوتریخوالی دې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې راکم شي.

د امریکا دفاع وزیر:امریکایي جنګي الوتکو د ایران اټومي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه وړي

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې امریکایي بنکر بمونو د ایران درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه وړي.

پیتِر برایان هګست چې همدا مهال په دفاع وزارت کې خبري غونډه لري زیاته کړه چې د ایران هوايي او دفاعي ځواک (رادار) د امریکایي جنګي الوتکو د کشف وړتیا نه درلوده

هغه وویل چې ایراني اټومي تاسیسات ټولې نړۍ ته خطر دی.

د امریکا دفاع وزیر وویل: «ولسمشر ټرمپ ایران ته وویل چې “سوله وکړي” یا په راتلونکي کې “د ډیرو لویو” بریدونو سره مخ شي»

همدا رنګه د اسراییل لومړي وزیر بي بي سي ته ویلي چې د تهران اټومي پروګرام “په پراخه کچه” زیانمن شوی مګر بشپړ توضیحات لا نه دي څرګند شوي

عباس عراقچي:پر مونږ برید د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا لخوا د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو برید د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د اټومي نه‌خپرېدو تړون (NPT) ښکاره سرغړونه ده.

هغه دا پېښه بوږنوونکې او له پایلو ډکه بللې او ویلي یې دي چې ایران د خپل حاکمیت، ګټو او ولس د دفاع لپاره ټول قانوني انتخابونه په پام کې نیسي.

عراقچي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا له دې غیرقانوني او جنایي چلنده اندېښنه وښيي.

امیرخان متقي؛له اسحاق ډار سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې غونډې په څنډه کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره کتلي.

دغه لیدنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه یيزو پروژو او دوه اړخیز تجارت او ټرانزېټ خبرې کړي.

لیدنه کې همداراز د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ پر راتلونکې ناسته چې ټاکل شوې په کابل کې به ترسره شي، خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې امیرخان متقي تېره ورځ هم د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره کتلي وو.

ایران: په امریکا به زموږ د ځوابي برید مسولیت د ملګرو ملتونو په غاړه وي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا پر ایران د وروستیو بریدونو کلکه غندنه کړې او دا بریدونه یې د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو یوه ښکاره تېری او سرغړونه بللې.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ایران د خپل ملي حاکمیت، امنیت او ګټو د دفاع لپاره د هر ډول نظامي تجاوز په وړاندې په پوره توان ولاړ پاتې کېږي.

ایران ټینګار کړی چې د دې ښکاره تجاوز پر وړاندې چوپتیا، نړۍ د یوې بې‌ساري او پراخ خطر سره مخ کوي.

حامد کرزی:د امریکا لخوا د ایران په اټومي تاسیساتو برید د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون خلاف عمل دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له لورې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په تړاو ژوره اندیښنه څرګنده کړې او دا ګام یې د ټولو هیوادونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو، د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون او نړیوال قانون خلاف عمل وباله.

د افغانستان پخواني ولسمشر په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« د ګاونډي او ورور ملت ایران سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، دا برید د ملګرو ملتونو د منشور د اهدافو او اصولو، د سولې د روحیې خلاف، او په سیمه کې د جګړې د خپریدو او د نړیوالې سولې او امنیت خلاف عمل دی.

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې د ایران د اټومي فعالیتونو پورې اړوند شخړې باید د مسؤلو نړیوالو چارواکو لخوا د خبرو او تعقل له لارو چارو تعقیب او حل شي.

حامد کرزي په امریکا غږ کړی چې د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې موضوع حل کړي.

د بریټانیا لومړی وزیر:پر ایران بریدونه د اټومي ګواښونو د مخنیوي لپاره شوي

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌ر سټارمر ویلي، چې پر ایران بریدونه د اټومي خطراتو د کمولو لپاره شوي دي.

د هغه په وینا، د ایران اټومي پروګرام د نړۍ د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی او په خبره یې هیڅکله اجازه نشي ورکولای چې ایران دې اټومي وسلې ولري.

نوموړي ایران خبرو اترو ته بللی او زیاته کړې یې ده چې منځني ختیځ کې روان حالت ته د پای ټکی کېښودل ورته لومړیتوب لري.