د روسیې دولتي ټاس خبري اژانس د سیمهییزو او پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین له لوري د شاوخوا ۵۰۰ ډرونونو په وسیله په روسیه برید ترسره شوی چې لږ تر لږه یې درې کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
د راپور له مخې، دا برید چې د مسکو پر لور تر ټولو لویه ډروني حمله په نږدې یو کال کې بلل کېږي، د روسیې د پلازمېنې او شاوخوا سیمو امنیتي وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.
د مسکو ښاروال سرګي سوبيانین ویلي چې په خیمکي سیمه کې د یو شخصي کور پر ودانۍ د ډرون د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او یو بل کس تر کنډوالو لاندې بند پاتې شوی دی.
همدارنګه په میتیشچي سیمه کې دوه سړي هغه مهال وژل شوي چې د یوه نیمه جوړېدونکي کور پر سر د ډرون د پاتې ټوټو د لوېدو له امله پرې مرګونی برید وشو.
د مسکو ښاروال په وینا، په ټول مسکو او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي، چې ځینې یې د تیلو د تصفیې یوې فابریکې کارکوونکي دي.
له بلې خوا، د هند سفارت په روسیه کې تایید کړې چې د دې برید په پایله کې یو هندي وګړی وژل شوی او درې نور هندي اتباع ټپیان شوي دي.
د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې (SBU) بیا ویلي چې د دوی ځواکونو د مسکو په سیمه کې څو مهم اهداف په نښه کړي، چې پکې د تېلو دوه پمپ سټېشنونه، د تیلو تصفیهکوونکې فابریکه، او د “Angstrom” په نوم یو صنعتي مرکز شامل دی.
ویل شوي، دا هغه مرکز و چې د روسیې د پوځي، صنعتي سکتور لپاره کنډکټرونه تولیدوي.
دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیف سخت هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

