جمعه, اپریل 24, 2026
Homeکورپاڼهد آسیايي سیمه‌ییزې اتحادیې (Asian Union) اړتیا او طرحه

د آسیايي سیمه‌ییزې اتحادیې (Asian Union) اړتیا او طرحه

لیکوال: حلیم فدایي

د افرادو، هېوادونو او قومونو ترمنځ شخړې، جګړې او سیاسي رقابتونه یوازې د افغانستان او د هغه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ محدود نه دي، بلکې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یو دوامداره واقعیت دی. خو توپیر دا دی چې پرمختللو او هوښیارو ملتونو د دغو شخړو د مدیریت او حل لپاره مؤثر میکانیزمونه رامنځته کړي دي.

له دې جملې څخه یوه بریالۍ بېلګه European Union ده، چې د تاریخي دښمنیو، ژبو او کلتور له توپیرونو سره سره یې وکولای شول د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو له لارې یو باثباته او پرمختللی سیستم جوړ کړي.

برخلاف، افغانستان او د هغه ګاونډي هېوادونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې خپلې شخړې د یوه واقعي، دوامدار او سیمه‌ییز لید پر بنسټ حل کړي. د دې وضعیت یو اساسي لامل دا دی چې د ستونزو حل اکثره د ملي او سیمه‌ییزو ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو د نفوذ او اجنډاوو تر اغېز لاندې ترسره کېږي. په ډېرو مواردو کې، دا هېوادونه د خپلواک تصمیم‌نیونې پر ځای د منځګړي یا تابع رول لوبوي.

په همدې چوکاټ کې، دا مفکوره یوازې یوه نظري طرحه نه ده، بلکې عملي تجربه هم لري. زه هغه مهال چې د جنوبي آسیا د ازادو ژورنالیستانو د افغانستان څانګې د مشر په توګه د څه باندې څلوېښتو ژورنالیستانو اتحادیو او موسسو له خوا منتخب شوم، له خپلو همکارانو سره مو د جنوبي آسیا بېلابېلو هېوادونو ته رسمي سفرونه ترسره کړل او د سارک د غونډو برخه وو.

په دغو تعاملاتو کې زموږ اساسي طرحه همدا وه چې سیمه‌ییز یووالی باید له دولتونو نه، بلکې له خلکو پیل شي (People-to-People Approach). د دې طرحې مهم عناصر دا وو:

د خلکو ترمنځ ازاد تګ راتګ. د سوداګرو ترمنځ مستقیمې اقتصادي اړیکې. د ژورنالیستانو او مدني ټولنو ترمنځ همکاري. د ویزې رژیم تدریجي لغوه کول او پرته له ویزا سفر او د پانګونې اسانتیاوې او ګډ اقتصادي فرصتونه برابرول.

دغه تجربه ښيي چې سیمه‌ییز یووالی یوازې یو نظری بحث نه، بلکې یو عملي او تطبیق‌وړ بهیر دی. زه اوس هم پر دې باور یم چې دا ډول طرحه کولای شي د استعمار له خوا رامنځته شوې پولې او مصنوعي شخړې کمزورې کړي او د سیمې هېوادونه د ګډو ګټو پر محور راټول کړي. د دې مفکورې بریالیتوب د European Union په تجربه کې لیدل کېږي.

د دې وضعیت د بدلون لپاره، یو اساسي او عملي حل د آسیايي سیمه‌ییزې اتحادیې (Asian Union) رامنځته کول دي، چې په لومړي پړاو کې پکې افغانستان، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او هند شامل شي، او وروسته نور هېوادونه د شرایطو له پوره کولو سره یو ځای شي.

دغه اتحادیه به د لاندې اصولو پر بنسټ ولاړه وي:
– د ولسواکۍ، ښې حکومتولۍ او قانون حاکمیت ته ژمنتیا
– اقتصادي یووالی او ګډ بازار
– د خلکو، کار او پانګې ازاد تګ راتګ، د Schengen Area په څېر
– د اوږدمهاله هدف په توګه د واحدې کرنسۍ رامنځته کول، د Euro په څېر
– ګډ تعلیمي او صحي سیستمونه
– د ګډ امنیتي چوکاټ او حتی د مشترک دفاعي ځواک رامنځته کول

دا ډول ژور سیمه‌ییز یووالی (Deep Regional Integration) کولای شي چې نه یوازې سیاسي بې‌ثباتي راکمه کړي، بلکې اقتصادي ودې، باور جوړونې او دوامداره سولې ته هم لار هواره کړي.

سربېره پر دې، دا ډول میکانیزم کولای شي چې په سیمه کې ژورې تاریخي او هویتي شخړې—لکه د سرحدونو پر سر اختلافات، د هویت بحرانونه، او فرهنګي ناندرۍ—په تدریجي ډول کمې کړي. د بېلګې په توګه، هغه مسایل چې د سیاسي جغرافیې له نظره حساس ګڼل کېږي (لکه د پولې شخړې او تاریخي دعوې)، کولای شي د سختو تقابلي دریځونو پر ځای د همکارۍ په چوکاټ کې مدیریت شي، لکه څنګه چې په European Union کې سرحدونه خپل سیاسي اهمیت له لاسه ورکړی او زیاتره په اداري کرښو بدل شوي دي.

په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره، دا ډول یووالی څو مهمې ګټې لري:
– له نیابتي جګړو د تل لپاره خلاصېږې
– له اقتصادي محاصرې څخه وځي
– د وچ‌محوره (landlocked) وضعیت منفي اغېزې کمېږې، بلکې ختمېږې
– له نړیوالې او سیمه‌ییزې انزوا څخه راوځي

همدارنګه، دا ډول سیمه‌ییز میکانیزم هېوادونه دې ته هڅوي چې په تعلیم، اقتصاد، ټکنالوژۍ، ساینس، ادب، روغتیا او انکشاف کې هم سیالي وکړي او هم همکاري. دا “رقابتي همکاري” (competitive cooperation) کولی شي د ټولې سیمې د پرمختګ انجن وګرځي.

خو باید یادونه وشي چې د دې طرحې پر وړاندې داخلي فکري خنډونه هم شته. په ځانګړي ډول، په افغانستان کې د دیني او سیاسي فکرونو یو ډول جمود، تاریخي کلیشه‌يي لیدلوري او غیرانعطاف‌پذیر ذهنیتونه  او د پردیو هېوادونو نیابتي وګړي او ډلې د عصري سیمه‌ییزو همکاریو پر وړاندې خنډ ګرځېدلی شي. له همدې امله، فکري اصلاح او د معاصر سیاست منل د دې بهیر یوه مهمه برخه ده.

د آسیايي سیمه‌ییز یووالي د عملي کېدو لپاره تر ټولو منطقي او واقعبینانه پیل باید له South Asian Association for Regional Cooperation څخه وشي، ځکه افغانستان د دې چوکاټ غړی دی، خو په عین حال کې له مرکزي او لوېدیځې آسیا سره ژور تاریخي، کلتوري او جیوپولیټیک تړاوونه لري. همدې ځانګړي موقعیت ته په کتو، افغانستان په اکاډمیکو ادبیاتو کې د “Crossroads of Asia” یا د آسیا د څلورلارې هېواد په توګه پېژندل کېږي، چې کولی شي د سیمو ترمنځ د وصل کوونکي پل (bridge state) رول ولوبوي. له همدې امله، که د یووالي بهیر د جنوبي آسیا له موجوده سیمه‌ییز چوکاټ—افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش، نېپال، سریلانکا، بوتان او مالدیف—څخه پیل او بیا په تدریجي ډول ایران، تاجکستان، ازبکستان، اذربایجان او ترکمنستان ته پراخ شي، نو دا به په Asia کې د جنوبي، مرکزي او لوېدیځو سیمو ترمنځ یو منسجم اقتصادي او سیاسي پل رامنځته کړي او د “Asian Union” طرحه به له نظری حالت څخه عملي مرحلې ته داخله کړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here