جمعه, اپریل 24, 2026
Homeکورپاڼهرویټرز:واشنګټن د ایران جګړې په ملاتړ کې د کمزورې همکارۍ له امله...

رویټرز:واشنګټن د ایران جګړې په ملاتړ کې د کمزورې همکارۍ له امله پر ناټو د فشار زیاتول تر بحث لاندې نیولي

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په یوه داخلي ایمیل کې داسې د پالیسۍ احتمالي انتخابونه مطرح شوي چې هدف یې د ناټو هغه متحدین دي چې واشنګټن یې د ایران له جګړې سره د امریکا د عملیاتو په ملاتړ کې ناغېړي بولي.

د رویټرز د راپور له مخې ، د یوه امریکایي چارواکي په وینا ویل شوي چې په دغه ایمیل کې وړاندیز شوی چې ممکن ځینې هېوادونه، لکه هسپانیا، له ناټو څخه وځنډول شي، او همدارنګه د بریتانیا د فاکلنډ ټاپوګانو پر مالکیت د امریکا د دریځ بیاکتنه وشي.

دغه چارواکی وایي چې په یاد ایمیل کې د «هوایي، پوځي اډو او د تګ راتګ اجازه» (ABO) د نه ورکولو موضوع د جدي نارضایتۍ لامل بلل شوې او دا د ناټو لپاره «تر ټولو اساسي شرط» ګڼل شوی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې یو بل انتخاب دا دی چې هغه هېوادونه چې «ستونزمن» بلل کېږي، د ناټو له مهمو او لوړپوړو دندو څخه لرې کړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وړاندې ناټو متحدین نیولي او ویلي یې دي چې دوی د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره کافي نظامي مرسته نه ده کړې، او هغه حتی د ناټو څخه د امریکا د احتمالي وتلو اشاره هم کړې ده، خو رسمي پرېکړه لا نه ده شوې.

د پنټاګون چارواکو ویلي چې دا یوازې د داخلي بحثونو برخه ده او تر اوسه کومه رسمي پالیسي نه ده اعلان شوې، خو ټینګار شوی چې امریکا غواړي له خپلو متحدینو «واقعي او عملي ملاتړ» ترلاسه کړي، نه یوازې ظاهري همکاري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here