دوشنبه, مې 18, 2026
Homeافغانستاناوچا:ډنمارک له افغانستان سره د ۵.۴۹ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ

اوچا:ډنمارک له افغانستان سره د ۵.۴۹ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې ډنمارک د افغان اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره له پنځه میلیونه ډالرو زیاته مالي مرسته ځانګړې کړې ده.

د اوچا د معلوماتو له مخې، ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۵.۴۹ میلیونه امريکايي ډالر ورکړي، څو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له زیانمنو او بې‌وزلو خلکو سره بېړنۍ مرستې وشي.

اوچا ویلي، دغه مالي ملاتړ به هغو کورنیو ته ورسېږي چې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او وروستیو طبیعي پېښو له امله له سختو بشري ننګونو سره مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here