جمعه, اپریل 24, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي؛د سیمې د همغږۍ لپاره اسلام‌آباد، مسقط او مسکو ته سفر...

عباس عراقچي؛د سیمې د همغږۍ لپاره اسلام‌آباد، مسقط او مسکو ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د سیمې د روانو تحولاتو او دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه به مهمو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

عراقچي ویلي، چې نوموړی به اسلام‌آباد، مسقط او مسکو ته ولاړ شي، څو له شریکانو سره پر دوه‌اړخیزو مسایلو نږدې همغږي او د سیمې پر وروستیو پرمختګونو سلا مشورې وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د ایران لپاره ګاونډي هېوادونه ځانګړی اهمیت لري او تهران هڅه کوي خپلې اړیکې له هغوی سره لا پیاوړې او پراخې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here