دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 40

ایران او افغانستان؛د کوچنیو کاروبارونو د اسانتیاوو په برخه کې تړون لاسلیک کړی

د ایران د سیستان او بلوچستان او د نیمروز ولایت ترمنځ ځایي چارواکو یو نوی ۲۳ ماده‌ییز اقتصادي تړون لاسلیک کړی دی.

چارواکي وایي، دا هوکړه به د دواړو لورو ترمنځ سوداګري زیاته کړي او کوچنیو کاروبارونو ته به اسانتیاوې برابرې کړي.

ایران همداراز اعلان کړی چې په سرحدي سیمو کې د بازارونو پرانیستلو ته چمتو دی، خو عملي کېدل یې د افغان لوري په همکارۍ پورې تړلي دي.

په دې تړون کې د سړکونو او نورو اسانتیاوو د جوړولو خبره هم شوې، چې د سوداګرۍ په زیاتېدو کې به مرسته وکړي.

څانګه صدیقي:د فوزیه کوفي د شتمنیو شمېر څومره دی چې هر کله ضبطېږي او نه خلاصېږي؟

په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا غړې او سیاسي فعالې څانګه صدیقي د فوزیه کوفي د شتمنیو په اړه په پرله‌پسې ادعاوو ته په اشارې ویلي، چې اصلي او مهمه موضوع دا ده چې پر فوزیه کوفي خپله جدي پوښتنې راولاړیدای شي.

هغې ویلي، کوفي له تېرو دوو کلونو راهیسې په بېلابېلو نړیوالو ناستو کې ادعا کوي چې شتمنۍ یې د طالبانو له لوري مصادره شوې، خو د دې ادعاوو دوام او تکرار خلکو ته دا پوښتنه پیدا کړې چې نوموړې په افغانستان کې څومره او څه ډول شتمني لري.

صدیقي ټینګار کړی، چې دا موضوع نور یوازې د شتمنیو د مصادرې ادعا نه ده، بلکې اوس د عامو خلکو لپاره د کوفي د شتمنیو د کچې، سرچینو او حقیقت په اړه د پوښتنې بڼه خپله کړې ده.

نوموړې زیاته کړې، که دا ادعاوې ریښتینې وي، باید په شفاف ډول یې جزئیات وړاندې شي، او که نه وي، نو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅې د خلکو د باور زیانمنولو لامل ګرځي.

د هغې په خبره، خلک حق لري چې د سیاسي څېرو څرګندونې روښانه، مستندې او حساب ورکوونکې وي.

پنجشیر؛یوې مور په یو وار زیږون پنځه ماشومان زیږولي

د پنجشیر ولایت په عنابې ولسوالۍ کې یوې مور پنځه ماشومان زیږولي، چې له څه باندې یوې میاشتې درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د یاد ولایت والي ویاند سیف‌الدین لټون رسنیو ته ویلي، نوي زیږېدلي ماشومان د کم وزن او ځینو غیر نورمال روغتیايي ستونزو له امله تر یوې میاشتې او لسو ورځو پورې د ایمرجنسي روغتون تر جدي څارنې لاندې وو.

د هغه په وینا، د روغتیايي کارکوونکو د پرله‌پسې پاملرنې له امله اوس د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل کېږي.

طاهر اندرابي:د افغانستان او پاکستان په اړه د بریتانیا څرګندونې یو اړخیزې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي وروستۍ څرګندونې یو اړخیزې بللي دي.

اندرابي ویلي چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د پولو پر سر د نښتو په اړه د بریتانوي استازي خبرې بشپړ توازن نه لري او د وضعیت اصلي لاملونه نه څرګندوي.

هغه ادعا کړې چې له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو لړۍ روانه ده او په دغو پېښو کې ۵۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي تېره اوونۍ په کابل کې له طالب چارواکو سره د تاوتریخوالي کمولو او د سرحدي دروازو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې کړې وې.

ناټو:له جرمني څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امکان ارزوو

ناټو اعلان کړی چې له امریکا سره په همغږۍ د هغه پلان ارزونه کوي چې له جرمني څخه به شاوخوا ۵ زره امریکايي سرتېري وباسي.

د ناټو ویاندې الیسن هارټ ویلي، دا پرېکړه یوازې یو پوځي بدلون نه دی، بلکې اروپايي هېوادونو ته یو واضح پیغام هم دی.

هغې ویلي، چې اروپا باید د خپلې دفاع مسؤلیت پخپله زیات کړي.

دا پرمختګ وروسته له هغې ګړندی شوی چې د ناټو غړو هېوادونو د خپل اقتصاد (GDP) شاوخوا ۵٪ دفاعي بودجې ته ځانګړې کړې ده چې دا د پخوانیو هدفونو په پرتله لوی زیاتوالی ګڼل کېږي.

جرمني د امریکایي سرتېرو د وتلو له اعلان وروسته:اروپايي هېوادونه باید د خپل امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي

وروسته له هغه چې امریکا اعلان وکړ له جرمني څخه به خپل زرګونه سرتېري وباسي، جرمني تازه له اروپا غوښتي چې د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره جدي ګامونه واخلي.

د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت پلان لري شاوخوا ۵ زره سرتېري له جرمني څخه وباسي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې د ایران جګړې او سوداګریزو اختلافاتو له امله له فشار سره مخ دي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي چې د دې پرېکړې تمه کېده، خو ټینګار یې کړی چې اروپايي هېوادونه باید د خپل امنیتي اړتیاوو لپاره زیات مسوولیت واخلي.

هغه زیاته کړې چې جرمني هڅه کوي خپل پوځ پراخ کړي، د وسلو اخیستنه چټکه کړي او دفاعي بنسټونه پیاوړي کړي.

ناټو هم ویلي چې د امریکا له دې پرېکړې سره په اړیکه کې دی، څو د سرتېرو د ایستلو د جزییاتو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.

بلخوا، د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ناټو د یووالي کمزوري کېدل د لویدیځ لپاره ستر ګواښ دی.

راپور زیاتوي چې امریکا دا ګام په داسې حال کې اخلي چې د اروپا پر موټرو د تعرفو د لوړولو ګواښ یې هم کړی، چې دا کار د جرمني اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو زیان رسولی شي.

محمودخان اڅکزی:د پاکستان حکومت دغه هېواد د کورنۍ جګړې پر لور بیایي

د پاکستان د اپوزیسیون ګوند مشر محمودخان اڅکزي د دغه هېواد پر حکومت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې اوسنی نظام په شعوري ډول هېواد د یو خطرناک داخلي کړکېچ پر لور بیایي.

اڅکزي د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي چې حکومت نه یوازې پر ملي شتمنیو بشپړ کنټرول ټینګ کړی، بلکې سیاسي فعالیتونه او د خلکو راټولېدل یې هم محدود کړي دي.

د هغه په وینا، دا ډول سیاستونه د ټولنې د بې‌ثباتۍ سبب ګرځي.

هغه زیاته کړې چې د پښتنو او بلوڅو لپاره هغه اقتصادي لارې چې له افغانستان سره د سوداګرۍ له امله برابرې شوې وې، اوس تړل شوې دي، چې له امله یې د سیمې خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

اڅکزي همدارنګه ویلي چې پاکستان له هند سره څو ځله جګړې کړې دي، خو بیا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې په بشپړه توګه نه دي درېدلې، او دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې له افغانستان سره ورته چلند نه کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې که دا حالت دوام وکړي، نو ښايي هېواد له لا زیاتې بې‌ثباتۍ او داخلي شخړو سره مخ شي.

یوسف پزشکیان:د ایران د جګړې ګټه چین، روسیې او اسرائیل ته رسېدلې

د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان زوی او سلاکار، یوسف پزشکیان په یوه لیکنه کې د امریکا او اسرائیل له لوري د ایران پر وړاندې جګړې ته په اشارې ویلي چې له دې وضعیت څخه چین، روسیه او اسرائیل ګټه پورته کړې ده؛ خو د سیمې عربي هېوادونه په بشپړه توګه زیانمن شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي چې د امریکا نړیوال اعتبار ته هم زیان رسېدلی دی.

نوموړي لیکلي چې ایران له اقتصادي پلوه د بنسټیزو زیربناوو د زیان له امله تاوان کړی او د مدیریت له اړخه هم د خپلو مهمو کسانو د وژل کېدو له کبله کمزوری شوی؛ خو د نړیوال اعتبار او سیاسي ځایګي له نظره تر دې دمه ګټه ورته رسېدلې ده.

هغه د اوسني وضعیت په اړه ټینګار کړی چې باید د بدترینو احتمالي سناریوګانو لپاره چمتووالی ونیول شي، څو که ناوړه حالت رامنځته شي، له مخکې پلان موجود وي او ناڅاپي ستونزو سره مخ نه شي.

کیم جونګ اون:د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا سرتېرو د نیول کېدو پر ځای ځان وژنه غوره کړې

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په رسمي ډول هغه سرتېري ستایلي چې د روسیې او اوکراین د جګړې په ترڅ کې یې ځان وژنه غوره کړې وه تر دې چې د اوکرایني ځواکونو له خوا ونیول شي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو (KCNA) او رويټرز د راپور له مخې، کیم جونګ اون په یوه یادغونډه کې ویلي چې ځینو سرتېرو د عزت د ساتلو لپاره د ځان له منځه وړلو او ځان وژنې لار غوره کړه.

دا لومړی ځل بلل کېږي چې کیم په ښکاره ډول منلې چې د شمالي کوریا سرتېري په اوکراین کې د نیول کېدو د مخنیوي لپاره ځان وژنې ته هڅول شوي دي.

د راپورونو له مخې، شمالي کوریا شاوخوا ۱۴,۰۰۰ سرتېري د روسیې کورسک سیمې ته لېږلي دي.

استخباراتي ادارې وايي چې په دې جګړه کې له ۶,۰۰۰ څخه زیات شمالي کوریايي سرتېري وژل شوي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې ځینو نیول شویو سرتېرو هڅه کړې وه چې ځانونه ووژني؛ خو د سختو ټپونو له امله نه دي بریالي شوي.

د طالبانو حکومت:یوازې تېره ورځ له ګاونډیو هیوادونو نږدې شپږ زره کډوال په اجباري ډول راستانه شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، په یوه ورځ کې د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه په زرګونو افغان مهاجرین په اجباري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د ختیځ په تورخم کې تر ټولو ډېر کډوال راستانه شوي، چې (۹۱۵) کورنۍ او (۴۹۷۱) تنه جوړوي.

همداراز، په جنوب کې د سپین بولدک له لارې (۳۷) کورنۍ او (۲۰۷) کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

د لوېدیځ په ورېښمو لار کې (۷۴) کورنۍ او (۲۹۱) تنه راستانه شوي، سربېره پر دې (۱۰۱۳) نور مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي.

په اسلام کلا کې (۱۳) کورنۍ او (۲۴) تنه ثبت شوي، او د بهرامچه له لارې (۳) کورنۍ چې (۲۰) غړي لري، هېواد ته راستانه شوې دي.

د راپور له مخې، په یوه ورځ کې ټولټال (۱۰۴۲) کورنۍ چې (۵۵۱۳) تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کمېسیون وایي، راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او روغتیايي خدمتونو په ګډون بېلابېل اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.