دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 41

د بخښنې نړیوال سازمان:پاکستان دې ژر تر ژره دوه نیول شوي وکیلان ازاد کړي

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې دوه نیول شوي وکیلان ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې ایمان مزاري او هادي علي چټه، چې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۳مه نیول شوي، د “سایبري ترهګرۍ” او “ناسمو معلوماتو خپرولو” په تور پر لس کاله بند محکوم شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، یاد وکیلان د بلوچ او پښتون فعالانو سره د ملاتړ او د پاکستان د پوځ پر ضد د نیوکو له امله نیول شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د دوی د استیناف غوښتنې لا هم د پاکستان سترې محکمې او د اسلام‌آباد عالي محکمې له خوا نه دي څېړل شوي او دا بهیر له غیرعادي ځنډ سره مخ دی.

سازمان دا هم ویلي چې دواړه وکیلان له ۱۰۰ ورځو زیات وخت راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې په ناقانونه ډول ساتل کېږي.

د امریکا استخباراتي ادارې:د اسامه بن لادن په اړه نوي معلومات خپاره کړي

د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې له لوري خپاره شوي نوي اسناد ښيي چې د القاعده مشر اسامه بن لادن د خپل پټنځای پرېښودو ته چمتووالی نیولی و او که عملیات ځنډېدلی وای، ښايي هغه له تښتیدلی وای.

د اسنادو له مخې، بن لادن چې د ایبټ‌اباد په یوه خوندي کمپاوڼډ کې پټ و، د ۲۰۱۱ کال تر سپټمبر پورې د ځای بدلولو پلان درلود، او هغه کسان چې کلونه یې پټ ساتلی و، د سختو امنیتي فشارونو له امله ستړي شوي وو او غوښتل یې له دې مسؤلیته ځان خلاص کړي.

سي آی اې ویلي، د دې پلانونو په اړه هغه مهال معلومات نه وو موجود، کله چې د امریکا استخباراتي شبکې د ۲۰۱۰ کال په اګست کې د بن لادن پټنځای وموند، او دا پټه څارنه او تحلیلونه وروسته د ۲۰۱۱ کال د مې په میاشت کې د ځانګړو ځواکونو د برید سبب شول.

راپور زیاتوي، په دغه عملیاتو کې چې د بارک اوباما د ادارې پر مهال ترسره شول، بن لادن ووژل شو، او دا برید د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د شپې له خوا ترسره شو او د القاعده شبکې پر ضد یوه تاریخي ضربه وبلل شوه.

سي آی اې ټینګار کوي: “بن لادن یوازې یو مشر نه و، بلکې د القاعده د مالي، تبلیغاتي او استخدامي فعالیتونو اصلي محرک هم و. د هغه وژل د دې ډلې د کمزوري کېدو لپاره یو مهم ګام و.”

یاده اداره زیاتوي چې د ایبټ‌اباد عملیات د استخباراتي معلوماتو د دقیق تحلیل، د اوږدمهاله څارنې او د پوځ او استخباراتو ترمنځ د همغږۍ بېلګه وه، او د دوی په وینا، دا عملیات ښيي چې ګډ کار او دقیق معلومات څنګه کولی شي د نړیوالو امنیتي ګواښونو مخه ونیسي.

نیویارک ټایمز:د ایران کړکېچ د امریکا د پوځ کمزورتیا بربنډه کړه

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ او احتمالي جګړې د امریکا د پوځ کمزورتیا او د هغې د دفاعي وړتیاوو ستونزې بربنډې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي چې ایران په سیمه کې خپل نفوذ زیات کړی او د هرمز تنګي پر کنټرول کې مهم رول لري.

راپور وایي، چې همدارنګه د ایران توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې لا هم د امریکا د متحدینو لپاره په منځني ختیځ کې ګواښ ګڼل کېږي.

راپور زیاتوي چې ایران د خبرو اترو په میز کې هم د پخوا په پرتله په قوي دریځ کې ښکاره شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکي چې دا وضعیت ښيي امریکا د عصري جګړو لپاره کافي چمتووالی نه لري او د خپلو پوځي ستراتیژیو په برخه کې له ننګونو سره مخ ده.

ډونالډ ټرمپ:پر ایران اقتصادي فشارونه دوه چنده کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پر ایران به اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي او د هغه په وینا دا فشارونه به دوه چنده شي.

الجزیرې راپور ورکړی چې امریکا پلان لري هغه اشخاص او شرکتونه هم تحریم کړي چې د هرمز تنګي د تېرېدو لپاره ایران ته د “تېریدو فیس” ورکوي.

ټرمپ ادعا کړې چې د ایران پر وړاندې موجوده بندیزونه اغېزمن دي او د هغه په باور دا اقتصادي فشارونه به تهران دې ته اړ کړي چې د امریکا له شرطونو سره سم د خبرو میز ته راشي.

هغه همدارنګه ویلي چې د هرمز تنګي کنټرول او محدودیتونه ایران ته میلیونونه ډالر زیان اړوي.

له بلې خوا د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د نوو بندیزونو هدف به هغه کسان او ادارې وي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو لپاره ایران ته پیسې ورکوي.

په مقابل کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا ډول اقدامات “ظالمانه” بللي دي.

پاکستان؛لاهور ښار کې یو بریدګر درې تنه په ډزو وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی

د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د مزنګ په سیمه کې یو ۴۵ کلن سړی چې شاهد نومېږي، پر عامو خلکو ډزې کړې دي.

په دې پېښه کې یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

وروسته بریدګر هم خپل ژوند پای ته رسولی دی.

پولیسو ویلي چې د پېښې د انګېزې په اړه تر اوسه پلټنې روانې دي او رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

روسیه:د ایران جګړې پای ته رسولو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو یو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې مسکو چمتو دی د ایران پر ضد د روانې جګړې د پای او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول مرسته وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې خبرو کې دواړو لورو د وروستیو پوځي او سیاسي پرمختګونو ارزونه کړې او د ډیپلوماټیکو لارو د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

له بلې خوا، د ایران او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو هم جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.

عباس عراقچي او د فرانسې وزیر د سیمې د وروستیو حالاتو او د جګړې د ختمولو لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو هڅو په اړه د نظر تبادله کړې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی چې د خبرو له لارې د کړکېچ حل او د تاوتریخوالي کمول د اوسني وضعیت لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

ډونالډ ټرمپ:ایران د رهبرۍ له بحران سره مخ دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلوریدا په یوه وینا کې ویلي چې دا مهال له ایران سره د خبرو وضعیت ډېر ښه نه دی روان، خو ټینګار یې کړی چې هېڅکله به ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شي.

ټرمپ ادعا کړې چې ایران کې روښانه مشرتابه نه شته او امریکا نه پوهېږي چې له چا سره خبرې وکړي.

د هغه په وینا:«په ایران کې داسې حالت دی چې څوک نه غواړي مشري پر غاړه واخلي.»

هغه زیاته کړې چې امریکا له نوي حکومت سره خبرې کړې دي، خو د ایران دننه د مشرتابه بدلون او ګډوډ وضعیت د مذاکراتو بهیر ستونزمن کړی دی.

ټرمپ ویلي چې امریکا په ډېر قوي موقف کې ده او که ایران اټومي وسله ترلاسه کړي، ښايي دا د اسراییل او د منځني ختیځ نورو سیمو پر وړاندې وکاروي، او حتی اروپا او امریکا ته هم ګواښ پېښ کړي.

هغه دا ادعا هم کړې چې ایران د کلونو راهیسې په سیمه کې فشار اچولی او هېوادونه لکه قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین او کویټ یې اندېښمن کړي دي.

د امریکا او جرمني اختلافات؛ډونالډ ټرمپ پرېکړه وکړه چې له جرمني پنځه زره پوځیان وباسي

سي‌ان‌ان راپور ورکړی، د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې شاوخوا ۵۰۰۰ پوځیان به له جرمني څخه وباسي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدرتش مرتس سره لفظي شخړه وکړه.

مرتس د ایران پر وړاندې د امریکا جګړه “بې ستراتیژۍ” بللې وه او ویلي یې وو چې امریکا په دې جګړه کې کمزورې ښکاري.

د امریکا د جګړې وزارت ویلي چې دا پرېکړه اروپا کې د پوځي حضور د بیاکتنې وروسته شوې او تمه ده چې دا وتل به په راتلونکو ۶ تر ۱۲ میاشتو کې بشپړ شي.

سره له دې، امریکا به لا هم له ۳۰ زرو زیات پوځیان په جرمني کې وساتي، ځکه دغه هېواد د امریکا لپاره مهم پوځي مرکزونه لري.

راپور زیاتوي چې د ایران جګړې د امریکا او اروپایي متحدینو ترمنځ اختلافات زیات کړي، ځکه امریکا دا جګړه د ډېرو متحدینو له سلا پرته پیل کړې وه.

ملګري ملتونه:منځني ختیځ کې د روان کړکیچ په اړه اندیښمن یو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د منځني ختیځ روان کړکېچ درېیمې میاشتې ته داخل شوی او ټینګار یې کړی چې د دې جګړې دروند بار ټول بشریت پر غاړه اخلي.

ګوتریش په خپل تازه بیان کې له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د اوربند بهیر کمزوری کوي او تاوتریخوالی لا زیاتوي.

هغه زیاته کړه چې نړۍ د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره یوه سوله‌ییزه، هر اړخیزه او دوامداره حللارې ته بیړنۍ اړتیا لري.

ضیاءالحق امرخېل ریچارډ لینډسي ته:بریتانیا دې پر پاکستان فشار راوړي چې پر افغانستان بریدونه ودروي

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره په لیدنه کې یې د هېواد د روان وضعیت ترڅنګ، د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د بریدونو په اړه د خلکو اندېښنې شریکې کړې دي.

امرخېل زیاته کړې چې بریتانیا له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري او پر هغه هېواد اغېز هم لري؛ نو ځکه کولای شي اسلام‌اباد ته د افغانانو پیغام ورسوي، څو د دغه ډول خونړیو بریدونو او بشري جنایتونو مخه ونیول شي.