د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د چمن پهاټک ته نږدې د اورګاډي په کرښه شوې بمي چاودنه غندلې ده.
شهباز شریف ویلي، په دې چاودنه کې بې ګناه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ کسان ټپیان شوي دي. هغه د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کوې او د ټپیانو د زر رغېدو هیله یې کړې ده.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې چې دا ډول «بزدلانه ترهګریز بریدونه» د پاکستان د خلکو اراده نه شي کمزورې کولی او حکومت به د ترهګرۍ پر ضد خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه ویلي، ټول پاکستان د دې غم پر مهال د بلوچستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
نن ماسپښین د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي پر لیکه زوروې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل او له ۷۰ ډې ټپیان کړل.

