اکسیوس راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونه به د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره منځني ختیځ کې پاتې شي او یوازې هغه مهال به وځي چې له ایران سره وروستۍ هوکړه وشي.
د راپور له مخې، واشنګټن هڅه کوي د ایران سره د احتمالي توافق تر ترلاسه کېدو پورې خپل پوځي حضور وساتي، ځکه د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس بلل کېږي.
تر دې وړاندې هم امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ایران د اټومي پروګرام او سیمهییزو کړکېچونو په اړه خبرې روانې دي او د احتمالي هوکړې تر وروستۍ کېدو پورې به پوځي او ډیپلوماتیک اقدامات دوام ولري.

