سه شنبه, جولای 7, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د کرېکټ پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ ومړ

د افغانستان د کرېکټ پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ ومړ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز توپ‌اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د سې‌شنبې په ورځ د هند په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

شاپور ځدراڼ له څو میاشتو راهیسې د سپینو وینې حجرو د کمښت له ناروغۍ سره مبارزه کوله او د درملنې لپاره هند ته لېږدول شوی و، خو د اوږدې درملنې سره سره یې ژوند ونه شو ژغورلی.

د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرېکټ لپاره یوه ستره ضایعه بلل کېږي، ځکه نوموړي د خپلې لوبیزې دورې پر مهال د هېواد د کرېکټ په پرمختګ کې د پام وړ ونډه لرلې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here